• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو ۶ نورې جنازې افغانستان ته ولېږدول شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو شپږ نورې جنازې پرون افغانستان ته انتقال شوې دي. تېره اوونۍ یو شمېر افغان کډوال د ایران پر لوري د تګ پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي وو.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د یخنۍ له امله د مړه شویو کډوالو له جملې ۶ جسدونه هرات ولایت ته انتقال شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د مړه شويو کډوالو جنازې د هرات څلورو ولسوالیو غوریان، ادرسکن، ګذره او د شینډنډ شپږو سیمو ته انتقال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ایران حکومت د مړه شویو کډوالو د انتقال په برخه کې په ورځني ډول له ۵ څخه تر ۶ جنازو د اېستلو اجازه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د مړه شویو کډوالو د همدې ۶ جنازو د انتقال اجازه پاڼې هم لېږلې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې تېره اوونۍ ویلي و، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غېر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. د دغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

په داسې حال کې چې وړاندې د شاوخوا ۳۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی و، خو د سرحدي سیمو له څېړنو او د افغانستان او ایران ترمنځ د مړو د سړو خونو تر کتنې وروسته، د مړو شمېر له ۴۰ تنو اوښتی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د ایران په پوله کې د څو کډوالو د مړینې پېښه تایید کړې وه؛ خو د شمېر په اړه یې دغې ډلې تراوسه جزیات نه‌دي وړاندې کړي.

نن د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع وویل، چې د تېرې اوونۍ د واورو او سختې یخنۍ پرمهال د تایباد په پوله تر ۱۶۰۰ ډېر ناقانونه افغان کډوال ژغورل شوي؛ خو له دې ډلې لس کسان بیا د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، سره له دې چې د ناقانونه تګ‌راتګ په اړه په وار-وار خبرداری ورکړل شوی، خو د نه پاملرنې له امله ۱۰ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ډېری روسان تمه لري چې د اوکراین جګړه به په ۲۰۲۶ کال کې پای ته ورسیږي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د روسیې یوې دولتي نظر پوښتنې د پایلو له مخې، ډېری روسان تمه لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.

د روسیې په یوه دولتي نظر پوښتنه کې چې ښايي کریملین یې د احتمالي سوله ییز حل په اړه د خلکو د غبرګون په توګه ازمويي، ویل شوي، چې اکثریت روسان تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي.

د نظر پوښتنې VTsIOM مرستیال میخایل مامونوف ویلي، چې له ۱۶۰۰ کډونوالو څخه ۷۰ سلنه یې ۲۰۲۶ کال د ۲۰۲۵ کال په پرتله د روسیې لپاره بریالی کال ګڼي او ۵۵ سلنه نور هیله لري، چې ښايي راتلونکي کال کې د اوکراین جګړه پای ته ورسیږی.

مانوف زیاته کړې:«د خوشبینۍ اصلي لامل د ځانګړو پوځي عملیاتو ممکنه بشپړیدل او د ولسمشر پوتین له خوا د ټاکل شویو ملي ګټو له مخې د اعلان شویو موخو ترلاسه کول دي.»

د یادې دولتي نظر پوښتنې راپور کې د پوتین او د هغه د پوځي اهدافو تر شا د ټولنیز یووالي یادونه شوې، خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هیله منو کسانو دقیق شمېر یې نه دی خپور کړی.

پر همدغه مهال د لیوادا په نوم د خپلواکي نظر پوښتونکې ادارې ویلي، چې شاخوا دوه پر دېیمه روسان د سولې خبرو ملاتړ کوي.

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

ملګرو ملتونو د عمران خان د مېرمنې د بند پر ناوړه شرایطو اندېښنه ښودلې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د شکنجې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې الیس جیل اېډوارډز خبرداری ورکړی چې د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ساتنې شرایط له بشري کرامت سره په ټکر کې دي. نوموړې ویلي، چې د خان مېرمن له حشراتو ډکه کوټه کې ساتل کېږي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، بُشرا بي بي دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې ساتل کېږي او راپورونه ښيي چې هغه په یوه کوچنۍ، بې‌هوا، ناپاکه او له حشراتو ډکه کوټه کې ساتل کېږي.

الیس جیل اېډوارډز ویلي، چې دا ډول شرایط د نړیوالو معیارونو څخه ډېر ټیټ دي او هېڅ بندي باید له سختې تودوخې، ککړو خوړو او اوبو او یا داسې وضعیت سره مخ نه شي چې د هغه روغتیایي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهې همداراز یادونه کړې، چې د توقیف شرایط باید د بندي عمر، جنسیت او روغتیایي وضعیت ته په کتو تنظیم شي.

د راپورونو له مخې، بُشرا بي بي ډېری وخت تر ۲۲ساعتونو زیات په نږدې بشپړه انزوا کې ساتل کېږي او کله ناکله دا حالت تر لسو ورځو هم اوړي.

اېډوارډز ټینګار کړی، چې باید ډاډمن شي چې بُشرا بي بي وکولای شي له خپلو وکیلانو سره اړیکه ولري، د کورنۍ غړي یې وویني او د توقیف پر مهال له مانا لرونکي انساني تماس څخه برخمنه وي.

بُشرا بي بي د ۷۳کلن عمران خان مېرمن ده، چې له ۲۰۱۸تر ۲۰۲۲کال پورې د پاکستان لومړی وزیر و. عمران خان هم د ۲۰۲۳کال د اګست له نیول کېدو راهیسې په زندان کې دی.

په عراق کې څلورو ایران پلوه وسله‌ والو ډلو وسلې اېښودنې ته غاړه اېښې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د عراق د سترې قضايي شورا مشر فایق زیدان ویلي چې په ایران پورې اړوندو څلورو وسله‌والو ډلو د عراق دولت ته د خپلو وسلو سپارلو سره موافقه کړې ده. دغه څلور ډلې به د عراق په راتلونکي پارلمان کې استازي ولري.

زیدان له یوې خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې کتایب اهل‌الحق، کتایب امام علي، کتایب سیدالشهدا او کتایب انصارالله څلورو ډلو "په څرګنده توګه ژمنه کړې چې وسلې به یوازې د دولت په واک کې وي او د دیني مرجیعت لارښوونې به عملي کوي".

هغه زیاته کړې چې دغه څلور ډلې به د عراق په راتلونکي پارلمان کې استازي ولري چې د هېواد د سیاسي جوړښت برخه ګڼل کېږي او له همدې امله د هغوی له ټاکل شویو استازو سره خبرې اترې شوې دي.

د زیدان په وینا، په دغو خبرو اترو کې «د نجف د دیني مرجعیت د هغو لارښوونو پلي کول چې ټینګار کوي وسلې باید یوازې د دولت په لاس کې وي»، اصلي محور و.

طالبان وايي چې د ۱۲ زره متقاعدینو اسناد یې ارزولي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې د ۳۰ ادارو ۱۲ زره متقاعدین د تقاعد وړ بلل شوي. د طالبانو د مالي وزارت ویاند ویلي، چې د یادو کسانو اسناد ارزول شوي‌ او د ځینو ادارو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي هم دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې څلور میاشتې وړاندې یې د متقاعدینو د اسنادو د ارزونې لړۍ پیل کړې او تردې مهاله د ۳۰ ادارو ۱۲ زره متقاعدین د تقاعد وړ پیژندل شوي دي.

د طالبانو د مالي وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر وايي:«د متقاعدینو د حقوقو د ورکړي پروسې له پیله تردې مهاله د ۳۰ ادارو متقاعدین په پنځو کټګوریو کې اعلان شوي دي. د ۱۲ زره متقاعدینو اسناد پروسس شوي او د یو شمېر ادارو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي دي.»

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ به تر هغو دوام لري تر څو ټولو ته خپل حقوق ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مالیې وزارت د لېندۍ پر ۲۵مه اعلان کړی و، چې د مرغومي میاشتې تر ۲۰مې نیټې به په نوبتي ډول د مالیې وزارت، برېښنا شرکت، د ښاري اوبو رسونې کانالیزاسیون عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ملي ټلویزیون ریاست او کورنیو چارو وزارت د معتقاعدینو معاشونه ورکړي.