• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګونو لویه لاره د مساپر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانېستل شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د سالنګونو لویه لاره چې نن سهار د واورې او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن مازدیګر (یکشنبه د لیندۍ ۳۰مه) یوازې د مساپر وړونکو موټرو پرمخ له دواړو خواو پرانېستل شوه، خو لا هم دغه لاره د دې جوګه نه‌ده چې بار وړونکي موټر پرې تګ‌راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند وايي، لومړی هغو موټرو ته چې د سالنګونو لویې لارې په دواړو خواوو کې بند پاتې و، د تګ اجازه ورکړل شوه او دمګړی له یادې لویې لارې څخه د مساپر وړونکو وسایطو تګ‌راتګ په عادي ډول جریان لري.

د نوموړي په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي د واورینو سیمو پر پاککارۍ بوخت دي، څو د بار وړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره هم زمینه برابره شي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د دغې لارې له مساپرو غوښتي، چې پر یادې لویې لارې د تګ‌راتګ پرمهال ټرافیکي قوانین مراعات کړي، ګرمې جامې، خوراکي توکي، د وسایطو لپاره دې ځنځیر(چین) له ځان سره ولري او د لارې د موظفینو لارښوونو ته دې په کلکه پاملرنه وکړي، څو د زړه بوږنوونکو پېښو مخه ونیول شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

تیاره کابل او ژمی: د برېښنا پر دوامداره پرچاویو د کابل اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د کابل او څېرمه ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سړې هوا او د ژمي په پیلېدو سره دوامداره پرچاویو یې ورځنی ژوند ټکنی کړی دی. دوی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې تر ۵ ساعتونو پورې برېښنا لري. یو شمېر کورنۍ چې د کورونو تودولو لپاره یوازې برېښنا ته یې سترګي دي، له دغه وضعیت څخه کړېږي.

یو شمېر کابل مېشتو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په دې سړه هوا کې د دوی برېښنا هم نامنظمه شوې او له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، که برېښنا هم راشي، نو د شپې ناوخته وي چې هېڅ ډول ترې استفاده نه‌کېږي.

د دوی په وینا، د برېښنا مصرفي بلونه تر مصرف ډېر لوړ راځي او څو ځلي یې د برېښنا اړوندو مرکزونو ته مراجعه کړې، خو د قناعت وړ ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

دغه کابل مېشتي د نوم د نه‌خپرېدو په شرط زیاتوي، د خپلو ورځنیو چارو لپاره اړ دي چې له لمریزو سولرونو او یا هم جنراتورونو استفاده وکړي، خو د هغو ظرفیت کم او د جنراتورونو لګښت ډېر دی.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي: «کله چې هوا ګرمه وه برېښنا هم نسبتاً ښه وه یعنې په یوه مشخص وخت کې به راتله. خو له کومې ورځې چې هوا سړه شوې، د خلکو ستونزې هم ورځ تر بلې ډېرې شوې دي. دا ډېر ناوړه وضعیت دی، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې تر ۵ ساعتونو او هغه هم د شپې ناوخته برېښنا لرو نور هېڅ برېښنا نه‌شته».

له دې سره سم، یو شمېر نور کابل مېشتي چې د خپلو کورونو د تودولو لپاره د لرګیو او نورو سون توکو د پېرلو وس نه‌لري وايي، طالبان باید لږ تر لږه دغه برېښنا په عادلانه توګه ووېشي، څو بې‌وزلې کورنۍ هم له یخنۍ وژغورل شي.

دوی له طالب مسوولینو غواړي، چې په دې سړه هوا کې د برېښنا ډېرښت ته پام وکړي، څو لږ تر لږه شپه د برېښنا په رڼا کې تېره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وایي، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.

هغه د برېښنا د پرچاوۍ په تړاو جوړې شوې خبري غونډې ته وویل: «زمونږ برېښنا ثابته ده، یعنې پنځه کاله پخوا چې کومه برېښنا وه، اوس تر هغې زیاته نه‌ده، د کډوالو په راتګ سره په ښارونو کې یو متراکم حالت رامنځته شو او موږ اړ وو چې کډوالو ته برېښنا ورسوو».

هغه زیاته کړه، چې په اوسني وخت کې د برېښنا اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲ میګاواټه ده او دوی له دې جملې څخه ۸۲۹ میګاواټه برېښنا لري چې په دې سره د ۳۲۲.۶ میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.

دغه طالب چارواکي د برېښنا د ویش په اړه ویلي، چې دوی دولتي ارګانونو ته ۲۴ساعته، صنعتي پارکونو ته ۱۲ساعته او د استوګنې کورونو ته ۱۰ساعته برېښنا ورکوي.

افغان سوداګر: پاکستان غواړي سوداګریزې لارې پرانیزي خو طالبان «قوي تضمین» غواړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۶ زره کانټینره وارداتي توکي بند پاتې دي. افغان سوداګر وایي، چې هره ورځ لسګونه زره ډالره زیان ور اوړي.

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په بند پاتې کانټینرونو کې غوړي، بوره او نور خوراکي او غئر خوراکي توکي بار دي. سوداګر په تمه دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له نرمېدو وروسته به یاد سوداګریز توکي افغانستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو تر رامنځته کېدو مخکې د افغانستان د سوداګرۍ لویه برخه د پاکستان له لارې ترسره کېده، خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.
یو افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «دا توکي زموږ د شخصي پانګې حاصل دي. هر کانټینر تر ۳۰ زره ډالرو یا تر دې هم زیات ارزښت لري، خو په دې دوه نیمو میاشتو کې د هر کانټینر نږدې نیمه بیه یوازې په ډمرچ کې ولاړه ده. که همداسې دوام وکړي، موږ به سراسر تاوانیان شو».

100%


افغان سوداګر وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او سیاسي مخالفتونو له امله یې سوداګریزې چارې له جدي زیان سره مخ شوې دي. د هغوی په وینا، د سوداګریزو لارو بندېدل، د توکو اوږدمهاله ځنډ او د بندرونو او ګمرکونو اضافي لګښتونه د دې لامل شوي، چې هره ورځ ورته مالي تاوانونه واوړي او د سوداګرۍ عادي بهیر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
یادو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پاکستان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی، خو افغان طالبان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په بدل کې له پاکستان څخه د «قوي ضمانت» غوښتنه کوي.
یو بل افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «طالبانو موږ ته ویلي دي چې پاکستان باید داسې تضمین ورکړي، چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول درنه جګړه رامنځته شي او یو پر بل توغندي او راکېټونه وولي، بیا هم باید سوداګریزې لارې بندې نه‌شي.»
د یاد سوداګر په وینا، طالبان پر پاکستان ټینګار کوي چې د تېرو دوه نیمو میاشتو په موده کې د لارو د بندېدو له امله د افغان سوداګرو ټول مالي زیانونه جبران کړي.
افغان سوداګرو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بېرته فعالولو په موخه یې خپلې غوښتنې او ستونزې د ملا هبت‌الله په ګډون د طالبانو تر لوړپوړو چارواکو رسولي، خو لا هم د حل په اړه هېڅ څرک نه ښکاري: «موږ دا موضوع تر وزارتونو، ملا برادر او د ملا هبت‌الله تر دفتر پورې رسولې، خو تر اوسه یې عملي حل نه دی موندل شوی. اوس نه پوهېږو چې څه وکړو.»
د پاکستان په کراچۍ بندر کې د توکو په بند پاتې کانټینرونو کې ډېره برخه د کندهاري سوداګرو ده. دوی ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د اوښتي زیان سربېره، ولایتي ادارې لا هم د دوی غږ نه دی اورېدلی.

100%


کندهاري سوداګر وایي، پاکستان اجازه نه‌ورکوي چې د توکو بار بند پاتې کانټینرونه دې بېرته چابهار بندر ته انتقال او له هغه لارې افغانستان ته وارد کړي.
یو کندهاري سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، وایي: «موږ ته ویل کېږي چې کانټینرونه باید همدلته پاتې شي، ځکه چې افغانستان ته د انتقال امکان یې د پاکستان او طالبانو د ستونزو له امله نه شته او پاکستان یې بېرته شاته نه پرېږدي.»
افغان سوداګرو زیاته کړې، چې د لارو بندښت د پاکستان په زیان دی خو که لارې پرانېستل شي د دواړو لوریو سوداګر به ګټمن شي.
د لارو د بندښت له امله د روانو زیانونو په اړه یو افغان سوداګر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي:«زموږ حساب دا دی چې ۱۰ سلنه زیان افغان سوداګرو ته رسېږي، خو ۹۰ سلنه زیان بیا د پاکستان اقتصاد او سوداګرو ته اوړي، د ډیمرچ پیسې هم د پاکستان حکومت ته نه رسېږي، بلکې ټولې یې بهرنۍ کمپنۍ اخلي.»
افغان سوداګرو ویلي، چې اوس یې د پاکستان پر ځای د ایران، ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو سره د بدیلو لارو په توګه سوداګري زیاته کړې ده، خو یادې لارې د پاکستان په پرتله اږدې او لګښتونه یې ډېر دي.
په ورته مهال طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندښت په افغانستان کې پر خوراکي او نورو توکو هېڅ ډول منفي اغېز نه‌دی کړی. د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، چې د پاکستان له لارې واردېدونکي ځینې خوراکي توکي د پخوا په پرتله په نسبي ډول ګران شوي دي.

ستنېدونکي افغان کډوال: په تورخم کې هم د پولیسو له لوري لوټل کېږو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰

پاکستان له څو میاشتو راهیسې په یو اړخیز ډول د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی او لا هم روان دی. یو شمېر ستنېدونکي افغانان د پولیسو له ناوړه چلند او د پیسو غوښتنې سره مخ دي او وايي، چې د خپل وطن پر لور د تګ لپاره هم د تورخم پولیس له دوی څخه پیسې اخلي.

له څو میاشتو راهیسې د خېبر غرنیو لارو پر دوړو ډک سړکونه، د کورنیو له کډو بار موټر او پر سر یې ناست وېرېدلي ماشومان او د پاخه عمر کسانو لیدل اوس یو عادي منظر ګرځېدلی دی، خو د دغو مساپرو لپاره بېرته خپل وطن ته ستنېدل د خوښۍ سفر نه، بلکې د یوې نوې سختۍ پیل دی.

له دغو کډوالو د تورخم په دروازې او د ډیورند کرښې په څو قدمۍ کې هرکلي ته هغه پولیس ولاړ دي، چې لا هم یې سترګې د کډوالو جېبونو ته نیولي دي.

دغه ستنېدونکي افغانان وايي، د تورخم د نادرا دفتر یا د نفوسو ادارې کارکوونکي او پولیس په ښکاره د پیسو غوښتنه کوي، ګنې ورته ډول ډول ستونزې جوړوي او دغه بې‌وسه کډوال ځوروي.

یو له دغو ستنېدونکو افغانانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي: «پولیس په تورخم کې په هر څو قدمۍ کې د افغانانو د ځورونې او ورڅخه د پیسو د اخیستو لپاره ولاړ دي. دغه پولیس د ستنېدونکو افغانانو په اسنادو کې هسې ستونزې راپیدا کوي.»

یو بل افغان بیا وايي: «موږ ته وايي، کاغذونه دې غلط دي یا راجسترېشن نېټه ختمه شوې او یا هم نوم مو په ډېټابېس کې نشته».

افغانستان ته ستنېدونکی بل افغان عبدالولي چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کړی او اوس بېرته هېواد ته ستنېدونکی دی، وايي چې په تورخم کې د نادرا دفتر کارکوونکي په بېلابېلو پلمو ورڅخه د پیسو غوښتنه کوي او په دې ناچارۍ کې اړ دي چې ځايي پولیسو ته پیسې ورکړي.

عبدالولي زیاتوي: «د نادرا سنټر مخې ته دوه پولیس اهلکار پر څوکیو ناست و او زه یې وغوښتم، چې ورنږدې شوم نو یې د تذکرې غوښتنه وکړه، ما ټول اسناد وړاندې کړل، خو سره له دې پولیسو بېلابېلې پلمې جوړې کړې، کله یې پر کاغذونو اعتراض کاوه او کله یې د نورو پلټنو په نوم انتظار ته پرېښودم او پیسو ته یې لاره جوړوله».

هغه همداراز څرګنده کړه: «پولیسو راته ویل، که تلل غواړې زر روپۍ راکړه او ما هم د سخت مجبوریت له امله ١٠٠٠ روپۍ ورکړې، د پیسو تر ورکولو وروسته پرته له کومې پوښتنې موږ ته د تګ اجازه راکړل شوه».

له دې سره سم، په تورخم کې د ویلچر چلوونکی هم د افغانانو د دغو ستونزو او ننګونو له تاییدۍ سره وايي، کله چې موږ له افغانانو سره مرستې کوو او وسایل یې تر کرښې وړو، نو په لاره کې پولیس افغانان سخت ځوروي او په ښکاره د پیسو غوښتنه ترې کوي.

دغه کس چې په دې راپور کې یې مستعار نوم وقاص دی، وايي: «له موږ سره د یوه افغان کډوال سامان و او هغه کډوال ناست و، کله چې د پولیسو خوا ته ورسېدو نو موږ یې ودرولو او پوښتنه یې وکړه دا څوک دی؟ له تا سره څوک دی؟ ما وویل دا کډوال دي، نو په ښکاره یې له افغان څخه د ٢٠٠٠ روپیو غوښتنه وکړه او افغان هم اړ و، پیسې یې ورکړې».

د نوموړي په وینا، په تورخم کې هره ورځ په بېلابېلو پلمو سره له افغان کډوالو پیسې اخېستل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وضعیت یوازې په تورخم کې نه‌دی، بلکې په ټول پاکستان کې له افغانانو سره ورته چلند کېږي او په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له افغان کډوالو د لسګونه زره پیسو غوښتنه کېږي او که چېرې ورنه‌کړل شي، نو له نورو ستونزو جوړولو سربېره د اېستنې مرکزونو ته یې لېږدوي.

د ویلو ده، چې د پاکستان د نادرا دفتر او پولیسو د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

بلوچستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۹ افغانان مړه شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د یو مساپر وړونکي موټر او تېلو د ټانکر د ټکر په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون ۹ تنه افغانان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د بلوچستان ایالت ځايي چارواکو ویلي، چې د تېلو ټانکر او مساپر وړونکي موټر د ټکر له امله د موټر چلوونکي په ګډون ۹ افغان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ويلي، چې د افغان مساپرو موټر ایران ته پر لاره و.

ځايي سرچینو ویلي، په پېښه کې ټپي شوي کسان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

واشنګټن پوسټ: د امریکا د شکمنو ترهګرو په ۱۸ زره کسیز نوملړ کې یوازې یو افغان شامل و

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

یوې استخباراتي سرچینې واشنګټن‌پوسټ ته ویلي چې له تازه دریو نیول شویو تورنو افغان پناه‌غوښتونکو څخه دوه کسان امریکا ته تر داخلېدو وروسته بنسټپاله شوي دي. د دې سرچینې په وینا، په «ترهګرۍ د شکمنو کسانو» په ۱۸ زره کسیز نوملړ کې یوازې یو افغان شامل و.

د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې د مرکز مشرجو کِنت د ډسمبر په ۱۱مه د کانګرس له غړو سره په یوه غونډه کې وویل چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال «شاوخوا ۱۸ زره په ترهګرۍ مشکوک کسان» امریکا ته داخل شوي دي.

امریکايي چارواکي په واشنګټن ډي‌سي کې پر ملي ګارډ ځواکونو د ډزو له پېښې وروسته د احتمالي ګواښونو د پېژندلو لپاره دغه لېست بیا ارزوي.

په هغو کسانو کې چې له دې بهیر څخه تېر شوي، جان‌شاه صافی هم شامل دی.

د امریکا د ملي استخباراتو د دفتر د یوه چارواکي په وینا، جان‌شاه صافی له هغو «دوو زرو افغانانو» څخه دی چې له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو په تړاو پرې شک کېږي.

دغه چارواکي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې مرکز «د جان‌شاه صافي اړوند معلومات د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته لېږلي».

هغه نیویارک‌پوسټ ته هم ویلي: «سره له دې چې یاد مرکز زرګونه کسان له ترهګرۍ سره د اړیکو په تړاو پېژندلي، ځینې نور افغانان، د ملي ګارډ پر ځواکونو د برید کوونکي لکڼوال په ګډون، د امریکا دننه افراطي شوي دي».

د همدغه چارواکي په وینا، رحمان‌الله لکڼوال د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز په ۱۸ زره کسیز لېست کې نه و.

همداراز، د ټکساس ایالت یو بل افغان پناه‌غوښتونکی محمد داوود الکوزی هم په دغه لېست کې نه و.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشیا مک‌لافلین نیویارک‌پوسټ ته ویلي: «جان‌شاه صافی یو ناقانونه بهرنی ترهګر دی چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸مه د بایډن حکومت د متحدینو د هرکلي د عملیاتو تر پروګرام لاندې امریکا ته داخل شو».

تر دې وړاندې د امریکا د ملي استخباراتو مشر فاکس‌نیوز ته ویلي وو چې د افغان متحدینو د بېړنۍ تخلیې پر مهال، د بایډن حکومت چارواکو د شالید د ارزونې او څېړنې په بهیر کې ناغیړي کړې ده.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان امریکا ته داخل شول.

سناتور رنډ پال، چې د امریکا د سنا د کورني امنیت د کمېټې مشر دی، نیویارک‌پوسټ ته وویل: «زه د هغو کسانو د لا دقیقې ارزونې پلوی یم چې په هغه وخت کې داخل شوي وو. حقیقت دا دی چې کېدای شي ډېری دغه کسان که په افغانستان کې پاتې شوي او خپل هېواد یې جوړ کړی وای، ښه وضعیت به یې درلود».