د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل سوریایي سیال سره ګوري

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.
د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.
تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمهییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.
روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.

د اسراییل دفاع وزیر کاتز د سې شنبې په ورځ وویل چې د امنیتي دلیلونو له امله اسراییلی پوځ هیڅکله په بشپړ ډول له غزې څخه نه وځي او په دې فلسطیني سیمه کې به یو ملکي-پوځي ځواک هم جوړ شي.
دا څرګندونې د امریکا د سولې له هغه پلان سره په ټکر کې دي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اسراییل او حماس لاسلیک کړی و.
د پلان له مخې، اسراییلي ځواکونه باید په تدریجي ډول له غزې وتلي وای او په ساحلي سیمه کې د ملکي استوګنځایونو بیا جوړول منع شوي وای.
کاتز د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۷مې برید په اړه وویل، « موږ د غزې په ژوره برخه کې موقعیت لرو او هیڅکله به ټوله غزه پرې نه ږدو. داسې څه به هېڅکله نه ونه شي. موږ دلته د ساتنې لپاره یو، څو هغه څه تکرار نه شي، چې پېښ شول».
نوموړي د اسراییلي پوځ د ځینو واحدونو په اړه وویل، « کله چې وخت راورسېږي، په شمالي غزه کې به د هغو ټولنو پر ځای چې بېځایه شوې، د نحال واحدونه جوړ کړو. موږ به دا په سمه توګه او په مناسب وخت وکړو».
د نحال واحدونه د هغو ملکي کسانو لپاره جوړ شوي چې په پوځ کې د شمولیت لېوالتیا لري.
هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د غزې په شمال کې به نوي ښارګوټي جوړ شي.
نوموړي وویل: « دا ښارګوټي به د خپلې خوښې او تګلارې له مخې جوړوو».
کاتز ټینګار وکړ چې اسراییل باید د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره د لبنان او سوریې په ګډون په ټولو سیمو کې حضور ولري او پر نورو د امنیتي مسوولیت د ترسره کولو باور نه لري.

د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس-فریدریک نیلسن د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ګرینلنډ د نیولو په اړه د نوې لېوالتیا په څرګندولو خواشینی شوی دی.
نیلسن دا څرګندونې پر فېسبوک شریکې کړې دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې متحده ایالات د ملي امنیت د ساتنې لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، هغه ځانګړی استازی چې دې ستر او له کانونو ډک ټاپو ته یې ټاکلی، «د چارو مشري» به وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو ترسره شوي بریدونه د هند له هغو بریدونو سره پرتله کول، چې په بهاولپور او مریدکې کې یې وکړل، «په بشپړ ډول ناسم او نامناسب» کار دی.
خواجه اصف د سې شبې په ورځ پر اېکس په یوه یادښت کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرۍ د ودې» په اړه اندېښمن دي او دا چې هره ورځ دده په وینا، له افغانستان نه پاکستان ته تلونکې وسله والې ډلې د دې حقیقت ثبوت دی.
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې هند تر اوسه د پهلګام د پېښې په تړاو هېڅ ډول معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې پېښې لپاره د بې پرې نړیوالو پلټنو وړاندیز هم کړی دی.
د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی رپوټ هم دا روښانه کوي چې «د هند یرغل غیرقانوني او بېاساسه و او د پاکستان ځواب بشپړ قانوني او مشروع و».
د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، هېواد به یې د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره هر قانوني او اړین ګام ته دوام ورکړي.
د خواجه اصف څرګندونې ظاهرا د د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر او مخکښ پاکستاني سیاستوال مولانا فضلالرحمان د څرګندونو په غبرګون کې دي.
رحمان په یوه ناسته کې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر څخه یو لړ سختې او جنجالي پوښتنې مطرح کړې او ویې ویل، چې که پاکستان په دې توجیه پر افغانستان بریدونه کوي چې د دښمن مرکزونه په نښه کوي، نو بیا ولې پر هند اعتراض کوي چېپه بهاولپور او مریدکې کې بریدونه کوي؟
مولانا فضلالرحمان دا څرګندونې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۲۱مه، د کراچۍ په لیاري سیمه کې د «تحفظ دیني مدارس کنفرانس» پر مهال وکړې.
هغه وویل: « که تاسې وایاست چې موږ د خپل دښمن مرکزونه ویشتي او دا مشروع عمل بولئ، نو بیا هند هم وایي چې ما په بهاولپور او مریدکې کې پر هغو مرکزونو برید کړی چې پر کشمیر یې بریدونه کول، نو ولې پرې اعتراض کوئ؟».
هغه د پاکستان د پوځ پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پوځ د ناسمو پالیسیو له امله خرابې شوې دي.

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ. هغه ویلي، دغه نوې جنګي بېړۍ به تر دې دمه د ټولو جوړو شویو بېړیو پرتله «سترې، ګړندۍ او ۱۰۰ چلنده پیاوړې» وي.
هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي لومړۍ نېټه) په فلوریډا کې د خپلې کابینې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي. د امریکا د ولسمشر په وینا؛ دغه پروګرام به د دوو بېړیو په جوړولو سره پیل شي او تمه کېږي، چې تر پایه پورې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو لوړ شي. د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېساېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي.

ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو په بڼه نیوکې کړې وې، د دغه بېړیو په ډیزاین کې به برخه واخلي. هغه ويلي، چې دغه بېړۍ به له ۳۰زره ټنو زيات وزن ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لپاره به دا «هوښیار کار» وي، چې واک پرېږدي. ټرمپ په دې وروستیو کې پر مادورو د فشار راوړلو په موخه د تېلو څو بېړۍ هم ضبط کړې دي.
ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشارونو په لړ کې تېره اوونۍ د هغه حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا د مادورو حکومت «ناقانونه» وباله او زیاته یې کړه، چې د هغه حکومت له ترهګرو سره همکاري کوي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي مادورو له واک څخه لرې کړي، وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه غواړي. زما په اند دا به د هغه لپاره هوښیار کار وي. خو بیا هم، موږ به وګورو چې څه کېږي».
د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو ورځو کې په ارام او کارایب سمندرونو کې د وېنزوېلا اړوند د تېلو پر بېړیو په دې تور چې نشهيي توکي قاچاق کوي، بریدونه کړي او ځينې له تېلو ډکې بېړۍ یې هم راګرځولې دي.
ټرمپ یو ځل بیا د مادورو په اړه وویل: «هغه د متحده ایالاتو دوست نه دی. هغه ډېر بد دی، ډېر بد سړی دی. هغه باید خپل ځان ته پام وکړي، ځکه هغه کوکاین تولیدوي او امریکا ته یې لېږي».
ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا د ضبط کړیو تېلو په تړاو وویل، دا د واشنګټن حق دی چې هغه پلوري او یا یې هم ځان لپاره ساتي.
د وېنزوېلا د تېلو پر بېړیو د امریکا عملیاتو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د واشنګټن دغه چاره یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللې ده.
د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو لا تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.
