• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو دوه کسان له څه باندې ۲ زره نشه‌يي تابلېتونو سره نیولي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

طالبانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې دوه کسان له ۲۳۰۰ تابلېت «K» سره یو ځای نیولي دي. طالبان وايي، له دغو کسانو ۸ جوړې ښځينه افغاني جامې چې په‌کې «شیشه» مخلوط شوي و، هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان نن د کابل ښار له شهرنو سیمې څخه په دوو جلا-جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په لوګر کې پر ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو یوه اندازه خوراکي او غېر خوراکي توکي ووېشل شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
100%

په لوګر کې پر ۱۰۰۰ بې‌وزلو او اړمنو کورنیو د یوې اندازې خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او یو شمېر نورو همکارو موسسو په همغږۍ برابرې شوې دي.

د لوګر د والي مرستیال محمد انور دین‌پرور د دغو مرستو د وېشنې پر مهال وویل: «که څه هم دغه مرستې د یادو کورنیو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، خو بې‌وزلو ته هیله‌ورکوونکې او ارزښتناکه دي».

نوموړي همداراز سپارښتنه وکړه، چې د مرستو په وېش کې باید تر ټولو مستحقو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي، او له شتمنو خلکو یې هم وغوښتل، چې د بې‌وزلو حقونو ته درناوی وکړي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له‌مخې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای، یو کارتن صحي کېټ او د اوبو د تصفیې لپاره تابلیتونه ورکړل شوي دي.

طالبانو په لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شویو کورنیو روغتیایي بستې ووېشلې.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۴۸ کورنیو ته د حفظ‌الصحې او ۳۷ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې اداره وايي، چې د دغو مرستو موخه د راستنېدونکو کورنیو د روغتیایي ستونزو مخنیوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د یاد شمېر کورنیو په اړه دا نه دي ویل شوي چې دوی له کومو هېوادونو ستانه شوي، خو په دې وروستیو په ځانګړې توګه د ژمي په درشل کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه راستانه شوي کډوال د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراک، سرپناه او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان او نړۍوالې ادارې له راستنېدونکو افغانانو سره د بنسټیزو مرستو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې ۶ کسان ټپیان شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰
100%

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان شدید ټپيان شول. د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو وايي، په دې پېښه کې یو شمېر نور برسېرن ټپيان شوي دي.

د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي په سیمه کې د بکسه او کرولا موټرو د ټکر له امله ۶ کسان سخت ټپيان شوي او یو شمېر نور برسېرن ژوبل شوي دي.

د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ځينو ټپیانو درملنه ځای پر ځای شوې او پاتې نور یې د ښې درملنې لپاره د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ډېر ګړندی تګ د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

طالبان: د سالنګ لويه لاره د سختې واورې او طوفان له امله تړل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د واورې اورښت سخت او طوفاني هوا له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې د خرابې هوا له امله پر یادې لارې تګ راتګ تر بل امر پورې درول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د سالنګ په سیمه کې د ۵۸۰ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیاندي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

کرملین: پوتین د اوکراین د جګړې په اړه له مکرون سره خبرو ته چمتو دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
100%

کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په اړه د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف د یکشنبې په ورځ د دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» سره په مرکه کې ویلي، پوتین «له مکرون سره د خبرو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده».

پېسکوف زیاته کړې: «که متقابل سیاسي اراده موجوده وي، نو دا به یو مثبت ګام وي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په دې اوونۍ کې وویل، اروپا باید د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له پوتین سره بیا اړیکه ټینګه کړي.