• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال د سړې هوا له امله ۷ تنه افغان کډوال مړه شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۶ GMT+۰

په هرات ولایت کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د چهارشنبې په شپه د ۱۲ افغان کډوالو له ډلې چې غوښتل یې د اسلام‌کلا له لارې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي؛ ۷تنه یې د سختې یخنۍ له امله د ایران په خاوره کې مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي وو. سرچینو زیاته کړې، چې د دغه کډوالو جسدونه به نن جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او خپلو کورنیو ته به یې وسپارل شي. لاتر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال ګڼ افغان ځوانان د بې‌کارۍ او امنیتي ستونزو له امله په ناقانونه لارو ایران ته او له هغه ځایه نورو هېوادونه ته ځي؛ خو د انساني قاچاق، یخنۍ، لوږې او ناامنو لارو له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، چې ګڼ یې په دغه خطرناکو لارو مري.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناکامه شوې

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۷۵ تر ۷۸ کلونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ناسمه وه او د ترهګرۍ پر ضد تګلارو هم کومه مثبته پایله نه‌ده ورکړې.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر پخوا پرتله خورا ترینګلې شوې دي او له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي. هغه په نیوکې سره ویلي:« په تېرو ۴۰کلونو کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان حکومت اقداماتو کومه پایله نه‌ده ورکړې.»

هغه په چکوال ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې مهمې سیاسي او امنیتي پرېکړې باید د سیاست‌والو له لوري وشي؛ نه دا چې د زور له لارې پرې عملي شي. هغه ټینګار وکړ، چې ځواک باید یوازې د سیاسي پرېکړو له نیولو وروسته وکارول شي.

مولانا فضل‌الرحمان له خیبرپښتونخوا سره د فاټا یوځای کېدل هم تر نیوکې لاندې راوستل او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د زور له لارې عملي شوه؛ حال دا چې دوی لا له وړاندې د منفي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا؛ نن په هماغه سیمو کې وسله‌والو ډلو نفوذ کړی او د حکومت واک کمزوری شوی دی.

نوموړي وړاندې ویلي، چې اوس هم د پاکستان او سیمې لپاره د پخوانیو ناسمو سیاستونو پایلې څرګندې دي او که له تجربو زده‌کړه ونه شي؛ نو دا به نورې ستونزې هم وزېږوي.

د بښنې نړۍوال سازمان: افغان کډوال باید د امریکا د سیاستونو قرباني نه‌شي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالۍ ورځې په مناسبت په خپل تازه خپور شوي راپور کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو لپاره د امریکا د کډوالۍ سیاستونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې افغان کډوال باید د امریکا د سیاستونو قرباني نه‌شي.

په راپور کې د افغانستان د چارو څېړونکې میترا مهران په حوالې راغلي، چې د امریکا وروستي اقدامات لکه د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو ځنډول او پر کډوالو پراخ محدودیتونه؛ د «ډله‌ییزې سزا ورکونې» بڼه لري چې د عادلانه محاکمې له اصولو سرغړونه ده.

میترا مهران چې خپله هم په امریکا کې یوه افغان کډواله ده، ویلي: «یو کس جرم کړی، نه ټولو افغانانو یا یوې ټولنې. د کډوالو انساني حقونه او کرامت باید خوندي شي او دغه سیاستونه دې ټولې ټولنې ته زیان نه رسوي.»

هغې د امریکایي چارواکو له‌خوا د افغانانو په اړه له سپکاوي ډکې او تبعیضي څرګندونې غندلې او ټینګار یې کړی، چې هېڅ قانون حکومت ته دا اجازه نه ورکوي چې د یو کس د جرم سزا ټولو وګړو ته ورکړي. هغې پوښتنه کړې: «که یو امریکایي وګړی ګناه وکړي، ایا ټولو امریکایانو ته سزا ورکول کېږي؟ قانون باید ټولو ته په مساوي توګه پلي شي.»

میترا مهران زیاته کړې، همدا کډوالې کورنۍ، زده‌کوونکي او کارګر دي چې د تاوتریخوالي او جګړو له ګواښونو ژغورل شوي او باید د قانون او پناه ورکولو له لارې خوندي وساتل شي. د بښنې نړۍوال سازمان له امریکا غوښتي، د کډوالۍ سیاستونه دې داسې جوړ کړي چې ملي امنیت خوندي پاتې شي او د بشري حقونو او عادلانه محاکمې اصول هم په پام کې ونیول شي.

ورته مهال د امریکا کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د اقداماتو په غبرګون اعتراض کړی. دوی ویلي، د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي.

  • یادو استازو د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي. د دوی په وینا؛ دغه ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

یو ایرانی پانګه‌وال په مزارشریف کې د ۵مېلیونه ډالرو په ارزښت د پلاستیکي توکو فابریکه جوړوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۰
100%

د ایمان امیر په نوم یو ایرانی پانګه‌وال د یوه افغان سوداګر په همکارۍ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پلاستیکي محصولاتو تولید لپاره د ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي فابریکه جوړوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه فابریکه به د مزارشریف ښار په ګوریمار سیمه کې پر شاوخوا ۱۰زره متر مربع ځمکه جوړه شي او هره میاشت به د زر ټنه پلاستیکي بوجیو او نورو اړینو پلاستیکي توکو د تولید ظرفیت ولري.

ویل کېږي، چې یاده فابریکه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې خپل فعالیت پیل کړي.

د یادې پروژې د پلي کېدو هوکړه‌لیک د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مشر د معرفي په مراسمو کې د ایراني او افغان سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوی دی. په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمدابراهیم غضنفر ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته اړتیا ده.

د کډوالو په نړۍواله ورځ؛ تر ۵زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د لېندۍ ۲۸مه) خبر ورکړی، چې د کډوالو په نړۍواله ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۸۴ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۷۸۰ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۷۶۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۷۱ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۷۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۸ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له ایراني لوري سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له استازي محمدرضا بهرامي سره په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او لوجستیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

په کابل کې د ایران سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادې لیدنه کې دواړه خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د اسانتیاوو زیاتوالي او د ترانزیتي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

په یادې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ارزښت هم ټینګار شوی.

رضا بهرامي تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو. هغه په یادې ناسته کې متقي ته د عباس عراقچي له‌خوا تهران ته د سفر بلنه هم ورکړې وه.

ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دواړه خواوو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې وې او د طالبانو او ایران ترمنځ یې د بېلابېلو کچو د تماسونو پر دوام، د اړیکو پر پراختیا او د پلاویو پر تبادلې ټینګار کړی و.