ازادۍ جبهه وایي، په کندوز کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل ټپي دی

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، د چهارشنبې په ماښام د (لېندۍ ۲۶مه) یې په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

طالبانو لا د دغه ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي. له بل پلوه د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې د ۴۳ بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.