په سویلي افریقا کې د ډزو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

د سویلي افریقا د جوهانسبرګ د سویل لوېدیځ په یوه ښارګوټي کې سهار وختي د ډزو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. ځایي پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
