• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مُحسن داوړ د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله. د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د مُحسن داوړ په وینا، د بنو ولسوالۍ د جاني‌خېل په ولي نور سیمه کې د پوځ پر یوه چېک‌پاینټ د وسله‌والو له برید وروسته پاکستاني پوځ بیا د ولسي وګړو پر اسوګنیزو کورونو د هاوان مرمۍ په توغولو سره شپږ ځايي اوسېدونکي ټپيان کړي دي.

داوړ د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «د دغو بریدونو په پایله کې د عمران وزیر د کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي. دا دولتي ترهګري ده».

له دې سره سم، عمران وزیر چې د ملي ډيموکراټيک غورځنګ غړی دی وايي، د پاکستاني پوځ په دغو ړندو او بې هدفه توغندیز بریدونو کې یې د کورنۍ ۶ غړي سخت ټپيان شوي دي.

هغه د پاکستان د پوځ دغه چاره «ټولییزه سزا او جنګي جرم» بللی دی.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا تیرا سیمه، د امنیتي عملیاتو لپاره تخلیه کېږي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.

د جرګې مشر کمال‌الدین ویلي، د ۲۴ کسیزې قبایلي جرګې او د خیبر د مرستیال کمشنر ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، د میدان له سیمې څخه د خلکو کډوالي به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر جنورۍ ۲۵مې پورې به سیمه په بشپړه توګه خالي شي.

د دوی په وینا، امنیتي عملیات به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي، او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنېدل به د اپرېل له ۵مې پیل شي.

د تړون له مخې، که کوم کور په بشپړه توګه ونړېږي، ۳۰ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي، او که کور ته جزوي زیان ورسېږي، ۱۰ لکه روپۍ به ورکړل شي.

هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سمدستي ۲ لکه او ۵۰ زره روپۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، او کډوالو کورنیو ته به هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته او د وړیا ترانسپورټ اسانتیا هم برابره شي.

په دغه سیمه کې د اپریدي قوم شپږ څانګې مېشتې دي چې نفوس یې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان دي.

دولتي چارواکوهم افغانستان انټرنشنل ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چېپه تېرو څلورو کلونو کې د سیمې امنیتي وضعیت ناوړه و، چې له امله یې دا پرېکړه شوې ده.

د شمالي وزیرستان پر یوه پوځي مرکز برید کې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دته‌ خېل سیمې اړوند پر «بویا» پوځي مرکز د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر پورې تړلې یوې ډلې منلی. په دغه برید کې پنځه وسله‌وال «بریدګر» وژل شوي او ۷ پاکستاني ځواکونه بیا ټپیان دي.

ځایي چارواکو ویلي، بریدګرو نن جمعه(د لېندۍ ۲۸مه) لومړی پر امنیتي پوستې ډزې کړې او وروسته یې هڅه کړې چې دغه مرکز ته ننوځي. ویل کېږي، چې برید د چاودېدونکو توکو ډک موټر او د ځانمرګي واسکټونو پر مټ شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شاوخوا درې ساعته روانه وه چې په پایله کې یې ټول پنځه بریدګر چې څلور یې وسله‌وال او یو یې د موټر بم چلوونکی (ځانمرګی بریدګر) و، وژل شوي.

د راپورونو له مخې؛ د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی، چې له امله یې ځینې هټۍ، کورونه او جوماتونه هم زیانمن شوي او یوشمېر ملکي وګړي ټپیان شوي چې تراوسه یې د چارواکو له‌خوا کره شمېر نه‌دی شریک شوی.

شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز برید شوی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي–میرانشاه پر مرکزي سړک دته‌ خېل ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید شوی. ځايي سرچینو ویلي، چې د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی دی.

ځایي اوسېدونکو ویلي، د چاودنې له زورور غږ داسې برېښي چې ښایي دا د موټربم برید وي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا؛ څلور نور چې یو یې هم ځانمرګی بریدګر و، هڅه کوله یاد مرکز ته ننوځي؛ خو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي. دغه چارواکي وایي، د یادې نښتې په ترڅ کې څلور پاکستاني ځواکونه برسېرن ټپیان شوي دي.

دغه چارواکو زیاته کړې، تر برید وروسته سیمه د دوی د ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د یادې پېښې په اړه یې پلټنې هم روانې دي. لاتر اوسه د اوښتو زیانونو په هکله معلومات نه‌شته؛ د برید پړه هم تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې.

خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي. دغه چارواکي وایي، که افغان کډوال خپله لاس په کار نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدامات وشي.

خیبر کې ځایي مسوولین وایي، چې د افغان کډوالو لپاره اضافه وخت نه‌ورکول کېږي او باید د قانوني پړاوونو له مخې افغانان خپلې کډې بار او بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شو، چې د پولیسو له‌خوا د باړې سیمې شاوخوا ۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال ونیول شول؛ خو د سیمه‌ییزو مشرانو او سوداګرو په غوښتنه بېرته خوشې شول.

په دغه ولسوالۍ کې د مرستیال کمېشنر شاه عبدالدین په مشرۍ یوشمېر چارواکو له افغان مېشت ځایونو لیدنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې تر قانوني اقداماتو وړاندې دې افغان کډوال خپل کورونه تش کړي او افغانستان ته دې ستانه شي.

دغه چارواکو افغانانو ته ویلي، چې د ټولو بې‌اسناده افغانانو د جبري ستنېدو پلان جدي دی او هغوی باید په درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي. چارواکي دا هم وایي، چې د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ټولو افغان کډوالو بشپړ احصایوي معلومات راټول شوي او ځینې کورنۍ وروسته له دې چې له نورو ښارونو و اېستل شي، په خیبر کې بیا ځای پر ځای شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د باړې سیمې یو پلاوي د مشرانو او سوداګرو په ګډون له یوشمېر چارواکو سره هم لیدلي او د افغانانو د کاروبارونو د پای ته رسولو لپاره یې درې میاشتې وخت غوښتی؛ خو چارواکو بیا دغه غوښتنه نه‌ده منلې.

د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، له تېرو دوه میاشتو د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د عوایدو له اړخه لسګونه میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی. ضیاالحق سرحدي وايي، د لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی دی.

د افغان- پاک سوداګرۍ ګډې خونې مشر ضيا الحق سرحدي نن سې شنبه، د لیندۍ پر ۲۵مه وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی سوداګریز حجم له دوو څخه تر دریو میلیاردو ډالرو و.

د نوموړي په وینا، د کرنیزو او تعیمراتي توکو ورځني عواید له ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل، چې په دې کې سمینټ، بوره، کینو، کچالو، درمل او د جراحي الات شامل ول.

یادې خونې ویلي، چې ناڅاپي او له مخکینۍ خبرتيا پرته د سوداګریزو لارو تړل کېدو يو انساني بحران رامنځته کړی دی، چې له امله يې له لسو زرو څخه زيات موټرچلوونکي، کارګر، د ګمرکاتو استازي او صادروونکي او واردوونکي په دواړو هېوادونو کې بې‌روزګاره شوي دي.

ضياء الحق سرحدي وویل په تورخم او چمن کې له ۸ زرو څخه زيات موټر بند پاتې دي، چې موټرچلوونکي يې هره ورځ د زیان فيس او د سون توکو لګښتونه زغمي او په پاکستان کې د پېښور او کوټې په څېر سرحدي ښارونو اقتصاد چې زياتره پر سوداګريزو فعاليتونو و، په ټپه ولاړ دی.

د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره يوازې په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته د ۱۶،۵ میلیاده روپيو «نږدې ۶۰ ميليونه ډالرو» عوایدو زيان رسېدلی دی.

دوی همدراز زیاته کړه، د کراچۍ بندر کې د ۱۴ زرو څخه زيات افغان ټرانزټ کنټينرونو د بند پاتې کېدو له امله د بندر پر نظام هم غيرمعمولي فشار زيات شوی دی۔

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزولارې د خلاصېدو غوښتنه وکړه.