• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په راتلونکو دوو ورځو کې په ننګرهار کې پر راستنو شویو کډوالو ځمکې وېشي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید ویلي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شي.

نوموړي له یوې طالب پلوې ځایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به د بهسودو ولسوالۍ د خانه‌کۍ په سیمه کې پر شاوخوا درې زره جریبه ځمکه، هرې مستحقې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ووېشل شي.

د مولوي سعید په وینا، د ځمکو د وېش دویم پړاو به د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمته‌لک سیمه کې تطبیق شي، چې په ترڅ کې به یې پر یو زر او شپږ جریبه ځمکه هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي.

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړونې رییس ټینګار کړی، چې د ځمکو د وېش بهیر به په بشپړ شفافیت او روڼتیا ترسره کېږي او هغه کډوال چې له وړاندې په افغانستان کې شخصي ځمکې لري، د دې پروسې برخه به نه وي.

هغه زیاته کړې، چې د دې اقدام موخه د راستنو شویو کډوالو د استوګنې د ستونزو هوارول او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

طالبان په داسې حال کې په ننګرهار کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د ویش په اړه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې زرګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه، په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه کډوال د استوګنې، سرپناه، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د بایډن زوی د افغانستان په تړاو د خپل پلار پر تګلارو نیوکې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن زوی د ناقانونه کډوالۍ او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د خپل پلار پر تګلارو نیوکې وکړې. هنټر بایډن له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر هم ناسم وباله او ویې ویل چې دا کار کېدای شوای په غوره ډول ترسره شوی وای.

هنټر بایډن د شان رایان په پوډکاسټ کې وویل: « موږ فعالې او پیاوړې کډوالۍ ته اړتیا لرو، خو موږ داسې کډوال نه غواړو چې په ناقانونه توګه راځي، زموږ سرچینې مصرفوي او د هغو کسانو پر وړاندې لومړیتوب ورکول کېږي چې ریښتیني اتلان دي او لا هم د شلو کلونو جګړو له اغېزو رغېږي».

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ډونالډ ټرمپ او د هغه پلویان د بایډن حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو سختې نیوکې کوي.

د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر (CBO) د معلوماتو له مخې، د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال هر کال میلیونونه ناقانونه کډوال امریکا ته داخل شوي دي.

هنټر بایډن له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر هم ناسم وباله او ویې ویل چې دا کار کېدای شوای په غوره ډول ترسره شوی وای.

هغه زیاته کړه، « کېدای شي پړه پر جنرالانو یا نورو واچول شي، خو زما پلار هم تل پوهېده چې وروستۍ پرېکړه د ولسمشر پر غاړه وي».

امریکايي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووتل، چې دا بهیر له ګډوډۍ سره مل و او په ترڅ کې یې ۱۳امریکايي سرتېري ووژل شول.

هانټر بایډن زیاته کړه چې پلار یې د کابل هوايي ډګر په برید کې د مرګونو له امله «سخت خواشینی او مات شوی» و.

هغه په ورته وخت کې د خپل پلار د هغو پلانونو ننګه وکړه، چې د پخوانیو سرتېرو ژوند ته د پاملرنې په اړه یې پلي کول.

پاکستان ۱۷۹ افغان کډوال ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیولي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د بلوچستان ځایي چارواکي وایي، چې ۱۷۹ تنه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د پاکستان خاورې ته د ناقانونه داخلېدو او له دې هېواده په غیر قانوني لارو ایران ته د تګ په تور نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې نیول شوي دي.

دا هغه سیمه ده چې له شمال څخه له افغانستان او له لوېدیځه له ایران سره ګډه پوله لري.

پاکستاني رسنۍ «۲۴ نیوز» د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې نیول شوي ډېری کسان د افغانستان د بغلان او هرات ولایتونو اوسېدونکي دي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۳۰مه، د نوکندي په سیمه کې، چې د درې واړو هېوادونو پولې ته نږدې پرته ده، د افغان وګړو یو موټر ترافیکي پېښه کړې، چې په دې پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۱نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دغه موټر هم هغه کسان لېږدول، چې غوښتل یې د پاکستان له خاورې په تېرېدو ایران ته داخل شي.

د راپور له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ په لوېدیځو پولو کې د واورې او باران له امله ډېری هغه کسان چې له ښځو او ماشومانو سره ایران ته د غیر قانوني تګ هڅه کوي، د افغانستان له سوېل لوېدیځو لارو استفاده کوي.

طالبانو د پنجشیر درې زره او ۵۴۴ قیراطه زمرد وپلورل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي درې زره او ۵۴۴ قیراطه زمرد یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

یاد وزارت وايي، چې دغه مقدار زمرد د درې میلیونه او ۶۴۴ زره او ۳۱۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، دغه زمرد د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د هېواد د طبیعي زېرمو د استخراج او د هغو د محصولاتو د پلور لړۍ په پراخه کچه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو له پنجشیر ولایت څخه استخراج شوي ۵زره او ۴۳۵قیراطه زمرد د ۱۸۹زره او ۹۹۰امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي وو.

د ملي پراختیا شرکت وايي چې د غوري سیمنټو فابریکې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته رسېږي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د تر واک لاندې ملي پراختیا شرکت وایي، چې د غوري سیمنټو فابریکې ځینې برخې ترمیم او رغول شوې، چې له دې امله د فابریکې ورځنی تولید ۷ سوه ټنو ته رسیږي. دوی همدراز زیاتوي، چې د غوري سمنټ فابریکه کې څلور شفټه کار کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا دولتي شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په بغلان کې د غورې سیمنټو فابریکې د درېیم فاز د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ددې فاز په بشپړېدو سره به د تولید کچه ۵ زره ټنو ته ورسیږي.

دوی زیاتوي چې اوس مهال د سیمنټو فابریکو تولید د بازار ۵ سلنه اړتیا پوره کوي خو که درېیم فاز یې ګټې اخیستنې ته چمتو شي نو د بازار اړتیا به پوره کړي.

د ملي پراختیا شرکت وايي، اوس مهال په کندهار، پروان، جوزجان، هرات او لوګر کې د سیمنټو د کانونو پر ۵ لویو پروژو کار روان دی چې پانګونه یې نژدې ۸ سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په تخار کې ۳۵ زره اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې د تخار ولایت په زرګونو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ویشلې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په تخار ولایت کې یې له ۳۵ زره څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د لومړنیو خوراکي توکو تر څنګ د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره مغذي خواړه هم ورکړل شوي دي.

دغه اداره ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ژمي سختو شرایطو ته په کتو، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم اړمنو کسانو ته پر وخت مرسته ورسوي.