تېرو درې میاشتو کې؛ طالبان وایي په کندهار کې تر ۵زره د ډېرو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وياند محمد حنيف حقمل ویلي، چې دغه ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې په یاد ولایت کې پاکستان ته د ۵زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړې:« یاد پسونه د فرضي کرښې له لارې په ناقانونه او قاچاقي ډول بهر ته لېږدول کېدل او د یادو پسونو د قاچاق په تړاو مو لسګونه کسان نیولي هم دي، چې د څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته پېژندل شوي دي.»