• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کلونو انتظار وروسته ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه جرمني ته ولېږدول شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ نور افغان پناه‌غوښتونکي له اسلام‌اباد څخه د چارټر الوتکې له لارې د هانوفر ښار ته ولېږدول شول.

دا الوتنه د کابل له سقوط څخه څلور کاله وروسته په پاکستان کې د هغو پناه‌غوښتونکو د لېږد د چټکتیا په لړ کې ترسره شوه، چې د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د منلو ژمنه ورسره شوې وه.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، دا الوتنه د دغه هېواد د حکومت له‌خوا تنظیم شوې وه چې پکې ۱۲۳ کسان د «بشري حقونو له لېست» څخه او ۱۸ تنه د جرمني بنسټونو پخواني محلي کارکوونکي یا د هغوی د کورنیو غړي شامل وو.

یاد پناه‌غوښتونکي به د هانوفر ښار ته له رسېدو وروسته د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې مېشت کړل شي.

د شته معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۴۵ محلي همکاران او ۲۴۶ هغه کسان چې د جرمني حکومت یې د بشري حقونو یا رسنیزو فعالیتونو له امله له خطر سره مخ بولي، د لېږد په تمه دي.

د پاکستان حکومت جرمني ته د روان میلادي کال تر پای پورې یعنې اتو ورځو پورې وخت ورکړی چې ټول هغه افغان پناه‌غوښتونکي چې د منلو ژمنه ورسره شوې، له پاکستان څخه وباسي؛ که نه نو هغوی به افغانستان ته واېستل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د پناه‌غوښتونکو لېږد به په همدې مهلت کې بشپړ شي، خو ښايي د ځینو کسانو د دوسیو ارزونه او الوتنې راتلونکي کال ته وځنډول شي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د جرمني فدرالي حکومت د افغان محلي کارکوونکو، فعالانو او خبریالانو د ایستلو لپاره ځانګړي پروګرامونه پیل کړل. خو په جرمني کې د کډوالو د منلو پر ضد سیاسي فضا پیاوړې شوه او د مرتس حکومت چې د پناه‌غوښتونکو د کمولو په ژمنه واک ته رسېدلی، د ژمنه‌لرونکو افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد بهیر یې له اوږده ځنډ وروسته پیل کړ.

د مرتس حکومت ویلي چې د پخواني حکومت ژمنو ته به ژمن پاتې شي، خو له دې وروسته د سلګونو نورو پناه‌غوښتونکو د لېږد لپاره، چې له میاشتو راهیسې لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي، هېڅ ډول نوی پروګرام نه لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ابراهیم صدر: که د ولس او نظام ترمنځ باور وي نو «دوښمن» هېڅکله اختلاف نه‌شي رامنځته کولی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې لومړۍ) په ننګرهار کې ولس يووالي ته راوباله او زياته يې کړه، که د ولس او نظام ترمنځ باور وي، نو «دوښمن» هېڅکله هم نه‌شي بریالی کېدای.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد ابراهیم صدر د هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړې لارښونې له‌مخې دغه ولایت ته سفر کړی او په ترڅ کې یې د هبت‌الله اخوندزاده فرامین، حکمونه او لارښوونې چې تر ډېره په‌کې د نشه‌يي توکو کر، کارونې او قاچاق او همداراز له کاري دخالت څخه مخنیوی، د سیرت او صورت جوړول، د قومیت، ژبې او سمت پالنې څخه ډډه کول او له ولس سره د ښو اړیکو جوړول شامل و، شریکې کړې دي.

ابراهیم صدر په دې غونډه کې چې په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ولس یووالي ته راوباله او زیاته یې کړه: «که د ولس او نظام ترمنځ اعتماد او باور وي، نو دښمن هېڅکله اختلاف نه‌شي رامنځته کولی».

صدر د دغه ولایت له طالبانو وغوښتل چې د تغییر او تبدیل پر مهال اړوند وسایل وسپاري، یونیفورم مراعات کړي، له خیالي تشکیل څخه مخنیوی او همداراز باید د دندو پر مهال له ځیرک موبایل څخه استفاده ونه‌کړي.

نوموړي د مشرتابه اطاعت او ځينې نور موارد هغه عوامل ياد کړل چې په ترڅ کې يې اسلامي نظام حاکم شوی او سپارښتنه يې وکړه چې اوس د مسوولیت او ستر امتحان په وخت کې هم همدې برخو ته پاملرنه وشي

د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې ابراهیم صدر د ښې حکومتولۍ، د همغږۍ د رامنځته کولو او د هبت‌الله د اوامرو د عملي کېدو په نوم ولایتي سفرونه پیل کړي او لا هم دوام لري، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې دغه چاره یوازې د ښې حکومتولۍ لپاره دي، که هبت‌الله غواړي په دغه ډول سفرونو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په هرات کې د قطع شوې وارداتي برېښنا مزي ونښلول شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ترکمنستان ـ هرات وارداتي برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله ډول بېرته ونښلول. په هرات کې د وارداتي برېښنا مزي درې ورځې وړاندې پرې شوي وو.

د هرات ښار له دریو شپو وروسته نن د دوشنبې په شپه بېرته روښانه شو. د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله د برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله بېرته ونښلول.

طالبانو ویلي، چې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلول د سختو اقلیمي شرایطو، سړي هوا او درنو ورښتونو له امله وځنډېدل.

طالبانو وړاندې ویلي و، چې د ترکمنستان په همکارۍ یې سیمې ته د مزو د لنډمهاله نښلونې لپاره سیمنټي ستنې لېږدولې دي، خو د پرله پسې ورښتونو، سړې هوا او د مناسبې لارې نشتوالي سیمې ته د تجهیزاتو لېږد او تخنیکي چارې سختې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې وارداتي برېښنا د لېږد مزو د اساسي ترمیم او دوامداره نښلونې لپاره یې ګړندۍ هڅې روانې دي او ډیر ژر به برېښنا په دایمي او باثباته ډول بېرته فعاله شي.

د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د داعش یو جګپوړی غړی نیولی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی.

د ترکیې انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان له خوا عملیاتو کې د نیول شوي کس نوم محمد ګورین دی او د یحی په نوم مشهور و.

نیول شوي کس د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه درلوده او ورو ورو لوړ مقام ته رسیدلی و او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسول و.

په راپور کې نیول شوی کس تورن یاد شوی او وايي، چې نوموړي منلي ، چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې یې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله ویل شوي، چې نیول شوي کس له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمو ته سفر کړی و او په پاکستان د داعش پر پټنځاینو بریدونو کې ژوندی پاتې شوی و.

په راپور کې د یحی د نیول کېدو د مشخص ځای او سیمې یادونه نه ده شوې او دا هم نه ده څرګنده چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان سره په یادو عملیاتو کې سیمه ییزو ځواکونو هم ونډه لرله او که نه.

سرچینو ویلي، چې نیول شوی کس ابو یاسر الترکي په نوم د داعش غړي سره په ګډه فعالیت کاوه،

ابو یاسر الترکي هم څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې تر نیول کېدو وروسته ترکیي ته انتقال شو.

د طالبانو د قول اردو قوماندان: د هبت الله په امر په هر نظامي مرکز کې مدرسې جوړې شوې

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محمد ایوب خالد وايي، چې د طالبانو د ډلې مشر په «ځانګړي شفقت»، د افغانستان په هر نظامي مرکز کي مدرسې جوړې شوې دي. نوموړي د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند نظامي مدرسې په فراغت غونډه کې له طالبانو غوښتي، چې د خپل امیر اطاعت وکړي.

د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو نه نن دوشنبه په اېکس کې لیکلي، چې د یادې قول اردو له نظامي مدرسې څخه ۱۴۰ تنه له دیني زده کړو فارغ شول.

په دې غونډه کې د طالبانو د هلمند علماوو شورا مشر هم د هبت الله پر اطاعت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې ددې ډلې نظام د ساتلو لپاره کار وکړي.

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان په داسې حال کې په هر نظامي مرکز کې د مدرسو له شته والي پرده پورته کوي، چې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو سره دې ډلې په هر ولایت کې جهادي مدرسې هم جوړې کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل یو څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې دې ډلې په ارګ کې هم مدرسه جوړه کړې ده.

که څه هم طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي خو یو شمېر نجونو اوس مدرسو ته مخه کړې ده او هلته یوازې دیني زده کړې کوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو شاوخوا ۲۳ زره دیني مدرسې جوړې کړې دي.

سور صلیب وايي چې افغانستان د نړۍ له خورا جدي بشري ستونزو سره مخ هېواد دی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۲۲،۹ میلیونه وګړو بشري مرستو ته اړتیا لرله. سور صلیب وايي، چې د عوایدو محدودو سرچینو، دوامدارې بېکارۍ او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسي ډېرې کورنۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان کړې دي.

د سره صلیب په راپور کې ویل شوي، چې طبیعي پېښو او افغانستان ته د ډېر شمېر کډوالو ستنېدو د بشري اړتیاوو شدت نور هم زیات کړی دی.

سره صلیب ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې زلزلو، وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلونونو حاصلات ویجاړ کړي، کورنۍ بېځایه شوې او کورونه او مهمې زیربناوې زیانمن شوي دي.

د سره صلیب د راپور له مخې، په افغانستان کې بشري ننګونې د اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي ستونزو، بېځایه کېدو، اقتصادي بندیزونو او د نړیوالو د ښکېلتیا کمېدو له امله رامنځته کېږي.

سره صیلب نړیوالي کمیټې د ژمي موسم له پیل کېدو سره له شدیدې سړې هوا او بېوزلۍ سره د مخ میلیونونه افغانانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او وايي، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت کابو کولو او معیشت رغولو لپاره بیړنیو مرستو ته جدي اړتیا ده.