د نایجیریا له یوه ښوونځي تښتول شوي ۱۳۰ زده‌کوونکي خوشې شول

هغه زده‌‌کوونکي چې د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د وسله‌والو له لوري له نایجیر ایالت نه تښتول شوي وو، ۱۳۰ هغه یې بېرته خوشې شول. د نایجیریا چارواکو ویلي، چې له دې سره د وسله‌والو له بنده ټول تښتول شوي زده‌کوونکي راخلاص شوي دي.