• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د خوارځواکۍ له زیاتېدو سره زرګونه افغان مېندې او ماشومان مرستو ته اړتیا لري

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو له امله هره ورځ ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي؛ خو سږ کال زرګونه کسان د یادې ادارې له‌خوا د مغذي خوړو له مرستو برخمن شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په یوه تازه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت مخ په خرابېدو دی او له همدې امله هره ورځ مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي کلینیکونو ته ورځي.

یادې ادارې ویلي، چې سږ کال یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه اړمنو کسانو ته مغذي خواړه برابر کړي؛ څو د خوارځواکۍ له جدي پایلو څخه وژغورل شي. د ملګرو ملتونو یادې ادارې د خپلو مرستندویانو له دوامداره ملاتړه هم مننه کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کوي، چې دغه ډول مرستې د زرګونه نورو ماشومانو د ژغورنې لپاره حیاتي ارزښت لري. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې د نړۍوالو مرستو د سخت کمښت له امله ۱،۷ مېلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د مرګ له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.

فلچر ټینګار کړی و، چې د مرستو د کمېدو له امله د افغانستان په کچه سلګونه د خوړو د وېش مرکزونه او روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

د غوري سمنټ فابریکو ورځنی تولید له ۱۵۰ ټُنو ۷۰۰ ټُنو ته رسېدلی دی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، په بغلان کې د غوري سمنټ فابریکو پخوا په ورځ کې تر شاوخوا ۱۵۰ ټُنه تولید درلوده، خو کله چې ملي پراختیا شرکت ته یې چارې وسپارل شوې، اوس په ورځ کې تر ۷۰۰ ټُنه تولید لري.

د دغه شرکت ویاند نبي ارغندیوال د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ په ۳۰مه) ویلي، پخوا د غوري سمنټ فابریکو تولیدي چارې د یو شمېر ستونزو له امله درېدلې وې او یا هم په ورځ کې تر ۱۵۰ ټُنه تولید درلود، خو کله چې د یادو فابریکو چارې ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې، نو اوس یې د ورځنۍ تولید کچه تر ۷۰۰ ټُنو رسېږي.

د نوموړي په وینا، د دغو فابریکو د درېیمې نوې فابریکې په فعالیت سره به په ورځني ډول د سمنټ تولید ۵۰۰۰ ټُنو ته ورسېږي.

د غوري سمنټ فابریکو د درېیمې نوې فابریکې د جوړولو چارې د روان کال د وږي پر ۹مه د ۸۶ اعشاریه ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوې او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې فابریکې د جوړونې بودیجه د طالبانو له بودیجې ورکول کېږي.

طالبان وايي، د غوري سمنټ فابریکې په هېواد کې د سمنټ د تولید سترې فابریکې دي او د درېیمې فابریکې د چارو په پیلېدو سره به د کورني تولید ظرفیت لوړ شي، د وارداتو اړتیا به راټیټه او د سمنټ بیې ثابتې پاتې شي او همداراز اقتصاد به هم ورسره وغوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې ودانیزو چارو کې لا هم د ګاونډیو هېوادونو وارداتي سمنټ کارول کېږي او کورنی تولید دومره نه‌دی چې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.

علي‌احمد جلالي: هبت‌الله ځان له ملا عمر څخه غوره او ځواکمن ګڼي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي‌احمد جلالي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو اوسنی مشر هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو له دوو پخوانیو مشرانو ملا محمد عمر او اختر محمد منصور څخه ځان غوره ګڼي.

علي‌احمد جلالي په دې مرکه کې ویلي، د طالبانو بنسټګر او لومړنی مشر ملا محمد عمر «هوتک» او یو سیمه‌ییز ملا و.

جلالي زیاتوي، ملا عمر د دیني زده‌کړو له اړخه تر هبت‌الله اخوندزاده ډېر ضعیف و او په وینا یې، ملا عمر په خپله واکمنۍ کې د هبت‌الله په کچه دومره واکمن او ځواکمن نه‌و.

د طالبانو بنسټګر ملا محمد عمر په ۱۳۹۲ کال کې ومړ، خو مړینه یې دوه کاله وروسته اعلان شوه او لا هم د هغه د مړینې د لامل په تړاو ګڼ ابهامات شته. له ملا عمر وروسته اختر محمد منصور د طالبانو مشرۍ ته ورسېد.

د علي‌احمد جلالي په باور، د ملا محمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور تر ملا عمر هم ډېر ضعیف مشر و او په وینا یې، منصور د یوه ایډیولوژیک مشر پر تله تر ډېره یو سوداګر و.

ملا اختر محمد منصور هم په ۱۳۹۵ کال کې د ایران او پاکستان تر منځ په پوله کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي‌احمد جلالي وايي، هبت‌الله اخوندزاده نورزی دی او په کندهار کې یې قومي سټه پیاوړې کړې ده.

جلالي زیاته کړه: «هبت‌الله‏‏‏ په فقهي او علمي برخو کې تر نورو ځان غوره ګڼي» او په وینا یې، هبت‌الله فکر کوي چې د طالبانو په لاره کې یې قرباني هم ورکړې او د یوه روایت له‌مخې، یو زوی یې د ځانمرګي بریدګر په توګه له امریکايانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

علي‌احمد جلالي چې اوس د امریکا په یوه پوهنتون کې استاد هم دی زیاتوي، د طالبانو اوسنی مشر هڅې کوي چې د نورو تر اغېز لاندې رانه‌‌شي او ان د ځان لپاره یې «د روم امپراتورانو په څېر ساتونکي» ګومارلي دي.

هغه په دې اړه چې هبت‌الله ولې په کندهار کې مېشت دی وویل، اخوندزاده ځان له حکومت څخه غوره ګڼي، ځکه خپل مشروعیت له خلکو نه، بلکې «الهي» ګڼي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره پر دیني مدرسو او قومي مسایلو تکیه لري او له همدې امله یې په هېواد کې ډېرې دیني مدرسې جوړې کړي، څو ورسره یې واکمني دوام ومومي او فرامین یې په غوره توګه عملي شي.

د یادونې وړ ده، چې هبت‌الله په تېرو څه باندې څلورو کلونو واکمنۍ کې په ټولو دولتي ادارو کې خپل نفوذ ساتلی او هېڅکله هم د رسنیو مخ ته نه‌دی ښکاره شوی او د راپورونو له‌مخې، له هېڅ بهرني چارواکي سره یې په رسمي توګه نه‌دي کتلي.

ملا محمد عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال له بهرنیانو سره ګڼې لیدنې درلودې او له راډيويي رسنیو سره یې مرکې هم کولې.

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر: ځینې هېوادونه د افغانانو پر ضد منفي تبلیغات کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د غزني لپاره د طالبانو له والي عبدالصمد جاوېد سره په کتنه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، ځینې هېوادونه د افغانانو پر ضد منفي تبلیغات کوي. د نوموړي دغه څرګندونې د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر رانقل کړي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیستپه دې کتنه کې ویلي: «ځینې هېوادونه هڅه کوي ، چې د افغانستان واقعیتونه پټ پاتې شي او د افغانانو پر ضد منفي تبلیغات کوي».

په خبرپاڼه کې د یادو هېوادونو د نومونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

په یاده خبرپاڼه کې د نندا ایوالیست له قوله ویل شوي، چې هڅه کوي د نړۍ مهمو هېوادونو ته د افغانستان واقعیتونه وروپېژني او د هغوی لید لوری مثبت کړي او همداراز یې د دواړو هېوادونو کلتور ګډ وباله او د دواړو ترمنځ د سیاسي اړېکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

عبدالصمد جاوید هم د افغانستان او ندونیزیا اړیکې تاریخي بللي او همدارنګه یې د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد له دوستانه اقداماتو مننه کړې ده.

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر له دې سربېره د دغه ولایت له موزیم او تاریخي سیمو د لیدنې په ترڅ کې ویلي، هېواد یې غواړي چې له افغانستان سره پراخې کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

د یادونې وړ ده، چې د غزني په موزیم کې تر اسلامي دورې وړاندې او د اسلامي دورې زرګونه تاریخي اثار ساتل کېږي چې د افغانستان په تاریخي هویت کې مهم رول لري.

ازادۍ جبهه: طالبان به هېڅګله هم د خلکو تېښتې د څرنګوالي په اړه پوښتنو ته ځواب ونه‌وايي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۰

ازادۍ جبهې ایران ته پر لاره د سړې هوا له امله د یو شمېر افغانانو د مړه کېدو له امله د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، طالبان به هېڅکله هم له هېواد څخه د خلکو د تېښتې او د ناوړه اقتصادي وضعیت په تړاو د شته پوښتنو ځوابولو ته حاضر نه‌شي.

دغې جبهې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هېواد څخه د یو شمېر خلکو د تېښتې لامل د طالبانو د واکمنۍ غځېدل بللي دي.

خبرپاڼه کاږي، یو شمېر افغانان ان د ژوند په بیه د طالبانو له واکمنۍ څخه تېښتې ته اړ شوي او دا د دې ښکارندويي کوي چې د دغې ډلې د واکمنۍ دوام خلکو ته نور د زغملو وړ نه‌ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «حقیقت دا دی چې د طالبانو د واکمنۍ د دوام له امله په هېواد کې فقر زیات شوی، ښې راتلونکې ته تمه کمه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ناورینونه لاپسې ژورېږي».

د تېرې جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، د افغان کډوالو یوه ډله چې ایران ته په لاره وه، د سړې هوا له امله د ایران په خاوره کې مړه شوي دي. سرچینو ویلي، د ۱۵ کسانو جسدونه د هرات د کُهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي. ځینو سرچینو د مړو شویو شمېر لسګونه ښودلی دی.

خو د هرات د والي ویاند د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د یخنۍ له امله یوازې د ۳ هغو افغانانو د مړینې خبر تایید کړ، چې غوښتل یې ایران ته په ناقانونه توګه لاړ شي.

د ایران چارواکو لا تر اوسه د یخنۍ له امله په پوله کې د افغان کډوالو د مړینې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ایران بیا د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) ویلي، چې دوه زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د سړې هوا او واورې ورېدنې پر مهال د ایران د پولې د کنټرول چارې ټکنۍ وي، نو ورسره جوخت سلګونه افغانان د هرات له سرحدي ولسوالیو هڅې کوي چې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، خو ځينې وخت یو شمېر یې د سړې هوا او یا هم د ایراني پوله ساتو په ډزو کې وژل او یا هم ټپیان کېږي.

نړۍوال بنسټونه په هېواد کې د بې‌وزلۍ، وزګارۍ او د خوړو د نا امنۍ پراخېدل د ناقانونه کډوالۍ اصلي لاملونه یادوي.

د سالنګونو لویه لاره د مساپر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانېستل شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د سالنګونو لویه لاره چې نن سهار د واورې او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن مازدیګر (یکشنبه د لیندۍ ۳۰مه) یوازې د مساپر وړونکو موټرو پرمخ له دواړو خواو پرانېستل شوه، خو لا هم دغه لاره د دې جوګه نه‌ده چې بار وړونکي موټر پرې تګ‌راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند وايي، لومړی هغو موټرو ته چې د سالنګونو لویې لارې په دواړو خواوو کې بند پاتې و، د تګ اجازه ورکړل شوه او دمګړی له یادې لویې لارې څخه د مساپر وړونکو وسایطو تګ‌راتګ په عادي ډول جریان لري.

د نوموړي په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي د واورینو سیمو پر پاککارۍ بوخت دي، څو د بار وړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره هم زمینه برابره شي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د دغې لارې له مساپرو غوښتي، چې پر یادې لویې لارې د تګ‌راتګ پرمهال ټرافیکي قوانین مراعات کړي، ګرمې جامې، خوراکي توکي، د وسایطو لپاره دې ځنځیر(چین) له ځان سره ولري او د لارې د موظفینو لارښوونو ته دې په کلکه پاملرنه وکړي، څو د زړه بوږنوونکو پېښو مخه ونیول شي.