• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روان ژمي کې په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک له شدیدې لوږې سره مخ دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې روان ژمي کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د سختو ژمنيو شرایطو او د خوراکي توکو د محدود لاسرسي له امله میلیونونه کورنۍ په ځانګړي ډول ماشومان د غذایي ناامنۍ له پراخ ګواښ سره مخ دي.

د یاد پروګرام په وینا: «د ماشومانو غذایي وضعیت خرابېدونکی دی او که چیرې بېړنۍ مرستې ورسره ونه‌شي، د دوی روغتیا ته جدي زیانونه رسېږي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بې‌ساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي، چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان په وینا، له دې ډلې به نږدې پنځه میلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ شي.

د یاد سازمان د وروستي راپور له مخې؛ دا مهال شاوخوا ۱۳،۸ مېلیونه افغانان چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو د سختې ناامنۍ درېیم پړاو (ناورین) یا تر هغې لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، په دې ډله کې نږدې ۲،۹ میلیونه کسان د بېړني حالت (څلورم پړاو) او ۱۰،۹ مېلیونه د ناورین په کچه ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، که څه هم ژمی هغه پړاو دی چې لوږه په‌کې په چټکۍ سره لوړېږي؛ خو بیا هم افغان بزګران د خپلو ټولنو د تغذیې لپاره کار ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پخوانی امریکایي چارواکی: هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله له مرستو ډډه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.

سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.

هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونه‌شي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو د «افغانستان لپاره د درملو برابرولو» په اړه خبرې وکړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د روغتیا وزیر جګت پرکاش ندا سره ولیدل. د هند د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د «درملو د اوږدمهاله برابرولو» په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیا همکارۍ ته ژمن دی او دواړو خواوو د دې همکارۍ د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د درملو په برخه کې لارې چارې وڅېړلې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په وینا، د دې لیدنې پر مهال په سمبولیک ډول د سرطان درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول. هغه همدارنګه وویل، یوه لويه جوپه چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایسه سي‌ ټي‌ سکن الې پکې شاملې دي، ډېر ژر به افغانستان ته ولېږل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان څخه د درملو واردات درولي وو او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې هند ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران هم هند ته تللي وو.

د امرالله صالح ادعا: امریکا یوازې په ډسمبر میاشت کې طالبانو ته ۸۵ میلیونه ډالر ورکړي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر په میاشت کې د امریکا له لوري طالبانو ته ۸۵میلیونه ډالر رسېدلي دي.

صالح د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶مه) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د ډسمبر پر ۱۷مه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰بجې د «معلم» په نوم یوې چارټر الوتکې د کابل هوايي ډګر ته ۴۰میلیونه امریکايي ډالر راوړل او طالبانو ته یې وسپارل. د هغه په وینا، دغه الوتکه تر غرمې ۱۲:۳۰بجو پورې په کابل کې پاتې شوه او وروسته بېرته والوتله.

د امرالله صالح د معلوماتو له‌مخې، د همدې پیسو په ګډون یوازې په روانه میاشت کې طالبانو ته د نوې چاپ شوې نغدې مرستې ټولې ۸۵میلیونه ډالرو ته رسېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې د نړۍوال بانک په راپورونو کې د دغو نغدي پیسو د لېږد هېڅ رسمي یادونه نه ده شوې.

صالح زیاته کړې، چې د امریکا د کانګرس ځینو «صادق» غړو هڅه کوله دا بهیر ودروي او ان تر تېرې اوونۍ پورې یې تمه لرله چې دا مرستې به بندې شي، خو د هغه په وینا داسې ښکاري چې دا لړۍ د درېدو نیت نه‌لري.

صالح همداراز ویلي، د دوحې په تړون کې پټې ضمیمې موجودې دي او روانې مالي مرستې له هغو پټو ژمنو سره تړاو لري. نوموړي ټینګار کړی، چې تر دې موضوع لاندې لا ډېرې ژورې او ناڅرګندې معاملې پرتې دي.

امرالله صالح په پای کې پوښتنه کړې، چې د امریکا د پخوانۍ ادارې او د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ترمنځ کوم ګډ اهداف یا اړیکې شته چې د دغسې مرستو دوام ته زمینه برابروي؟

تر دې مخکې د امریکا د کانګرس دوو جمهوري‌پالو غړو ویلي و، چې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو سره يې کتلي او هغه ژمنه ورکړې، چې پر هغه خیریه او نادولتي بنسټونو به مالي مرستې ودروي چې د امریکا حکومت پیسې د طالبانو لاس ته رسېږي.

ټیم بورچټ د لیندۍ په ۲۱مه یو ځل بیا د امریکا له سنا وغوښتل، هغه لایحه تصویب کړي چې په افغانسان کې د امریکا بشردوستانه مرستو ته په بشپړه توګه د طالبانو لاسرسی بندوي. هغه یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د امریکا حکومت «هره اوونۍ ۴۰ مېلیونه ډالر طالبانو ته لېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت څو ځله دغه خبره رد کړې، چې ګواکې طالبانو ته نغدې پیسې استوي.

نصیر احمد اندېشه: په سیمه او نړۍ کې افغان کډوال له ننګونو سره مخ دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، د کډوالو د نړۍوال فورم د پرمختګ ارزونه کې د سیمې له هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو وضعیت ته پر رسېدګۍ ټینګار شوی. نوموړي ویلي، په سیمه او نړۍ کې افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي.

اندېشه د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په پاکستان، ایران، ترکیه، سیمې او د نړۍ هېوادونو کې افغان کډوال له لویو ننګونو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره، شاوخوا ۴ میلیونه کسان په زور افغانستان ته ستانه شوي او د بشري حقونو له سرغړونې سره مخ دي.

اندېشه ټينګار کړی، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو د «نه اېستلو» اصل ته دروناوی وکړي او دغه راز هغه له افغان کډوالو سره د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه هم کړې.

نصير احمد اندېشه زیاتوي: «د افغانانو په خوندیتوب سره عدالت او حساب ورکونه باید زموږ د کړنو لارښود وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول د بېرته ستنولو عملیات خورا چټک شوی دی. د پاکستان په پلازمینې اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې پولیس کور په کور د افغانانو د لټون عملیات کوي او په ډېرو سیمو کې د هغوی د کورونو دروازې ماتې شوې دي.

دې لړۍ د ډېرو افغانانو د ژوند شرایط سخت کړي او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

له بل پلوه د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۸۰۰ زره افغان کډوال د دوغارون-اسلام‌کلا له پولې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

طالبانو په ژمي کې د برېښنا د کمښت د ستونزې پر کمولو ټینګار کړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰

که څه هم ډېری هېوادوال د ژمي په موسم کې د برېښنا د کمښت له ستونزو سره مخ دي، خو د طالبانو د برېښنا شرکت مشر په ژمي کې د برېښنا پر چمتوالي ټینګار کړی دی. عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې بېړني ګامونه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) ویلي، چې د دوی اجراييوي مشر عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې، چې «پېرودونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو، ژمي ته د چمتووالي پر نیولو، د شبکې تخنیکي اصلاحاتو لپاره د ګړندیو ګامونو پورته کولو، خپلو دندو کې د اخلاص له‌مخې د خلکو خدمت» وکړي.

عمر د عوایدو پر راټولو، پر پوړوړو پېرودونکو د لګښتونو د پيسو پر تحویلۍ او د ناقانونه برېښنا کارونې پر مخنیوي ټينګار کړی.

خلک شکایت کوي، چې ډېری مهال په ولایتونو او لرو سیمو کې د ژمي د سړې څپې په را رسېدو زیات مهال برېښنا نه وي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وي.