• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلامي بانک او یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا پروژه پیل کړه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له سختو بشري ستونزو او د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) او اسلامي پراختیایي بانک د یوې نوې روغتیايي پروژې د پیل اعلان وکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د سې‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا پروژه به د هغو میلیونونو افغانانو لپاره بنسټیز روغتیايي خدمتونه پراخ کړي، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنېدلي او له سختو بشري شرایطو سره لاس او ګرېوان دي. د دې نوښت لپاره د ۳میلیونه امریکایي ډالرو مرسته ځانګړې شوې، چې د افغانستان د بشري مرستو د باور صندوق له لارې برابره شوې او د اسلامي پراختیایي بانک له‌خوا اداره کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په ورته وخت کې نږدې ۲۲،۹ میلیونه خلک لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د روغتیا برخه پکې له تر ټولو بېړنیو اړتیاوو څخه ده. د همدې واقعیتونو په رڼا کې د یادې پروژې پیل یو پر وخت، عملي او د خلکو له اړتیاوو سره سم اقدام ګڼل کېږي.

د پروژې له‌مخې به په راتلونکو دوو کلونو کې درې نوي روغتیايي کلینیکونه د کونړ، کندهار او دایکندي ولایتونو کې جوړ او فعال شي.

په کونړ کې جوړېدونکی مرکز به د عمومي روغتون په توګه کار کوي او شاوخوا ۱۵۰زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

په کندهار او دایکندي کې کلینیکونه به هر یو نږدې ۴۵زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

ټاکل شوې ده، چې له دې پروژې څخه به تر ۲۴۰زرو زیات زیانمن کسان چې پکې کورني بې‌ځایه شوي، راستنېدونکي او د کوربه ټولنو غړي شامل دي مستقیمه ګټه واخلي. دا اقدام نه یوازې د روغتیايي خدمتونو تشه راکموي، بلکې په اوږدمهال کې د ټولنې لپاره پایدار او پر بنسټیزو اړتیاوو ولاړ ملاتړ هم برابروي.

دا نوښت د پولیو چلنج پروګرام برخه ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې د پولیو د له‌منځه وړلو د چوکاټ لاندې پلی کېږي او د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او د ګېټس بنسټ له ملاتړ څخه هم برخمن دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) وایي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې په افغانستان کې ۲۸روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې ۲۱یې فعال دي. د دې نوې پروژې له لارې به د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د ټولنې پر بنسټ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا پراخ شي او دا هر څه د دې خبرې څرګند ثبوت دی، چې په ګډ کار، همغږۍ او رښتینې ژمنې سره د خلکو ژوند بدلول ممکن دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

بې‌وزلي د ماشومانو راتلونکی ګواښي؛ په کندهار کې د شپې تر ناوخته ماشومان خیرات راټولوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د مشر استوګنځي ته نږدې عینو مېنه کې لا هم ماشومان د ژمي په سړه هوا کې پر سړکونو ولاړ وي او خیرات غواړي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له ډېرېدو سره دا حالت ورځ تر بلې اندېښمنوونکی کېږي او د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.

د کندهار د عینو مېنې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، دغه ماشومان ډېری وخت د شپې ناوخته پر سړکونو لیدل کېږي، چې د ژمي سړه هوا او د تګ‌راتګ ګڼه ګوڼه یې روغتیا او ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د خلکو په وینا، یاد ماشومان د سختې بې‌وزلۍ او اقتصادي مجبوریت له امله دې کار ته اړ شوي دي.

د طالبانو حکومت وخت ناوخت ادعا کوي، چې په ښارونو کې ټول بې‌سرپرسته ماشومان او ښځې راټول شوي او هغوی ته هره میاشت خوراکي او ځینې نور لومړني توکي هم ورکول کېږي، خو د کندهار په ګډون په ګڼو ښارونو کې لا هم ماشومان او ښځې د خیرات غوښتنې پر مهال لیدل کېږي.

ځینې ښځې چې طالبانو یې په ښارونو کې د خیرات غوښتل بند کړي، وایي ترلاسه کوونکې مرستې یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکې ګلالۍ چې د شپږو ماشومانو مور ده، له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «دوه کوچني زامن مې له ښوونځي پاتې دي او د کور اړتیاوو د پوره کولو لپاره په عینو مېنه کې خیرات ټولوي. ماشومان مې تر ناوخته په سړکونو ګرځي څو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې مو برابرې کړي.»

د هغې په خبره، څو څو ځله طالبانو د دوی د خیرات ټولولو مخه نیولې ده، خو نوموړې وايي چې دوی د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو بله لار نه‌لري، ځکه خاوند یې مړ شوی او خپله نالوستې ده او هېڅ ډول کاربار کولی نه‌شي.

د متین په نوم یو ماشوم چې د عینو مېنې په شاوخوا کې خیرات راټولوي، وایي چې په ورځ کې په سختۍ سره له سلو څخه تر یو نیم سل افغانیو مرسته ترلاسه کوي، ځکه اوس د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او خلک په اسانۍ مرسته نه‌شي کولای. هغه زیاتوي، چې ډېری وخت د خلکو له‌خوا ځورول کېږي او سپک چلند ورسره کېږي او طالبان هم ډېری وخت هڅه کوي، چې د دوی د سوال کولو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولولو او سوال د مخنیوي لپاره یو کمېسیون هم جوړ کړی، چې د هېواد له ښارونو او ولایتونو سوالګر راټولوي او ویل کېږي چې یاد کمېسیون مستحقو کسانو ته میاشتنۍ مرسته هم ورکوي.
د راپورونو له‌مخې، له هغه وخته چې د طالبانو د سوالګرو کمېسیون په کندهار ښار کې خپل فعالیت پیل کړی، ګڼ شمېر سوالګر یې راټول کړي او څه موده مخکې یې ویلي و چې مستحقو کسانو ته میاشتنۍ مرسته ورکوي، خو اوس یو شمېر سوالګر بیا وايي چې مرستې پرې بندې شوې او اړ دي سوال کولو ته دوام ورکړي.

اخوا، د یو شمېر نورو سوالګرو په خبره، له طالبانو څخه ترلاسه کېدونکې مرستې ډېرې محدودې دي او د کور د کرایې، خوراک، درملنې او نورو لومړنیو لګښتونو د پوره کولو توان نه‌لري.

د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو د خیرات غوښتنه یوازې د امنیتي او اداري محدودیتونو په وسیله له‌منځه نه‌شي تللی، بلکې دوامدارو اقتصادي حل‌لارو، کاري فرصتونو او معیاري ټولنیزو ملاتړ پروګرامونو ته اړتیا ده.

دوی ټینګار کوي، تر هغه چې بې‌‌وزلي، بې‌کاري او د کورنیو اقتصادي ستونزې حل نه‌شي، په ښارونو کې به ماشومان او ښځې د مجبورۍ له مخې پر سړکونو د خیرات غوښتنې ته همداراز دوام ورکړي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له یادې ډلې سره په بېلابېلو نومونو مرستې دوام لري او دغه ډله ادعا هم کوي چې له کورنیو سرچینو، په ځانګړي ډول له کانونو او مالیاتو د عوایدو کچه لوړه شوې، خو ښاریان وايي چې له دې ټولو سره سره یې په ژوند کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې بې‌کاري ورځ تر بلې زیاتېږي.

د جرمني له ۵۰ ډېرو څېرو له مېرڅ نه غوښتي چې په اسلام اباد کې پاتې افغانان برلین ته ولیږدوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۰

په جرمني کې له ۵۰زیاتو نامتو څېرو له فدرالي حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د برلین متحدان یا محلي کارکوونکي (Ortskräfte) جرمني ته ولېږدوي. پر لیک تلویزیوني کوربه ګونتر یاوخ، د نوبل جایزې ګټونکې هرتا مولر، هنرمند هاپه کرکلینګ او نورو لاسلیکونه کړي دي.

په لیک کې، چې تلویزیوني کوربه ګونتر یاوخ، د نوبل جایزې ګټونکې لیکوالې هرتا مولر، هنرمند هاپه کرکلینګ او موسیقار هربرت ګرونېمایر په ګډون ګڼو مشهورو کسانو پرې لاسلیک کړی، له صدراعظم فریدریښ مېرڅ، د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت او د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول څخه غوښتنه شوې چې خپلې لوړې عملي کړي.

لیک ټینګار کوي چې شاوخوا ۱۸۰۰افغان ښځې او نارینه، ماشومان او کورنۍ دا مهال په پاکستان کې بند پاتې دي او له جنورۍ وروسته افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د لیک لاسلیک کوونکي وایي: «دې خلکو پر جرمني باور کړی و او هېڅ جرم یې نه دی کړی؛ هغوی ته د ژوند ژغورنې په موخه جرمني ته د ننوتلو اجازه ورکړئ».

جرمني له ۲۰۲۱ کال وروسته هغو افغانانو ته د منلو ژمنې ورکړې وې چې د بوندس‌وېهر او نورو جرمني بنسټونو لپاره یې کار کړی و او همدارنګه هغو کسانو ته چې د ښځو حقونو او بشري حقونو په برخه کې یې فعالیت درلود.

که څه هم د حکومت له بدلون وروسته د منلو پروګرامونه محدود شوي، خو محکمې د ځینو کسانو د منلو حق تایید کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دوشنبې په ورځ یوه بله چارټر الوتکه له اسلام‌اباده هانوفر ته ورسېده چې ۱۴۷افغانان پکې شامل وو.

د «کابل لوفت‌بروکه» د معلوماتو له مخې، ۱۲۳ تنه د فدرالي منلو له پروګرامه، ۱۸ د محلي کارکوونکو له نوملړه او شپږ کسان د بشري حقونو د لېست له مخې جرمني ته داخل شول.

له افغانستان څخه تاجکستان ته د صنعتي کارخونو اړوند دستګاوې صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۰

په هرات کې د صنعتي دستګاوو د یوې کارخونې مسوولین وايي، چې په لومړي ځل یې له افغانستان څخه تاجکستان ته صنعتي کارخونو او کانونو اړوند بېلابېلې دستګاوې صادرې کړې دي. ددغو صنعتي ماشین الاتو او دستګاوو ارزښت تر ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو رسیږي.

په هرات کې د وسپنیزو دستګاوو تولیدي کارخونې یو تن مسوول معروف محمدي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته وویل، چې هڅې روانې دي ددې دستګاوو د خرڅلاو لپاره له ځینو نورو هېوادونو سره تړونونه وشي.

نوموړی وايي، چې له تولید شویو دستګاوو نه د پولادي کانونو، سیمنټو، اوسپنې، ګچ او کانونو په صنعتي کارخونو کې ګټه اخیستل کېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله ذاهد وايي، چې د صنعت په برخه کې پرمختګونه روان دي او د دوی هڅه کوي د خصوصي سکتور ملاتړ نور هم زیات کړي.

په ورته مهال په هرات کې د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي، چې اوس مهال په هرات کې داسې شرکتونه شته چې ۵۱ بهرنیو هېوادونو ته صادرات لري.

طالبان په راتلونکو دوو ورځو کې په ننګرهار کې پر راستنو شویو کډوالو ځمکې وېشي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید ویلي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شي.

نوموړي له یوې طالب پلوې ځایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به د بهسودو ولسوالۍ د خانه‌کۍ په سیمه کې پر شاوخوا درې زره جریبه ځمکه، هرې مستحقې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ووېشل شي.

د مولوي سعید په وینا، د ځمکو د وېش دویم پړاو به د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمته‌لک سیمه کې تطبیق شي، چې په ترڅ کې به یې پر یو زر او شپږ جریبه ځمکه هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي.

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړونې رییس ټینګار کړی، چې د ځمکو د وېش بهیر به په بشپړ شفافیت او روڼتیا ترسره کېږي او هغه کډوال چې له وړاندې په افغانستان کې شخصي ځمکې لري، د دې پروسې برخه به نه وي.

هغه زیاته کړې، چې د دې اقدام موخه د راستنو شویو کډوالو د استوګنې د ستونزو هوارول او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

طالبان په داسې حال کې په ننګرهار کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د ویش په اړه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې زرګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه، په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه کډوال د استوګنې، سرپناه، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ دي.

د بایډن زوی د افغانستان په تړاو د خپل پلار پر تګلارو نیوکې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن زوی د ناقانونه کډوالۍ او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د خپل پلار پر تګلارو نیوکې وکړې. هنټر بایډن له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر هم ناسم وباله او ویې ویل چې دا کار کېدای شوای په غوره ډول ترسره شوی وای.

هنټر بایډن د شان رایان په پوډکاسټ کې وویل: « موږ فعالې او پیاوړې کډوالۍ ته اړتیا لرو، خو موږ داسې کډوال نه غواړو چې په ناقانونه توګه راځي، زموږ سرچینې مصرفوي او د هغو کسانو پر وړاندې لومړیتوب ورکول کېږي چې ریښتیني اتلان دي او لا هم د شلو کلونو جګړو له اغېزو رغېږي».

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ډونالډ ټرمپ او د هغه پلویان د بایډن حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو سختې نیوکې کوي.

د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر (CBO) د معلوماتو له مخې، د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال هر کال میلیونونه ناقانونه کډوال امریکا ته داخل شوي دي.

هنټر بایډن له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر هم ناسم وباله او ویې ویل چې دا کار کېدای شوای په غوره ډول ترسره شوی وای.

هغه زیاته کړه، « کېدای شي پړه پر جنرالانو یا نورو واچول شي، خو زما پلار هم تل پوهېده چې وروستۍ پرېکړه د ولسمشر پر غاړه وي».

امریکايي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووتل، چې دا بهیر له ګډوډۍ سره مل و او په ترڅ کې یې ۱۳امریکايي سرتېري ووژل شول.

هانټر بایډن زیاته کړه چې پلار یې د کابل هوايي ډګر په برید کې د مرګونو له امله «سخت خواشینی او مات شوی» و.

هغه په ورته وخت کې د خپل پلار د هغو پلانونو ننګه وکړه، چې د پخوانیو سرتېرو ژوند ته د پاملرنې په اړه یې پلي کول.