د خیبر پښتونخوا تیرا سیمه، د امنیتي عملیاتو لپاره تخلیه کېږي

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.
د جرګې مشر کمالالدین ویلي، د ۲۴ کسیزې قبایلي جرګې او د خیبر د مرستیال کمشنر ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، د میدان له سیمې څخه د خلکو کډوالي به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر جنورۍ ۲۵مې پورې به سیمه په بشپړه توګه خالي شي.
د دوی په وینا، امنیتي عملیات به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي، او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنېدل به د اپرېل له ۵مې پیل شي.
د تړون له مخې، که کوم کور په بشپړه توګه ونړېږي، ۳۰ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي، او که کور ته جزوي زیان ورسېږي، ۱۰ لکه روپۍ به ورکړل شي.
هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سمدستي ۲ لکه او ۵۰ زره روپۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، او کډوالو کورنیو ته به هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته او د وړیا ترانسپورټ اسانتیا هم برابره شي.
په دغه سیمه کې د اپریدي قوم شپږ څانګې مېشتې دي چې نفوس یې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان دي.
دولتي چارواکوهم افغانستان انټرنشنل ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چېپه تېرو څلورو کلونو کې د سیمې امنیتي وضعیت ناوړه و، چې له امله یې دا پرېکړه شوې ده.