• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مسکو کې د چاودنې له امله یو روسی جنرال ووژل شو

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتي روزنې عمومي مشر جنرال فانیل سروروف د دوشنبې په سهار په مسکو کې په یوې چاودنه کې ووژل شو. د روسیې د امنیتي چارواکو په وینا؛ بم په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د څېړنیزې کمیټې په حواله اوکراین د دغه چاودنې په تنظیمولو تورن کړی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د سولې مذاکرات؛ د امریکا او روسیې خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰
100%

د اوکراین د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي له روسي استازو سره د خبرو اترو د دویمې ورځې په پای کې اعلان وکړ، چې روسیه په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره «ژمنه» ده. هغه له روسیې سره کومې هوکړې ته د رسېدو او یا هم د هوکړه‌لیک د وروستي کېدو یادونه ونه کړه.

سټیو وېټکاف د یکشنبې په ماښام (د لېندۍ ۳۰مه) د کرېملین د ځانګړي استازي سره د خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه یو لنډ راپور وړاندې کړ، هغه وویل: «روسیه د اوکراین د شخړې د حل او د نړۍوال امنیت د بېرته راګرځولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې او ملاتړ مهم ګڼي.»

نوموړي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړ پوړي سلاکار او زوم جیرډ کوشنر سره یوځای د شنبې او یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه او ۳۰مه) په فلوریډا کې د کرېملین له ځانګړي استازي سره ولیدل.

د روسیې له استازو سره د خبرو اترو سربېره؛ دغه لوړ پوړو امریکایي مذاکره‌کوونکو د اوکراین له یوه پلاوي سره هم جلا ناستې لرلې.

طالبانو په لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۴۸ کورنیو ته د حفظ‌الصحې او ۳۷ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې اداره وايي، چې د دغو مرستو موخه د راستنېدونکو کورنیو د روغتیایي ستونزو مخنیوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د یاد شمېر کورنیو په اړه دا نه دي ویل شوي چې دوی له کومو هېوادونو ستانه شوي، خو په دې وروستیو په ځانګړې توګه د ژمي په درشل کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه راستانه شوي کډوال د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراک، سرپناه او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان او نړۍوالې ادارې له راستنېدونکو افغانانو سره د بنسټیزو مرستو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

د سعودي دفاع وزیر د پاکستان د پوځ مشر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۶ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ. عاصم منیر ته دغه مډال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

خالد بن سلمان د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه په دې تړاو وویل: «دغه مډال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سعودي ـ پاکستان اړیکو د پرمختګ لپاره د هغه [عاصم منیر] د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوی دی».

سعودي عربستان او پاکستان د روان کال په وږي میاشت کې په ریاض کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه وخت کې (د وږي په ۲۸مه) وویل، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

خالد بن سلمان وايي، په دې کتنه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي برخې ستراتیژیکه همکاري هم ارزولې ده.

ویل کېږي، په دې کتنه کې د نړۍوال امنیت او سولې د ټینګښت د هڅو او نورو ورته مسایلو هم خبرې شوې دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې ۶ کسان ټپیان شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰
100%

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان شدید ټپيان شول. د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو وايي، په دې پېښه کې یو شمېر نور برسېرن ټپيان شوي دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي په سیمه کې د بکسه او کرولا موټرو د ټکر له امله ۶ کسان سخت ټپيان شوي او یو شمېر نور برسېرن ژوبل شوي دي.

د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ځينو ټپیانو درملنه ځای پر ځای شوې او پاتې نور یې د ښې درملنې لپاره د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ډېر ګړندی تګ د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

ترکیې دویمه میلګم کلاس جنګي بېړۍ «پي‌اېن‌اېس خیبر» پاکستان ته وسپارله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۰
100%

ترکیې په استانبول کې د رسمي مراسمو پر مهال دویمه جنګي بېړۍ «پي‌اېن‌اېس خیبر» پاکستان ته وسپارله. دغه بېړۍ د «میلګم کلاس» له ډلې ده او د اسلام‌اباد او انقرې ترمنځ د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې جوړه شوې ده.

د دې جنګي بېړۍ د سپارلو په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د بحري ځواکونو قومندان نوید اشرف ګډون کړی و.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د «میلګم کلاس» بېړۍ د پاکستان د بحري ځواکونو تر ټولو پرمختللې بېړۍ ګڼل کېږي، چې د قوماندې او کنټرول عصري سیستمونه، پرمختللي وسلې او حسګرونهلري.

د یادو څلورو میلګم کلاس بېړیو د جوړولو تړون په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزارت او د ترکیې د «اسفت» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، دوه بېړۍ په ترکیه او دوه نورې په پاکستان کې جوړېږي.