روان کال؛ ایران افغانستان ته ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي

د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي ویلي، ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي ویلي، ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.
هاشمي ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، له دې شمېرې څخه تر ۱.۵ مېلیون ټنو زیات توکي یوازې د ماهیرود سرحدي بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۳۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.
د هغه په وینا؛ د صادر شویو توکو په ډله کې چرګان، هګۍ، ودانیز توکي او غلې دانې شاملې دي. هغه زیاته کړې، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې روانې دي او د طالبانو حکومت له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.
نوموړي ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د میلک سرحدي بندر له لارې هم افغانستان ته صادرات پیل شي. تر دې وړاندې د سویلي خراسان والي ویلي و، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ماهیرود بندر افغانستان ته د ایراني صادراتو په برخه کې لومړی ځای خپل کړی دی.


د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې دا مهال په دغه هېواد کې تر ۴۰۰زره ډېر افغان زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي. د هغه په وینا؛ په ایران کې مېشت لسګونه زره افغانان روغتیايي بیمو ته هم لاسرسی لري.
نوموړي دغه څرګندونې په جینیوا کې د کډوالو نړۍوال فورم (GRF) ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه په یاد فورم کې د وینا پرمهال ویلي، که څه هم ایران شاوخوا څلور لسیزې د کډوالو یو لوی دروند بار په غاړه اخیستی؛ خو د دغه لړۍ دوام به د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ پرته ناشونی وي.
هغه ویلي،:«ایران له ۴۵ کلونو راهیسې د مېلیونونه کډوالو کوربهتوب کوي؛ یو داسې وضعیت چې په سیمه کې د امریکا او د متحدینو یې د سختې لاسوهنې پالیسیو پایله ده.»
هغه ټینګار وکړ، چې ایران د بل هر هېواد په څېر د بېاسناده کډوالو حضور نهشي منلی. نوموړي زیاته کړې:« د افغان کډوالو په اړه د ایران تر ټولو مهمه پالیسي دا ده، چې په خپله خوښه د دوی د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. نړۍواله ټولنه او پر افغانستان واکمن باید د دوی د ستنېدو لپاره اړین شرایط برابر کړي.»
هغه ویلي، بندیزونه د نړۍوال ملاتړ د کمښت لامل شوي او په داسې شرایطو کې د لوی شمېر کډوالو کوربهتوب ته دوام ورکول یې ستونزمن کړي دي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې یو مېلیون او ۶۰۰زره بېاسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا؛ دا مهال شاوخوا څلور مېلیونه او ۵۰۰زره افغانان په ایران کې مېشت دي، چې له دې دلې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زرو پورې افغانان بېاسناده دي.

په بلخ کې د طالبانو د غصب شویو ځمکو د بیا تر لاسه کولو او پېژندنې کمېسیون اعلان وکړ، چې د عباس ابراهیمزاده او د هغه د زامنو یو شمېر جایدادونه دولتي ملکیتونه دي او باید دولت ته وسپارل شي. طالبانو په یوه مکتوب کې له امنیتي مسوولینو د دې ځمکو د خلاصون په برخه کې همکاري غوښتې.
په بلخ کې د طالبانو د غصب شویو ځمکو د بیا تر لاسه کولو او پېژندې کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) په یوه مکتوب کې لیکلي، چې دغه جایدیادونه دا مهال د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي او افغان سوداګر عباس ابراهیمزاده او د هغه د کورنۍ د غړو استفادې لاندې دي؛ خو د اسنادو او شواهدو پر بنسټ دولتي ځمکې تثبیت شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو چې دغه مکتوب یې تر لاسه کړی، پهکې راغلي چې د طالبانو یاد کمېسیون دا مکتوب د دغه ډلې ولایت مقام او امنیه قومندانۍ ته لېږلی دی.
په دې نوملړ کې په مزارشریف ښار کې استوګنیز کورونه، له حیرتان بندر سره د سونتوکو، د سمنټو د پلور شرکتونه، کارخونه، فابریکې، د تېلو ټانکونه، د اوسېدو تاسیسات او سوداګریزې ځمکې شاملې دي.
یاد کمېسیون د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ څخه غوښتي، چې د دغه ملکیتونو د خوندیتوب په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
تر اوسه د عباس ابراهیمزاده یا د هغه د کورنۍ لهخوا په دې اړه کوم غبرګون نه دی خپور شوی.
عباس ابراهیم زاده چې افغان سوداګر دی، په اصل کې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه د افغانستان د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د بلخ د خلکو استازی و.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نوموړی له افغانستان څخه ووت او ازبکستان ته ولاړ، خو نوموړی د روان کال د تلې په میاشت کې په ازبکستان کې د پولیسو لهخوا ونیول شو. د نوموړي خپلوانو هغه وخت له رسنیو سره په خبرو کې د ابراهیمزاده نیول کېدل تایید کړ او همداراز یې وویل، چې دوی یې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د یادولو ده، چې لا هم د نوموړي برخلیک روښانه نه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې روان ژمي کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي.
دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د سختو ژمنيو شرایطو او د خوراکي توکو د محدود لاسرسي له امله میلیونونه کورنۍ په ځانګړي ډول ماشومان د غذایي ناامنۍ له پراخ ګواښ سره مخ دي.
د یاد پروګرام په وینا: «د ماشومانو غذایي وضعیت خرابېدونکی دی او که چیرې بېړنۍ مرستې ورسره ونهشي، د دوی روغتیا ته جدي زیانونه رسېږي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بېساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي، چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.
د دغه سازمان په وینا، له دې ډلې به نږدې پنځه میلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ شي.
د یاد سازمان د وروستي راپور له مخې؛ دا مهال شاوخوا ۱۳،۸ مېلیونه افغانان چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو د سختې ناامنۍ درېیم پړاو (ناورین) یا تر هغې لوړې کچې سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، په دې ډله کې نږدې ۲،۹ میلیونه کسان د بېړني حالت (څلورم پړاو) او ۱۰،۹ مېلیونه د ناورین په کچه ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، که څه هم ژمی هغه پړاو دی چې لوږه پهکې په چټکۍ سره لوړېږي؛ خو بیا هم افغان بزګران د خپلو ټولنو د تغذیې لپاره کار ته دوام ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.
ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.
سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.
هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونهشي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.
د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د روغتیا وزیر جګت پرکاش ندا سره ولیدل. د هند د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د «درملو د اوږدمهاله برابرولو» په اړه خبرې وشوې.
هغه زیاته کړه، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیا همکارۍ ته ژمن دی او دواړو خواوو د دې همکارۍ د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د درملو په برخه کې لارې چارې وڅېړلې.
د هند د عامې روغتیا وزیر په وینا، د دې لیدنې پر مهال په سمبولیک ډول د سرطان درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول. هغه همدارنګه وویل، یوه لويه جوپه چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایسه سي ټي سکن الې پکې شاملې دي، ډېر ژر به افغانستان ته ولېږل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان څخه د درملو واردات درولي وو او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.
دا په تېرو دوو میاشتو کې هند ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران هم هند ته تللي وو.