دغه کابل مېشتي د نوم د نهخپرېدو په شرط زیاتوي، د خپلو ورځنیو چارو لپاره اړ دي چې له لمریزو سولرونو او یا هم جنراتورونو استفاده وکړي، خو د هغو ظرفیت کم او د جنراتورونو لګښت ډېر دی.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي: «کله چې هوا ګرمه وه برېښنا هم نسبتاً ښه وه یعنې په یوه مشخص وخت کې به راتله. خو له کومې ورځې چې هوا سړه شوې، د خلکو ستونزې هم ورځ تر بلې ډېرې شوې دي. دا ډېر ناوړه وضعیت دی، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې تر ۵ ساعتونو او هغه هم د شپې ناوخته برېښنا لرو نور هېڅ برېښنا نهشته».
له دې سره سم، یو شمېر نور کابل مېشتي چې د خپلو کورونو د تودولو لپاره د لرګیو او نورو سون توکو د پېرلو وس نهلري وايي، طالبان باید لږ تر لږه دغه برېښنا په عادلانه توګه ووېشي، څو بېوزلې کورنۍ هم له یخنۍ وژغورل شي.
دوی له طالب مسوولینو غواړي، چې په دې سړه هوا کې د برېښنا ډېرښت ته پام وکړي، څو لږ تر لږه شپه د برېښنا په رڼا کې تېره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وایي، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.
پاکستان له څو میاشتو راهیسې په یو اړخیز ډول د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی او لا هم روان دی. یو شمېر ستنېدونکي افغانان د پولیسو له ناوړه چلند او د پیسو غوښتنې سره مخ دي او وايي، چې د خپل وطن پر لور د تګ لپاره هم د تورخم پولیس له دوی څخه پیسې اخلي.
له څو میاشتو راهیسې د خېبر غرنیو لارو پر دوړو ډک سړکونه، د کورنیو له کډو بار موټر او پر سر یې ناست وېرېدلي ماشومان او د پاخه عمر کسانو لیدل اوس یو عادي منظر ګرځېدلی دی، خو د دغو مساپرو لپاره بېرته خپل وطن ته ستنېدل د خوښۍ سفر نه، بلکې د یوې نوې سختۍ پیل دی.
له دغو کډوالو د تورخم په دروازې او د ډیورند کرښې په څو قدمۍ کې هرکلي ته هغه پولیس ولاړ دي، چې لا هم یې سترګې د کډوالو جېبونو ته نیولي دي.
مصطفی زیاتوي:« د نظام له سقوط وروسته ماته کندهار کې هېڅ کار او روزګار نه پیدا کېده، زما موبایل او زما ټول فعالیتونه څارل کېدل. تر سقوط وروسته شاه ولیکوټ ولسوالۍ ته ولاړم، د انځرو په باغ کې مې کار کاوه. هلته د ولسوالۍ طالبانو طعنه او پیغور راکاوه، زه مجبور شوم چې خپل اولادونه پرېږدم او ایران ته ولاړ شم».
یاد پخوانی نظامي وايي، چې په ایران کې د پاتې کېدو لامل یې د طالبانو له خوا ځورول او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول و.
د تېر جمهوري نظام د پولیسو سرتیری، مصطفی اڅګزی
په ورته وخت کې په هلمند کې هم د تېر نظام پخواني نظامیان له ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، په ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.
د وحیدالله په نوم یو پخوانی نظامي افسر وايي، چې له ښوونځي او عالي دارالمعلمین څخه په لوړه درجه فارغ شوی او وروسته یې په ترکیه هېواد کې نظامي زده کړې کړې دي.