طالبان: په قطر کې د اسلامي هېوادونو د نندارتون لپاره ۳۶تاریخي اثار لېږد ته چمتو شوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي سره د افغانستان د تاریخي او فرهنګي اثارو د لېږد په اړه خبرې کړې دي. شېراحمد حقاني ویلي، د قطر ګډ نندارتون لپاره د افغانستان له لوري ۳۶ تاریخي اثار د لېږد لپاره ټاکل شوي دي.
