• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره تړلې لارې؛ له کندهار نه ایران ته ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته په تېره نږدې یوه میاشت کې له دغه ولایت نه ایران ته شاوخوا ۷۰۰ټنه پنبه صادره شوې او اوس ترکیې او چین ته هم د افغانستان د پنبې د لېږد هڅې پیل شوې دي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، د نویو نړۍوالو بازارونو د جلب لپاره د پنبې کیفیت پر لوړولو یې کار پېل کړی. نوموړي وویل:« موږ باید د پنبې کیفیت دومره لوړ کړو، چې وکولای شو د ترکیې او چین بازارونه ځانته راواړوو.»

په کندهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په کندهار کې پر ۲۱۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال پرتله شاوخوا سل هکتاره زیاتوالی ښيي. د دوی په وینا؛ تمه کېږي چې سږ کال له دغه ولایته تر ۸۶۰۰ ټنه ډېره پنبه بازار ته وړاندې شي.

چارواکي زیاتوي، په کندهار کې د کوکنارو له کښت وروسته د بدیلو حاصلاتو په ځانګړي ډول د پنبې کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې چې دغه چاره نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینه ده؛ بلکې د هېواد د صادراتو د پراخېدو لپاره هم مهمه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

اندېشه: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د یوې «مړاوې ټولنې» بڼه غوره کړې ده

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیاسي او ټولنیز پلوه د یوې «مړاوې ټولنې» بڼه غوره کړې. هغه ټینګار کوي، چې دغه حالت دایمي نه‌دی او د پوهاوي او مقاومت بهیرونه د ټولنې د بیا راژوندۍ کېدو زېری ورکوي.

نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې خلک له سیاسي او ټولنیزې صحنې څنډې ته شوي، هغوی د هېواد له بنسټیزو پرېکړو بې‌خبره ساتل کېږي او کلتوري او انساني ارزښتونه یې له پامه غورځول کېږي.

هغه لیکلي، چې ټول واک د یوې محدودې او پټې کړۍ په انحصار کې دی او قدرت «د ملت له رول او څار پرته» پر مېلیونونه انسانانو خپله اراده تپي. د اندېشه په وینا؛ د اساسي قانون، ملي شورا او سیمه‌ییزو بنسټونو نشتوالی دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د افغانستان دایمي استازي خبرداری ورکړی، چې دغه «تحمیلي خاموشي» د افغانستان د دولت او ملت جوړښت هم د ټولنې په کچه او هم د نړۍوال نظام په چوکاټ کې د له‌منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه حالت دایمي نه‌دی. د هغه په وینا؛ د پوهاوي او مقاومت بهیرونه که د هېواد دننه او که له هېواده بهر وي، ورو ورو پیاوړي کېږي.

اندېشه وايي، د معلوماتو د شریکولو وړې شبکې، د همغږۍ هڅې، خپلواکې کلتوري کړنې، په تبعید کې رسنیزې هڅې او د ځوان نسل ترمنځ یووالی د ټولنې د «بیا راژوندۍ کېدو» نښې دي.

هغه په پای کې وایي، « یوه مړاوې ټولنه هغه وخت راژوندۍ کېدای شي، چې خلک که څه هم خواره واره وي او د طالبانو د سانسور او بهرنیو بندیزونو لاندې وي؛ بېرته صحنې ته راشي او خپل حقونه وغواړي.»

په سکاټلنډ کې یو افغان پناه‌غوښتونکی د جنسي تېري په جرم په ۹ کلن بند محکوم شو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰

د سکاټلنډ یوې محکمې یو افغان پناه‌غوښتونکی رفیع‌الله احمدزی پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په ۹ کلن بند محکوم کړ. دغه پېښه تېر کال په لړم میاشت کې په یوه پارک کې شوې وه.

نوموړي د محکمې پر مهال د جنسي تېري تور رد کړی او ادعا یې کړې، چې دغه اړیکه د دواړو لورو په رضایت شوې ده. د سکاټلنډ د اډینبرو سترې محکمې قاضي توماس وولش دغه پېښه «وحشتناکه او تاوتریخجنه» وبلله او ویې ویل، چې دغه ډول جرمونه د ټولنې لپاره د زغملو وړ نه‌دي. احمدزی د ګواښلو او ځورولو په جرم هم محکوم شو.
د احمدزي مدافع وکیل شاون الکساندر ویلي، چې موکل یې د افغانستان اوسېدونکی دی او په ۲۰۲۳کال کې د یوې اوږدې او ستونزمنې لارې له تېرولو وروسته برېتانیا ته رسېدلی و. د هغه په وینا؛ احمدزي ادعا کړې چې د تنکۍ ځوانۍ پر مهال د افغانستان له ملي اردو سره یو ځای شوی و، خو وروسته د طالبانو له‌خوا نیول شوی او زنداني شوی دی.

احمدزي محکمې ته ویلي، چې د طالبانو له زندانه د تېښتې پر مهال پر هغه ډزې شوې وې او په لاس ټپي شوی و. د احمدزي مدافع وکیل ټینګار کړی، چې په دغه قضیه کې د بند سزا حتمي ده؛ خو خبرداری یې ورکړ چې د هغه موکل ښایي یو داسې هېواد ته د اېستلو له ګواښ سره مخ شي چې ژوند یې هلته له جدي ګواښ سره مخ دی.

په ورته وخت کې د سکاټلنډ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« رفیع‌الله احمدزی اوس د خپلو کړنو له پایلو سره مخ دی. موږ هیله‌من یو، چې دغه محکومیت به روښانه پیغام ولري چې جنسي تاوتریخوالی زموږ په ټولنه کې هېڅ ځای نه‌لري.»

د افغانستان په ګډون له ۹ هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر ۶.۲۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۹.۳۳ سلنه زیات شوی او ۶.۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له‌مخې، دغه شمېر د تېر کال په همدې دوره کې ۴.۴۶۵ میلیارد ډالر و.

یادې ورځپاڼې د سوداګرۍ د لوړ شوي کسر لامل د پاکستان د صادراتو په ځانګړې توګه چین او افغانستان ته د کمښت یادونه کړې ده.

پاکستان د اکټوبر له ۱۰مې راهيسې افغانستان ته د صادراتو په ګډون هر ډول سواګري ځنډولې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له‌مخې، هند ته بیا په صادراتو کې په کمه اندازه زیاتوالی راغلی. د پاکستان د دولتي بانک د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ، بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات کم شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د خبر له‌مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې له نهه ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېر کال په پرتله ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی، چې ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په همدې دوره کې ۹.۵۰۲ میلیارد ډالر و.

د پاکستان د صادراتو ارزښت نهو هېوادونو افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف ته د مالي کال له جولای میاشتي څخه تر نومبر پوري ۱۷.۰۵ سلنه کم شوی او ۱.۶۳۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۱.۹۷۱ میلیارد ډالر و.

د ۲۰۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د پاکستان واردات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۰۶ سلنه زیات شوي، چې له ۶.۴۳۶ میلیارد ډالرو څخه ۷.۸۵۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

پاکستان ډېر واردات له چین، هند او بنګله‌دېش څخه کوي.

د راپور د معلوماتو له‌مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو میاشتو کې له چین څخه ۲۲.۹۰ سلنه زیات ورادات کړي، چې له ۶.۲۷۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷۱۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان د ۲۰۲۵ مالي کال کې له چین څخه ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالره ورادات کړي و، چې د تېر کال په پرتله ۲۰.۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاڼ ورځپاڼې د خبر له‌مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۴.۷۲ سلنه کم شوي او له ۴۰۸.۵۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۱۰.۵۵۶ میلیونه ډالرو ته ټيټ شوي دي. د افغانستان څخه واردات یې بیا ۸.۵۲۷ میلیونه ډالره ثبت کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په پرتله ۳۴.۴۶ سلنه کموالی ښيي.

د راپورونو پربنسټ، پاکستان تر ډېره له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د دغه هېواد ډېره تکیه پر بهرنیو مرستو او پورونو ده.

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.

طالبان: له افغانستان څخه عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.

د طالبانو د هرات د والي‌ دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.