• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د بي‌بي‌سي پر ضد په محکمه کې د ۱۰ مېلیارد ډالرو دعوه ثبت کړه

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې د ۲۰۲۱کال د جنورۍ په ۶مه د خپلو ویناوو د «تحریف» له کبله د برېتانوۍ رسنۍ بي‌بي‌سي پر وړاندې د ۱۰ مېلیارد ډالرو دعوه ثبت کړه. ټرمپ ادعا کوي، چې بي‌بي‌سي د هغه وینا «ناسمه او د هغه د بدنامۍ لپاره اېډېټ کړې» ده.

د سي‌بي‌اېس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۴مه) د فلوریډا محکمه کې د برېتانوۍ شبکې بي‌بي‌سي پر ضد دعوه ثبت کړه. په دې دعوه کې دوه مادې شاملې دي: یوه د افترا او بله د ایالت د سوداګریزو اصولو د نقض موضوع ده.

د ټرمپ د حقوقي ډلې په وینا؛ د هرې مادې لپاره پنځه مېلیارده ډالر غوښتل شوي، چې ټول‌ټال ۱۰ مېلیارده ډالر کېږي. وکیلانو په ۳۳ مخیزه دعوه کې ادعا کړې، چې بي‌بي‌سي د «پانوراما» مستند په خپرولو د ټرمپ وینا داسې وړاندې کړې چې مخاطب ته یې د کانګرس پر ودانۍ د برید د هڅولو پیغام ورکوي. دغه مستند د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو یوه اونۍ مخکې خپور شوی و.

وکیلان وايي، چې بي‌بي‌سي «په قصدي ډول» د ټرمپ د وینا دوه برخې سره یوځای کړې؛ څو لیدونکي په بشپړ ډول ګمراه کړي. د حقوقي ډلې په ادعا؛ د دغه دوو کلېپونو ترمنځ ۵۵ دقیقې توپیر و او اېډېټ شوې نسخې د ټرمپ د سولې بلنه حذف کړې ده.

د ټرمپ د حقوقي ډلې ویاند ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي:« بي‌بي‌سي چې پخوا یوه باوري رسنۍ وه، اوس بدنامه شوې ده. دغه شبکې د ولسمشر ټرمپ وینا په قصدي اېډېټ سره په څرګند ډول د ۲۰۲۴کال د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.»

ټرمپ هم مخکې خبریالانو ته ویلي و:« د بي‌بي‌سي پر ضد د ویناوو د تحریف له کبله شکایت کوم. دوی زما په خوله کې خبرې کېښودې او زما له‌خوا هغه څرګندونې یې جوړې کړې، چې ما هیڅکله نه وې کړې.»

بي‌بي‌سي (د لړم په ۲۲مه) په رسمي ډول له ټرمپ بښنه وغوښته او اېډېټ شوې خپرونه یې د قضاوت تېروتنه وبلله؛ خو ویاند یې وویل چې د افترا کومه سرچینه نه‌شته. د دې تر څنګ د بي‌بي‌سي عمومي مدیر ټېم ډیوي او د خبرونو د څانګې مشرې ډیبو راټنس (د لړم په ۱۸مه) استعفا وکړه.

ټرمپ د دوی استعفا ستایلې دي. دا د رسنیو پرضد د ټرمپ درېیمه دعوه ده، چې د خپلې دویمې ولسمشریزې دورې پرمهال یې ثبت کړې ده. نوموړي تر دې وړاندې د سپټمبر په میاشت کې د نیویارک ټایمز پر ضد د ۱۵ مېلیارد ډالرو دعوه کړې وه او د جولای په میاشت کې د وال‌سټریټ ژورنال پر ضد یې هم شکایت کړی و.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یونسکو: په نړۍ کې د خبریالانو د وژنې ۸۵سلنه قضیو ته لاهم رسېدنه نه‌ده شوې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان (یونسکو) وایي، په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او د خبریالانو د وژنې ۸۵سلنه قضیو ته لاهم رسېدنه نه‌ده شوې. هاخوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم د بیان ازادي محدود شوې او خبریالان له سانسور سره مخ دي.

یونسکو د ۲۰۲۲–۲۰۲۵ کلونو نړۍوال راپور خپور کړی، چې په‌کې د رسنیو ازادي، خپلواکي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه معلومات راغلي دي. راپور څرګندوي، چې ازاده، خپلواکه، څو اړخیزه او مسلکي خبریالي د ډیموکراسۍ بنسټ او د دوامداره پرمختګ موخو ترلاسه کولو لپاره مهم شرط دی.

یونسکو وايي، د خبریالانو خوندیتوب یوازې د رسنیو د ازادۍ خبره نه‌ده؛ بلکې د ټولنې د روڼتیا، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د ټینګښت لپاره هم حیاتي اهمیت لري. راپور وړاندیز کوي، چې د خبریالانو د خوندي چاپېریال برابرول باید د حکومتونو، نړۍوالو ادارو او مدني ټولنو لپاره لومړیتوب وي.

ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو بیاځل واکمنېدو راهیسې د بیان او د رسنیو د ازادۍ وضعیت تر سخت فشار لاندې دی. راپورونه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ له سخت سانسور سره مخامخ دي.

خبریالان یوازې هغه خبرونه خپرولای شي، چې د واکمنو لپاره «د منلو وړ» وي. د هر ډول نیوکې یا ناخوښې تبصرې په صورت کې خبریالان د بند، شکنجې او نورو سزاوو سره مخ کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا هر ډول نارسمي او نامنظور شوی راپور په جدي ډول سرغړونه ګڼل کېږي. د ښځینه خبریالانو شمېر د طالبانو د فشارونو له امله په پراخه کچه کم شوی او ډېری ښځینه خبریالانې اړ اېستل شوې، چې خپلې دندې پرېږدي.

د راپورونو له مخې، اوس‌مهال اووه خبریالان د طالبانو په بند کې دي؛ خو دوه خبریالان تازه د طالبانو له بنده خوشې شوي دي. یاده دې وي، چې د خبریالانو ستونزې یوازې تر افغانستان نه محدودې نه‌دي؛ بلکې ډېری افغان خبریالانو د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له کبله یې هېواد پرېښی او اوس په ګاونډیو هېوادونو کې له پراخو ننګونو سره مخ دي.

په پاکستان او ایران کې د جلاوطنه خبریالانو لپاره د ویزې ستونزې او د جبري ستنولو ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی پر وړاندې یې حالت لاترینګلی کړی. نړۍوال راپورونه څرګندوي، چې خبریالان د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د ازادۍ او خوندیتوب له جدي ننګونو سره مخ دي؛ خو په افغانستان کې دغه ننګونې تر بل هر ځای پراخې دي.

پر براون پوهنتون د بریدګر د نیول کېدو په تړاو معلوماتو لپاره ۵۰ زره ډالره جایزه اعلان شوه

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د امریکا د فډرال څېړنیزې ادارې یا اېف‌بي‌ای رييس کش پاتېل د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار پر براون پوهنتون د بریدګر د پېژندنې او نیول کېدو په تړاو د معلوماتو لپاره ۵۰ زره ډالره جایزه اعلان کړه. پاتېل د یوه تورن عکس هم خپور کړی دی.

درې ورځې مخکې (شنبه د لیندۍ ۲۲مه) یوه وسله‌والو د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار پر براون پوهنتون برید وکړ، چې له امله یې ۲ زده‌کړیالان ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول او په ظاهره تر پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

کش پاتېل د کابل پر وخت د سې‌شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه د تورن کس د عکسونو په خپرولو سره ویلي، دوی به د دغه تورن کس د هغو معلوماتو په بدل کې ۵۰ زره ډالره جایزه ورکړي، چې پر بنسټ یې یاد تورن کس تر پېژندنې وروسته ونیول شي.

له دې سره هم‌مهاله، براون پوهنتون بیا ویلي، د پېښې په سبا (یکشنبه ۲۳مه) د یادې پېښې په تور نیول شوی کس د اړوندو ادارو له‌خوا د کافي دلایلو د نشتوالي له امله خوشې شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې براون یو څېړنیز خصوصي او همداراز له ډېرو پخوانیو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.

حال‌وش: د ایران د کرمان په فهرج کې په یوې وسله‌واله نښته کې ۴ دولتي سرتېری ووژل شول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د حال‌وش د راپور له‌مخې، د ایران د کرمان په فهرج سیمه کې د نظاميانو یوه چک‌پاینټ ته نږدې د وسله‌والو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې له امله یې د ایران د اطلاعاتو وزارت دوه مامورین او دوه انتظامي کسان وژل شوي دی. د راپور له‌مخې، یو شمېر نور یې ټپیان شوي هم دي.

په دغه راپور کې د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله راغلي: «ډزې ډېرې شدیدې وې او د چک‌پاینټ په ساحه کې امنیتي وضعیت هم ترینګلی شوی دی.»

حال‌وش داسې ویډیو هم خپره کړې، چې پکې لیدل کېږي د فهرج له سیمې د دولتي مامورینو ټپیان او جسدونه لېږدول کېږي.

حال‌وش تر دې مخکې په ایران شهر کې هم د دولتي نظامیانو پر درېیو موټرو د وسله‌والو له بریدونو خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې په یاده پېښه کې هم یو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کاناډا د بشري حقونو د سرغړونو له امله د ایران پر څلورو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۰

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند ویلي، د بشري حقونو د سرغړونو له امله د ایران پر څلورو لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګول شوي دي.

د کاناډا حکومت د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۵مه د هغې اعلامیې له مخې چې پر خپل وېب‌سایت یې خپره کړې، د یادو کسانو نومونه یې محسن کریمي، احمد خادم سیدالشهدا، مصطفی محبي او حسن اخریان ښودلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران حکومت «لا هم د اعتراضونو او مخالفتونو په ځپلو سره د بشري حقونو په برخه کې خپلې نړۍوالې ژمنې تر پښو لاندې کوي.»

په اعلامیه کې راغلي: «امنیتي ځواکونه چې سپاه پاسداران هم پکې شامل دي، د اعتراضونو د ځپلو لپاره له بې‌ساري او مرګوني ځواک څخه کار اخلي او د ایراني وګړو بنسټیز حقونه لکه د نظر او بیان ازادي او همداراز د سوله‌ییزو غونډو او تشکیلونو حق محدودوي.»

له دغو وروستیو اقداماتو سره، کاناډا تر اوسه د ایران پر څه باندې ۲۱۰ ایراني وګړو او ۲۵۴ ایراني بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

همدا راز کاناډا په ۲۰۱۲ کال کې د دولتونو د معافیت د قانون له مخې ایران د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي دولت په توګه ونوماوه.

ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره فینټانیل د وژونکي وسلې په توګه ونوماوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره ناقانونه فینټانیل او د هغه اصلي کیمیاوي مخکښ مواد د ډله‌ییزو وژونکو وسلو (ډبلېو‌اېم‌ډي) په توګه ونومول. د سپینې ماڼۍ په وینا، دغه مواد د ۱۸ تر ۴۵ کلونو عمر لرونکو امریکایانو د مړینې تر ټولو لوی لامل بلل کېږي.

سپینې ماڼۍ لیکلي، چې یاد فرمان نن دوشنبه د ډسمبر ۱۵مه لاسلیک شو. سپینه ماڼۍ زیاتوي، چې دغه فرمان د فینټانیل پر ضد د فدرالي حکومت د مبارزې نوې او پراخه مرحله ده.

د اجرایي فرمان له مخې، د امریکا لوی څارنوال ته لارښوونه شوې چې د فینټانیل د قاچاق په قضیو کې سمدستي جنايي تعقیب، د سزا سختول او قانوني بدلونونه عملي کړي. همداراز، د بهرنیو چارو او خزانې وزیرانو ته امر شوی، چې د هغو مالي بنسټونو او شتمنیو پر ضد اقدام وکړي، چې د فینټانیل په تولید، وېش او پلور کې ښکېل دي یا ملاتړ یې کوي.

دغه فرمان د جګړې وزارت او د عدلیې وزارت ته هم دنده سپاري، چې د بېړنیو حالاتو پر مهال د ملي امنیت سرچینې زیاتې کړي او د کیمیاوي پېښو د غبرګون په تګلارو کې د فینټانیل ګواښ شامل کړي. سربېره پر دې، د کورني امنیت وزارت ته سپارښتنه شوې چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د فینټانیل د قاچاق شبکې دې وپېژني.

د امریکايي چارواکو په وینا، یوازې دوه میلی‌ګرامه فینټانیل د انسان د مرګ لامل کېدای شي او دا مواد د سلګونو زرو امریکایانو د ژوند د له‌لاسـه ورکولو سبب شوي دي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، چې مافیایي ډلې او بهرني ترهګریز سازمانونه د فینټانیل له عوایدو څخه د ترهګرۍ، وژنو او وسله‌والو فعالیتونو د تمویل لپاره کار اخلي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، چې د ناقانونه فینټانیل د ډله‌ییزو وژونکو وسلو په توګه نومول به حکومت ته دا توان ورکړي، چې ټولې قانوني، امنیتي او پوځي سرچینې په ګډه وکاروي او دا ګواښ له‌منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم د سوېلي پولې په اړه ملي بېړنی حالت اعلان کړی، یو شمېر مافیایي ډلې یې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي او د (HALT Fentanyl Act ) قانون یې لاسلیک کړی و.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته خپلې هڅې ونه دروي، ترڅو ناقانونه فینټانیل د امریکا له سړکونو بشپړ له‌منځه ولاړ نه‌شي او د امریکایي کورنیو امنیت ټینګ نه‌شي.