طالبان وايي چې په کابل کې یې ۲۴۱ روږدي کسان راغونډ کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت وایي، چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو نه یې ۲۴۱ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان راټول کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان د طبي درملنې په موخه د امید په نامه یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.





