د خوړو نړیوال پروګرام په تخار کې ۳۵ زره اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې د تخار ولایت په زرګونو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ویشلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې د تخار ولایت په زرګونو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ویشلې دي.
دغې ادارې ویلي، چې په تخار ولایت کې یې له ۳۵ زره څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د لومړنیو خوراکي توکو تر څنګ د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره مغذي خواړه هم ورکړل شوي دي.
دغه اداره ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ژمي سختو شرایطو ته په کتو، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم اړمنو کسانو ته پر وخت مرسته ورسوي.

د ایران د درملو د صنعت چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ایراني درملو قاچاق زیات شوی چې له امله یې قانوني صادرات زیانمن شوي او په کور دننه د درملو کمښت لا پسې زیات شوی دی.
د ایران د درمل جوړونې سکټور استازي وايي، وروسته له هغې چې پاکستان افغانستان ته د درملو صادرات محدود کړل، له ایران څخه د درملو قاچاق چټک شوی او د ایران سبسایډي لرونکی بازار د قاچاق وړونکو لپاره په زړه پورې سرچینه ګرځېدلې ده.
دوی ټینګار کوي چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بیو لوی توپیر قاچاق په جوړښتي ډول ګټور کړی او قانوني صادراتي لارې یې څنډې ته کړې دي.
د ایران د درملو ټولنې غړي محسن عبداللهزاده د سېشنبې په ورځ (د مرغومې دویمه) وویل چې د درملو تولید شاوخوا ۵۰ سلنه زیات شوی، خو سره له دې لا هم په ایران کې کمښت موجود دی.
هغه زیاته کړه: “له ایران څخه عراق او افغانستان ته د درملو قاچاق دومره پراخ شوی چې په دغو هېوادونو کې سوداګر نور نه شي کولی درمل په قانوني ډول وارد کړي او له قاچاق شویو ایراني درملو سره سیالي وکړي.”
په ورته وخت کې د ایران د خوړو او درملو ادارې هم د ایراني درملو د قاچاق مساله تایید کړې او لامل یې په ګاونډیو هېوادونو کې د درملو د بیو لوړوالی په ګوته کړی دی.
د دغې ادارې ویاند محمد هاشمي ویلي چې د قاچاق څو پېښې ورسره ثبت شوې دي.
هغه خبرداری ورکړ چې د دغه بهیر دوام وخت ناوخت د درملو کمبود رامنځته کولای او پر بازار منفي اغېز ښندلای شي.
هاشمي ویلي، له افغان پلاوي سره وروستیو خبرو کې د درملو د رسمي صادراتو پر پراختیا او د څار پر ښه کېدو تمرکز شوی، خو منتقدین دا ګام د ستونزې د اصلي حل پر ځای د ناوخته زیان کنټرول بولي.
ایراني چارواکي وايي، دا مهال درمل لا هم شته، خو مني چې د ځانګړو بهرنیو اسعارو د لېږد ځنډ، د عرضهکوونکو پر وړاندې زیات پورونه او د زېرمو کمېدل یاد سکتور له جدي خطر سره مخ کړی دی.
دوی خبرداری ورکوي چې د لمریز کال په وروستیو میاشتو کې د درملو د کمښت خطر زیاتېدلی شي.

د طالبانو او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر یاسین طایف ارمان او د طالبانو د هرات والي مولانا اسلامجار ناسته کړې ده.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د کتنې پر مهال، یاسین طایف ارمان د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د قزاقستان موخه د دې ترانزیټي مسیر پراختیا او له هرات څخه قزاقستان ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره د زمینې برابرول دي.
نوموړي همداراز د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې قزاقستان د هرات - تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او پراختیا په برخه کې د عملي همکارۍ بشپړ چمتووالی لري.
بل لور ته، د طالبانو د هرات والي مولانا اسلامجار له افغانستان سره د قزاقستان د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې ستایلې او د اوسپنې پټلۍ له لارې د ترانسپورت او ترانزیت په برخه کې د شته ستونزو پر هواري یې ټینګار کړی دی.
د طالبنو د هرات د والي دفتر وايي، اسلام جار زیاته کړې چې د اوسپنې پټلۍ پراختیا د سوداګرۍ د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو مهم عامل دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین، عبدالرحمن منیر د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د مخدره توکو د مخنیوي او بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې د مسکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معیین زیاته کړې، « موږ (طالبان) د روسیې هېواد څخه هیله لرو چې د نورو همکاریو ترڅنګ د روږدو کسانو د حمایوي مرکزونو او درملنې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي».
خبرپاڼه زیاتوي چې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له نشهيي توکو سره په مبارزه کې د طالبانو اقدامات ستایلي دي.

په هرات کې ځایي طالب چارواکي وایي چې د «لومړي ځل لپاره» د افغانستان له هرات صنعتي ښارګوټي څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته لس کانتینره بیټرۍ صادرې شوې.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه لومړنۍ جوپه، چې شاوخوا۴۰ زره امریکایي ډالر ارزښت لري، د اړوندو طالب مسوولینو په حضور کې یادو هېوادونو ته ولېږدول شوه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معیین د دې صادراتو د پیل په مراسمو کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کورنیو تولیداتو لپاره د پانګونې مناسبه فضا رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د کورني صنعت ملاتړ او د صادراتو پراختیا د طالبانو مهمه موخه ده.
د هرات ولایت د طالبانو سیمهییزې ادارې ویلي دي چې د کورنیو تولیداتو صادرات د سیمې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
یادې ادارې ډاډ ورکړی چې له صنعتکارانو به هر اړخیز ملاتړ کوي، لازمې اسانتیاوې به برابرې کړي او د تولید او صادراتو پراختیا به د دوی د کاري لومړیتوبونو له ډلې وي.
طالب چارواکي وایي، نړیوالو بازارونو ته د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو لار موندل به د کارموندنې، اقتصادي ودې او د افغانستان د صادراتي ظرفیت د لوړېدو لامل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په افغانستان کې د سرطان د درملنې ځانګړی روغتون پرانېستل شي. نوموړي وویل، چې هند له افغانستان سره د سرطان ناروغۍ اړوند پنځو ټنو درملو مرسته کړې ده.
نورجلال جلالي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې افغانستان تر دې وړاندې د خپلې اړتیا وړ له ۶۰څخه تر ۷۰سلنه درمل له پاکستان څخه واردول او د هېواد د درملو بازار تر ډېره په پاکستان متکي و، خو د هغه په وینا، دا مهال د بدیلو سرچینو د موندلو لپاره جدي کار روان دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته خپل وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې د طبابت، درملو د تولید او طبي تجهیزاتو په برخو کې د هند وړتیاوو ته په کتو، دغه هېواد کولای شي د ظرفیت لوړونې، د درملو د اړتیا پوره کولو او د طبي وسایلو د برابرولو په برخه کې پراخه همکاري ولري.
جلالي له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو ته په اشارې وویل، چې دا مهال د هېواد په بازارونو کې د درملو کموالی نشته او کافي اندازه درمل شته، خو د هغه په وینا، یو شمېر واردوونکي او پلورونکي د احتکار هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو پر بازار جدي څاري او هغه کسان چې په احتکار لاس پورې کوي، له قانوني چلند سره مخ کیږي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې هند ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي چې څو اونۍ وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو امر وکړ، چې له دې سره سم هېواد ته د پاکستاني درملو په راوړلو او ګمرک کولو بندیز ولګېد.
