• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اندېشه: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د یوې «مړاوې ټولنې» بڼه غوره کړې ده

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیاسي او ټولنیز پلوه د یوې «مړاوې ټولنې» بڼه غوره کړې. هغه ټینګار کوي، چې دغه حالت دایمي نه‌دی او د پوهاوي او مقاومت بهیرونه د ټولنې د بیا راژوندۍ کېدو زېری ورکوي.

نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې خلک له سیاسي او ټولنیزې صحنې څنډې ته شوي، هغوی د هېواد له بنسټیزو پرېکړو بې‌خبره ساتل کېږي او کلتوري او انساني ارزښتونه یې له پامه غورځول کېږي.

هغه لیکلي، چې ټول واک د یوې محدودې او پټې کړۍ په انحصار کې دی او قدرت «د ملت له رول او څار پرته» پر مېلیونونه انسانانو خپله اراده تپي. د اندېشه په وینا؛ د اساسي قانون، ملي شورا او سیمه‌ییزو بنسټونو نشتوالی دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د افغانستان دایمي استازي خبرداری ورکړی، چې دغه «تحمیلي خاموشي» د افغانستان د دولت او ملت جوړښت هم د ټولنې په کچه او هم د نړۍوال نظام په چوکاټ کې د له‌منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه حالت دایمي نه‌دی. د هغه په وینا؛ د پوهاوي او مقاومت بهیرونه که د هېواد دننه او که له هېواده بهر وي، ورو ورو پیاوړي کېږي.

اندېشه وايي، د معلوماتو د شریکولو وړې شبکې، د همغږۍ هڅې، خپلواکې کلتوري کړنې، په تبعید کې رسنیزې هڅې او د ځوان نسل ترمنځ یووالی د ټولنې د «بیا راژوندۍ کېدو» نښې دي.

هغه په پای کې وایي، « یوه مړاوې ټولنه هغه وخت راژوندۍ کېدای شي، چې خلک که څه هم خواره واره وي او د طالبانو د سانسور او بهرنیو بندیزونو لاندې وي؛ بېرته صحنې ته راشي او خپل حقونه وغواړي.»

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په سکاټلنډ کې یو افغان پناه‌غوښتونکی د جنسي تېري په جرم په ۹ کلن بند محکوم شو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰

د سکاټلنډ یوې محکمې یو افغان پناه‌غوښتونکی رفیع‌الله احمدزی پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په ۹ کلن بند محکوم کړ. دغه پېښه تېر کال په لړم میاشت کې په یوه پارک کې شوې وه.

نوموړي د محکمې پر مهال د جنسي تېري تور رد کړی او ادعا یې کړې، چې دغه اړیکه د دواړو لورو په رضایت شوې ده. د سکاټلنډ د اډینبرو سترې محکمې قاضي توماس وولش دغه پېښه «وحشتناکه او تاوتریخجنه» وبلله او ویې ویل، چې دغه ډول جرمونه د ټولنې لپاره د زغملو وړ نه‌دي. احمدزی د ګواښلو او ځورولو په جرم هم محکوم شو.
د احمدزي مدافع وکیل شاون الکساندر ویلي، چې موکل یې د افغانستان اوسېدونکی دی او په ۲۰۲۳کال کې د یوې اوږدې او ستونزمنې لارې له تېرولو وروسته برېتانیا ته رسېدلی و. د هغه په وینا؛ احمدزي ادعا کړې چې د تنکۍ ځوانۍ پر مهال د افغانستان له ملي اردو سره یو ځای شوی و، خو وروسته د طالبانو له‌خوا نیول شوی او زنداني شوی دی.

احمدزي محکمې ته ویلي، چې د طالبانو له زندانه د تېښتې پر مهال پر هغه ډزې شوې وې او په لاس ټپي شوی و. د احمدزي مدافع وکیل ټینګار کړی، چې په دغه قضیه کې د بند سزا حتمي ده؛ خو خبرداری یې ورکړ چې د هغه موکل ښایي یو داسې هېواد ته د اېستلو له ګواښ سره مخ شي چې ژوند یې هلته له جدي ګواښ سره مخ دی.

په ورته وخت کې د سکاټلنډ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« رفیع‌الله احمدزی اوس د خپلو کړنو له پایلو سره مخ دی. موږ هیله‌من یو، چې دغه محکومیت به روښانه پیغام ولري چې جنسي تاوتریخوالی زموږ په ټولنه کې هېڅ ځای نه‌لري.»

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.

طالبان: له افغانستان څخه عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.

د طالبانو د هرات د والي‌ دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.

په کلفورنیا کې افغانانو د افغان‌اېواک د مشر هڅې وستایلې او هغه ته یې لونګۍ پر سر کړه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۰

په سوېلي کلفورنیا کې یو شمېر افغانانو د یوې غونډې په ترڅ کې د «افغان‌اېواک» مشر شاون ونډایور له نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه وکړه او د درناوي په توګه یې هغه ته لونګۍ ور پر سر کړه.

د یادو افغانانو په وینا، دا ستاینغونډه د هغو کسانو په نوښت ترسره شوه چې غوښتل یې د داسې انسان هڅې وستایي، څوک چې شپه او ورځ د افغانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او له قوي ارادې سره خپلې هلې ځلې پرمخ وړي.

د غونډې یو ګډونوال عتیق‌الله ځاځی وایي، شاون ونډایور تر دې مهاله لسګونه افغانان له بندخونو رااېستلي او همداراز یې د زرګونو هغو افغانانو لپاره چې دا مهال په درېیمو هېوادونو کې د بې‌برخلیکۍ ژوند تېروي، د حقونو د تامین په موخه بې‌سارې هڅې کړې دي.

د هغه په وینا: «مونږ د نورو بااحساسه افغانانو ترڅنګ نن په پرتمین ډول د افغان‌اېواک د مشر هڅې وستایلې، له هغه مو مننه وکړه او د هغه د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ.»

په دې مناسبت، ګډونوالو شاون ونډایور ته د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت‌الله شهیدي د لاسلیک شوې ځانګړې جرسي ډالۍ کړه. همداراز، په دې جوړه شوې غونډه کې د ستاینلیک ترڅنګ د درناوي په توګه لونګۍ هم د نوموړي پر سر ور اېښودل شوې ده.

د افغان‌اېواک مشر په تېرو کلونو په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د حقونو د خونديتوب لپاره پراخې او بې‌ساري هڅې کړې دي. هغه هڅه کوي، چې د نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د امریکا د حکومت پام د افغانانو اړوندو اندېښنو ته راواړوي، څو د هغوی د لېږد او بیا ځای پر ځای کولو پروسه پرمخ ولاړه شي او هېڅ ډول ځنډ یا بندیز پرې وضع نه‌شي. د هغه موخه دا ده، چې د افغان کډوالو د ژوندي پاتې کېدو، خونديتوب او راتلونکې لپاره یو مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کړي او په دې توګه د دوی د ژوند شرایط د بشري حقونو د معیارونو سره سم وساتل شي.

اسلامي بانک او یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا پروژه پیل کړه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له سختو بشري ستونزو او د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) او اسلامي پراختیایي بانک د یوې نوې روغتیايي پروژې د پیل اعلان وکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د سې‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا پروژه به د هغو میلیونونو افغانانو لپاره بنسټیز روغتیايي خدمتونه پراخ کړي، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنېدلي او له سختو بشري شرایطو سره لاس او ګرېوان دي. د دې نوښت لپاره د ۳میلیونه امریکایي ډالرو مرسته ځانګړې شوې، چې د افغانستان د بشري مرستو د باور صندوق له لارې برابره شوې او د اسلامي پراختیایي بانک له‌خوا اداره کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په ورته وخت کې نږدې ۲۲،۹ میلیونه خلک لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د روغتیا برخه پکې له تر ټولو بېړنیو اړتیاوو څخه ده. د همدې واقعیتونو په رڼا کې د یادې پروژې پیل یو پر وخت، عملي او د خلکو له اړتیاوو سره سم اقدام ګڼل کېږي.

د پروژې له‌مخې به په راتلونکو دوو کلونو کې درې نوي روغتیايي کلینیکونه د کونړ، کندهار او دایکندي ولایتونو کې جوړ او فعال شي.

په کونړ کې جوړېدونکی مرکز به د عمومي روغتون په توګه کار کوي او شاوخوا ۱۵۰زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

په کندهار او دایکندي کې کلینیکونه به هر یو نږدې ۴۵زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

ټاکل شوې ده، چې له دې پروژې څخه به تر ۲۴۰زرو زیات زیانمن کسان چې پکې کورني بې‌ځایه شوي، راستنېدونکي او د کوربه ټولنو غړي شامل دي مستقیمه ګټه واخلي. دا اقدام نه یوازې د روغتیايي خدمتونو تشه راکموي، بلکې په اوږدمهال کې د ټولنې لپاره پایدار او پر بنسټیزو اړتیاوو ولاړ ملاتړ هم برابروي.

دا نوښت د پولیو چلنج پروګرام برخه ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې د پولیو د له‌منځه وړلو د چوکاټ لاندې پلی کېږي او د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او د ګېټس بنسټ له ملاتړ څخه هم برخمن دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) وایي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې په افغانستان کې ۲۸روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې ۲۱یې فعال دي. د دې نوې پروژې له لارې به د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د ټولنې پر بنسټ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا پراخ شي او دا هر څه د دې خبرې څرګند ثبوت دی، چې په ګډ کار، همغږۍ او رښتینې ژمنې سره د خلکو ژوند بدلول ممکن دي.