اسراییل د ۳۴.۷ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت له مصر سره د ګازو تړون تصویب کړ

د اسراییل حکومت مصر ته د طبیعي ګازو د برابرولو تړون تصویب کړ؛ هغه هوکړه چې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وینا، د اسراییل په تاریخ کې تر ټولو لوی د ګازو تړون بلل کېږي او کولی شي د مصر د انرژۍ د ناورین په کمولو او د سیمې د ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.