• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي پانګه‌والو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په تړاو له طالبانو سره خبرې کړې دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې هندي پانګه‌والو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او د مسو او اوسپنې په ګډون د کاني سرچینو په کارولو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري له هندي پانګه‌والو سره په کابل کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هندي پانګه‌والو د مسو او اوسپنې په ګډون د کاني سرچینو په کارولو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، مولوي حسام‌الدین صابري هم د دغه پانګه‌والو له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي: «هغه پانګه‌وال چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، وزارت د قانوني همکاریو او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی؛ څو پانګه‌وال په اسانۍ خپلې پروژې پرمخ یوسي.»

تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي، چې دغه کانونه په نامسلکي توګه سپړي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي. طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او ګران بیه ډبرو د کانونو سپړلو ته خورا ډېره پاملرنه کړې ده.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یوشمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي. په دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کاني زېرمو په کېندلو کې پراخ فساد کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کډوالۍ نړۍوال سازمان سره د اقلیمي زیانمنتیا ارزونې په اړه تخنیکي ناسته کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د اقلیمي زیانمنتیا د ارزونې په تړاو تخنیکي ناسته کړې ده. د یادې ادارې په وینا؛ په دغه ناسته کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانمنو سیمو، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د یادې ادارې استازو ویلي، د وچکالۍ له امله اغېزمنې سیمې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او هڅه کېږي چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ زیانمنو کسانو ته رسېدنه وشي.

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادې ناسته کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا د درېیم پړاو ارزونې په اړه معلومات ورکړي. نوموړې ویلي، چې دغه ارزونه د وچکالۍ ځپلو د مرستې لپاره د اغېزمنو پالیسیو او پروګرامونو په طرحه کې مهم رول لري.

هغې ټینګار کړی، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان به د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. افغانستان د اقلیمي ناورینونو له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه بلل کېږي. د نړۍوالو راپورونو له مخې؛ ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او روان کال د هېواد ختیځ او شمالي ولایتونه د سختو زلزلو شاهدان وو، چې خلکو ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول او ګڼ خلک یې بې‌کوره کړل.

تېره ورځ نږدې ۷۰۰ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۶۹۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرستې هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۷۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۶ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۶ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۲ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

ایراني چارواکي: له ایران نه د ۱.۶ مېلیونه بې‌اسناده کډوالو اېستلو د کار بازار اغېزمن کړی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې وزارت ویلي، د روان کال له پیله تراوسه له دغه هېواده شاوخوا ۱.۶ مېلیونه بې‌اسناده کډوال وتلي چې دغه بهیر د کار بازار سخت اغېزمن کړی دی.

د ایران د کار وزارت د وګړو عمومي رییس علي باقري د دغه هېواد يوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې له ایران نه د بې‌اسناده کارګرو وتل د کاري ځواک د کمېدو لامل شوی؛ خو قانوني کارګرو بیا خپل فعالیت ته لاهم دوام ورکړی.

نوموړي ټینګار کړی، د ایران لومړیتوب له ایراني کارګرو ملاتړ دی او بهرني کارګر یوازې په هغو برخو کې ګوماري چې د ایراني بدیل امکان نه‌وي. هغه وایي، د «کاري ویزې» طرحه پلې شوې چې له مخې به یې کار ورکوونکي وکولای شي د بهرنیو کارګرو لپاره ۹ میاشتنۍ قانوني ویزې ترلاسه کړي.

باقري زیاته کړه، د دغه کاري ویزو چې شمېر یې وړاندې ۲۰۰زره ښودل شوی و؛ ښایي د اړتیا په صورت کې یې په شمېر کې بدلون راشي او دغه ویزې یوازې د کارګرو لپاره دي، د کورنۍ غړي په‌کې شامل نه‌دي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالي ډېری ځوانان د ایران په ګډون نورو ګاونډيو هېوادونو ته په ناقانونه لارو تګ ته اړ اېستي؛ ایران سږ کال د کاري ویزو اعلان وکړ چې له مخې به یې زرګونه افغان کارګر ایران کې په قانوني توګه دندې ترلاسه کړي.

په کویټه کې قبايلي مشرانو د پاکستان له حکومت نه د چمن دروازې د پرانیستلو غوښتنه کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د پښتنو يوې قبايلي جرګې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، ژر تر ژره دې د چمن دروازه د زرګونه هغه مساپرو او سوداګرو لپاره پرانیزي چې په تېرې اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره تر نښتو او د دروازو تړل کېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي.

قبايلي مشرانو امان‌الله خان او ملک عبدالخالق لالا غبیزي د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې پر ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له کبله سوداګریز فعالیتونه له دوو میاشتو راهیسې له ځنډ سره مخ شوي او په دغه کرښه ټول کاروبار بند دی.

ملک غبیزي هم وویل: «په افغانستان کې بند پاتې پاکستانيانو ته د اړوندو چارواکو له‌خوا پاکستان ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه وضعیت د بشري اندېښنو لامل کېږي.» نوموړي غوښتنه وکړه، چې مساپرو ته دې له ځنډ پرته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د قبايلي مشرانو په خبره؛ زرګونه کسان چې په قانوني پاسپورټ او ویزو یې افغانستان ته سفر کړی و، له څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او د ډېرو مساپرو د اسناد موده هم بشپړه شوې، چې د دوی ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.

هغوی دارنګه ویلي، زرګونه لارۍ چې د کډوالو کډې یې وړلې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بندې پاتې دي او د دغه لاریو چلوونکي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

قبايلي مشرانو ادعا کړې، چې خلک د چمن او کویټې ترمنځ لاره کې له باج اخیستنې سره هم مخ کېږي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې د چمن اوسېدونکو ته د ازاد سفر اجازه ورکړي. د جرګې مشرانو اعلان وکړ، چې د چمن او نورو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې د څرګندولو لپاره به درې ورځنۍ جرګه هم جوړه شي.

له پاکستان سره تړلې لارې؛ له کندهار نه ایران ته ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته په تېره نږدې یوه میاشت کې له دغه ولایت نه ایران ته شاوخوا ۷۰۰ټنه پنبه صادره شوې او اوس ترکیې او چین ته هم د افغانستان د پنبې د لېږد هڅې پیل شوې دي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، د نویو نړۍوالو بازارونو د جلب لپاره د پنبې کیفیت پر لوړولو یې کار پېل کړی. نوموړي وویل:« موږ باید د پنبې کیفیت دومره لوړ کړو، چې وکولای شو د ترکیې او چین بازارونه ځانته راواړوو.»

په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په کندهار کې پر ۲۱۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال پرتله شاوخوا سل هکتاره زیاتوالی ښيي. د دوی په وینا؛ تمه کېږي چې سږ کال له دغه ولایته تر ۸۶۰۰ ټنه ډېره پنبه بازار ته وړاندې شي.

چارواکي زیاتوي، په کندهار کې د کوکنارو له کښت وروسته د بدیلو حاصلاتو په ځانګړي ډول د پنبې کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې چې دغه چاره نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینه ده؛ بلکې د هېواد د صادراتو د پراخېدو لپاره هم مهمه بلل کېږي.