ښاغلي محقق وویل: «نړۍ وایي جګړه مهکوئ. ختیځ او لوېدیځ وایي جګړه مهکوئ. ګاونډیان هم وایي جګړه مهکوئ.»
هغه له طالبانو وغوښتل، چې له خپلو سختدریځیو تېر شي او معقولو خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
دغه سیاسي مشر ټینګار وکړ، چې د ځینو هېوادونو لهخوا طالبانو ته د مالي مرستو سره سره، نړۍواله ټولنه له دې ډلې څخه په فکري ډول لرې شوې او هېوادونه د دوی حاکمیت نهپېژني.
محقق ادعا وکړه، چې «طالبان دایمي نهدي» او په دې وروستیو کې په دې تړاو سیاسي جریانونه او ګوندونه «یو غږ» شوي دي.
په دې وروستیو کې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. څارونکي باور لري، چې دا اعلامیه ښايي د ایران په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو تر فشار لاندې خپره شوې وي. له دې اعلامیې وروسته ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې ناستې کوربتوب وکړ؛ خو طالبانو پکې له ګډون څخه ډډه وکړه.
محمد محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هېڅوک د جګړې پلوي نه دي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې معقولو او معنالرونکو خبرو ته حاضر شي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د مخالفینو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
محقق د طالبانو لهخوا د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره پر شویو خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اصلي حللاره د جهادي ګوندونو او طالبانو ترمنځ خبرې دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که طالبان خبرو ته حاضر نهشي، نو له جګړې به هېڅ ګټه وانخلي.
هغه له ټولنیز ډګر څخه د ښځو له اېستلو، تبعیض او په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت د بحران په اړه وویل: «طالبانو هر څه لهمنځه یوړل.»
طالبان تل وایي، چې د افغانستان ناورین پای ته رسېدلی، سراسري امنیت ټینګ شوی او خبرو ته اړتیا نشته. دا ډله د سیاسي مشرانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي، خو سیاسي مشران په افغانستان کې د سیاسي او ولسي فعالیت اجازه نهلري.