د سوډان په یوه بازار د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي

د سوډان په شمالي دارفور ایالت کې پر یوه ګڼه ګوڼه بازار د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی، چې د سوډان په نورو برخو کې هم جګړې زور اخیستی دی.

د سوډان په شمالي دارفور ایالت کې پر یوه ګڼه ګوڼه بازار د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی، چې د سوډان په نورو برخو کې هم جګړې زور اخیستی دی.
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه چې د ۲۰۲۳کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوې، لسګونه زره خلک یې وژلي او نږدې ۱۲ مېلیونه نور یې بېځایه کړي دي.
په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۲۱ مېلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

د اوکراین د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي له روسي استازو سره د خبرو اترو د دویمې ورځې په پای کې اعلان وکړ، چې روسیه په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره «ژمنه» ده. هغه له روسیې سره کومې هوکړې ته د رسېدو او یا هم د هوکړهلیک د وروستي کېدو یادونه ونه کړه.
سټیو وېټکاف د یکشنبې په ماښام (د لېندۍ ۳۰مه) د کرېملین د ځانګړي استازي سره د خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه یو لنډ راپور وړاندې کړ، هغه وویل: «روسیه د اوکراین د شخړې د حل او د نړۍوال امنیت د بېرته راګرځولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې او ملاتړ مهم ګڼي.»
نوموړي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړ پوړي سلاکار او زوم جیرډ کوشنر سره یوځای د شنبې او یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه او ۳۰مه) په فلوریډا کې د کرېملین له ځانګړي استازي سره ولیدل.
د روسیې له استازو سره د خبرو اترو سربېره؛ دغه لوړ پوړو امریکایي مذاکرهکوونکو د اوکراین له یوه پلاوي سره هم جلا ناستې لرلې.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۴۸ کورنیو ته د حفظالصحې او ۳۷ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې اداره وايي، چې د دغو مرستو موخه د راستنېدونکو کورنیو د روغتیایي ستونزو مخنیوی دی.
که څه هم په خبرپاڼه کې د یاد شمېر کورنیو په اړه دا نه دي ویل شوي چې دوی له کومو هېوادونو ستانه شوي، خو په دې وروستیو په ځانګړې توګه د ژمي په درشل کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه راستانه شوي کډوال د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراک، سرپناه او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبان او نړۍوالې ادارې له راستنېدونکو افغانانو سره د بنسټیزو مرستو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ. عاصم منیر ته دغه مډال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوی دی.
خالد بن سلمان د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۳۰مه) په خپله اېکسپاڼه په دې تړاو وویل: «دغه مډال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سعودي ـ پاکستان اړیکو د پرمختګ لپاره د هغه [عاصم منیر] د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوی دی».
سعودي عربستان او پاکستان د روان کال په وږي میاشت کې په ریاض کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه وخت کې (د وږي په ۲۸مه) وویل، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.
خالد بن سلمان وايي، په دې کتنه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي برخې ستراتیژیکه همکاري هم ارزولې ده.
ویل کېږي، په دې کتنه کې د نړۍوال امنیت او سولې د ټینګښت د هڅو او نورو ورته مسایلو هم خبرې شوې دي.
د کابل- جلالاباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان شدید ټپيان شول. د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو وايي، په دې پېښه کې یو شمېر نور برسېرن ټپيان شوي دي.
د کابل- جلالاباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي په سیمه کې د بکسه او کرولا موټرو د ټکر له امله ۶ کسان سخت ټپيان شوي او یو شمېر نور برسېرن ژوبل شوي دي.
د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ځينو ټپیانو درملنه ځای پر ځای شوې او پاتې نور یې د ښې درملنې لپاره د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او ډېر ګړندی تګ د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
ترکیې په استانبول کې د رسمي مراسمو پر مهال دویمه جنګي بېړۍ «پياېناېس خیبر» پاکستان ته وسپارله. دغه بېړۍ د «میلګم کلاس» له ډلې ده او د اسلاماباد او انقرې ترمنځ د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې جوړه شوې ده.
د دې جنګي بېړۍ د سپارلو په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د بحري ځواکونو قومندان نوید اشرف ګډون کړی و.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د «میلګم کلاس» بېړۍ د پاکستان د بحري ځواکونو تر ټولو پرمختللې بېړۍ ګڼل کېږي، چې د قوماندې او کنټرول عصري سیستمونه، پرمختللي وسلې او حسګرونهلري.
د یادو څلورو میلګم کلاس بېړیو د جوړولو تړون په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزارت او د ترکیې د «اسفت» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، دوه بېړۍ په ترکیه او دوه نورې په پاکستان کې جوړېږي.