• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امنیتي سرچینې: د پاکستان پر واڼه پوځي اکاډمۍ ځانمرګی برید کوونکی د ننګرهار اوسېدونکی و

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۰

امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د واڼه په سیمه کې پر یوې پوځي اکاډمۍ د شوي خونړي برید د ځانمرګي بریدګر هویت افشا شوی. د سرچینو په وینا، دغه بریدګر جان‌الله ایوبي نومېده، په «زاهد» مستعار نوم پېژندل کېده او د ننګرهار ولایت د مهمنددرې ولسوالۍ د کوچیانو کلي اوسېدونکی و.

راپورونه وایي، چې د جان‌الله ایوبي لپاره د فاتحې مراسم هم ترسره شوي چې په هغو کې نوموړی د «شهید قهرمان» په نوم یاد شوی دی. همداراز ویل کېږي، چې د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي هم په دغو مراسمو کې حاضر وو.

یاد برید د لړم پر ۱۹مه ترسره شوی، چې څلورو بریدګرو پر واڼه پوځي اکاډمۍ برید وکړ. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي او له بریدګرو څخه دوه تنه افغانان وو.

د معلوماتو له‌مخې، بریدګرو د چاودېدونکو توکو ډک موټر د اکاډمۍ اصلي دروازې ته ورساوه او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه. د پاکستان حکومت وروسته اعلان وکړ، چې ټول بریدګر وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې دا برید له افغانستان څخه تنظیم شوی و. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې برید په افغانستان کې طرحه او هدایت شوی و او د زاهد په نوم یوه بهرني وګړي یې پلان جوړ کړی و، چې نورولي محسود د برید کولو امر ورکړی و. د یاد وزارت په وینا، په برید کې کارول شوي تجهیزات، د امریکایي وسلو په ګډون له افغانستان څخه برابر شوي وو.

بلخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لړم پر ۲۰مه په یوه اعلامیه کې په اسلام‌اباد او د واڼه پر پوځي اکاډمۍ د شویو بریدونو سخته غندنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې له افغانستان څخه پر پاکستان د بهرنیو وسله‌والو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مشر عاصم منیر تازه ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۷۰ سلنه غړي افغانان دي او له طالبانو یې غوښتي، چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ روښانه دریځ خپل کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو: د ایران د اټومي پروګرام په اړه به له ټرمپ سره خبرې وکړم

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

نتنیاهو رسنیو ته ویلي، چې اسراییل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې هر اقدام به د اسراییل له سخت غبرګون سره مخ شي. د هغه په وینا، اسراییل د ایران د پوځي تمرینونو په اړه خبر دی او د هر ډول برید د ځواب لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

د راپورونو له‌مخې، نتنیاهو وویل چې له ټرمپ سره په راتلونکې لیدنه کې به د ایران د اټومي فعالیتونو تر څنګ د غزې تړانګې د راتلونکي پړاو او همدارنګه د لبنان او حزب‌الله په اړه هم خبرې وشي.

نوموړي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په غېرمستقیم خطاب کې وویل، هغه کسان چې د خپلو پخوانیو امپراتوریو د بیا راژوندي کولو هڅه کوي، په خپلو موخو کې به بریالي نه‌شي.

د یادونې ده، چې د منځني ختیځ وضعیت لا هم ترینګلی دی او د ایران د اټومي پروګرام موضوع د نړۍوالو سیاسي بحثونو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

له کلونو انتظار وروسته ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه جرمني ته ولېږدول شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ نور افغان پناه‌غوښتونکي له اسلام‌اباد څخه د چارټر الوتکې له لارې د هانوفر ښار ته ولېږدول شول.

دا الوتنه د کابل له سقوط څخه څلور کاله وروسته په پاکستان کې د هغو پناه‌غوښتونکو د لېږد د چټکتیا په لړ کې ترسره شوه، چې د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د منلو ژمنه ورسره شوې وه.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، دا الوتنه د دغه هېواد د حکومت له‌خوا تنظیم شوې وه چې پکې ۱۲۳ کسان د «بشري حقونو له لېست» څخه او ۱۸ تنه د جرمني بنسټونو پخواني محلي کارکوونکي یا د هغوی د کورنیو غړي شامل وو.

یاد پناه‌غوښتونکي به د هانوفر ښار ته له رسېدو وروسته د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې مېشت کړل شي.

د شته معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۴۵ محلي همکاران او ۲۴۶ هغه کسان چې د جرمني حکومت یې د بشري حقونو یا رسنیزو فعالیتونو له امله له خطر سره مخ بولي، د لېږد په تمه دي.

د پاکستان حکومت جرمني ته د روان میلادي کال تر پای پورې یعنې اتو ورځو پورې وخت ورکړی چې ټول هغه افغان پناه‌غوښتونکي چې د منلو ژمنه ورسره شوې، له پاکستان څخه وباسي؛ که نه نو هغوی به افغانستان ته واېستل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د پناه‌غوښتونکو لېږد به په همدې مهلت کې بشپړ شي، خو ښايي د ځینو کسانو د دوسیو ارزونه او الوتنې راتلونکي کال ته وځنډول شي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د جرمني فدرالي حکومت د افغان محلي کارکوونکو، فعالانو او خبریالانو د ایستلو لپاره ځانګړي پروګرامونه پیل کړل. خو په جرمني کې د کډوالو د منلو پر ضد سیاسي فضا پیاوړې شوه او د مرتس حکومت چې د پناه‌غوښتونکو د کمولو په ژمنه واک ته رسېدلی، د ژمنه‌لرونکو افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد بهیر یې له اوږده ځنډ وروسته پیل کړ.

د مرتس حکومت ویلي چې د پخواني حکومت ژمنو ته به ژمن پاتې شي، خو له دې وروسته د سلګونو نورو پناه‌غوښتونکو د لېږد لپاره، چې له میاشتو راهیسې لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي، هېڅ ډول نوی پروګرام نه لري.

ابراهیم صدر: که د ولس او نظام ترمنځ باور وي نو «دوښمن» هېڅکله اختلاف نه‌شي رامنځته کولی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې لومړۍ) په ننګرهار کې ولس يووالي ته راوباله او زياته يې کړه، که د ولس او نظام ترمنځ باور وي، نو «دوښمن» هېڅکله هم نه‌شي بریالی کېدای.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد ابراهیم صدر د هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړې لارښونې له‌مخې دغه ولایت ته سفر کړی او په ترڅ کې یې د هبت‌الله اخوندزاده فرامین، حکمونه او لارښوونې چې تر ډېره په‌کې د نشه‌يي توکو کر، کارونې او قاچاق او همداراز له کاري دخالت څخه مخنیوی، د سیرت او صورت جوړول، د قومیت، ژبې او سمت پالنې څخه ډډه کول او له ولس سره د ښو اړیکو جوړول شامل و، شریکې کړې دي.

ابراهیم صدر په دې غونډه کې چې په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ولس یووالي ته راوباله او زیاته یې کړه: «که د ولس او نظام ترمنځ اعتماد او باور وي، نو دښمن هېڅکله اختلاف نه‌شي رامنځته کولی».

صدر د دغه ولایت له طالبانو وغوښتل چې د تغییر او تبدیل پر مهال اړوند وسایل وسپاري، یونیفورم مراعات کړي، له خیالي تشکیل څخه مخنیوی او همداراز باید د دندو پر مهال له ځیرک موبایل څخه استفاده ونه‌کړي.

نوموړي د مشرتابه اطاعت او ځينې نور موارد هغه عوامل ياد کړل چې په ترڅ کې يې اسلامي نظام حاکم شوی او سپارښتنه يې وکړه چې اوس د مسوولیت او ستر امتحان په وخت کې هم همدې برخو ته پاملرنه وشي

د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې ابراهیم صدر د ښې حکومتولۍ، د همغږۍ د رامنځته کولو او د هبت‌الله د اوامرو د عملي کېدو په نوم ولایتي سفرونه پیل کړي او لا هم دوام لري، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې دغه چاره یوازې د ښې حکومتولۍ لپاره دي، که هبت‌الله غواړي په دغه ډول سفرونو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په هرات کې د قطع شوې وارداتي برېښنا مزي ونښلول شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ترکمنستان ـ هرات وارداتي برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله ډول بېرته ونښلول. په هرات کې د وارداتي برېښنا مزي درې ورځې وړاندې پرې شوي وو.

د هرات ښار له دریو شپو وروسته نن د دوشنبې په شپه بېرته روښانه شو. د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله د برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله بېرته ونښلول.

طالبانو ویلي، چې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلول د سختو اقلیمي شرایطو، سړي هوا او درنو ورښتونو له امله وځنډېدل.

طالبانو وړاندې ویلي و، چې د ترکمنستان په همکارۍ یې سیمې ته د مزو د لنډمهاله نښلونې لپاره سیمنټي ستنې لېږدولې دي، خو د پرله پسې ورښتونو، سړې هوا او د مناسبې لارې نشتوالي سیمې ته د تجهیزاتو لېږد او تخنیکي چارې سختې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې وارداتي برېښنا د لېږد مزو د اساسي ترمیم او دوامداره نښلونې لپاره یې ګړندۍ هڅې روانې دي او ډیر ژر به برېښنا په دایمي او باثباته ډول بېرته فعاله شي.

د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د داعش یو جګپوړی غړی نیولی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی.

د ترکیې انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان له خوا عملیاتو کې د نیول شوي کس نوم محمد ګورین دی او د یحی په نوم مشهور و.

نیول شوي کس د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه درلوده او ورو ورو لوړ مقام ته رسیدلی و او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسول و.

په راپور کې نیول شوی کس تورن یاد شوی او وايي، چې نوموړي منلي ، چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې یې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله ویل شوي، چې نیول شوي کس له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمو ته سفر کړی و او په پاکستان د داعش پر پټنځاینو بریدونو کې ژوندی پاتې شوی و.

په راپور کې د یحی د نیول کېدو د مشخص ځای او سیمې یادونه نه ده شوې او دا هم نه ده څرګنده چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان سره په یادو عملیاتو کې سیمه ییزو ځواکونو هم ونډه لرله او که نه.

سرچینو ویلي، چې نیول شوی کس ابو یاسر الترکي په نوم د داعش غړي سره په ګډه فعالیت کاوه،

ابو یاسر الترکي هم څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې تر نیول کېدو وروسته ترکیي ته انتقال شو.