طالبان: په بلخ کې څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ د معلولینو پر کورنیو وېشل شوې دي

د بلخ ولایت د طالبانو د شهیدانو او معلولینو اداره وایي، چې د اسلامي رفاه موسسې په همکارۍ یې ۴ میلیونه او ۳۰ زره افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر ۱۰۰ مستحقو کورنیو وېشلي، چې هرې کورنۍ ته ۴۰ زره او ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.