د کندهار د عینو مېنې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، دغه ماشومان ډېری وخت د شپې ناوخته پر سړکونو لیدل کېږي، چې د ژمي سړه هوا او د تګراتګ ګڼه ګوڼه یې روغتیا او ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د خلکو په وینا، یاد ماشومان د سختې بېوزلۍ او اقتصادي مجبوریت له امله دې کار ته اړ شوي دي.
د طالبانو حکومت وخت ناوخت ادعا کوي، چې په ښارونو کې ټول بېسرپرسته ماشومان او ښځې راټول شوي او هغوی ته هره میاشت خوراکي او ځینې نور لومړني توکي هم ورکول کېږي، خو د کندهار په ګډون په ګڼو ښارونو کې لا هم ماشومان او ښځې د خیرات غوښتنې پر مهال لیدل کېږي.
ځینې ښځې چې طالبانو یې په ښارونو کې د خیرات غوښتل بند کړي، وایي ترلاسه کوونکې مرستې یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکې ګلالۍ چې د شپږو ماشومانو مور ده، له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «دوه کوچني زامن مې له ښوونځي پاتې دي او د کور اړتیاوو د پوره کولو لپاره په عینو مېنه کې خیرات ټولوي. ماشومان مې تر ناوخته په سړکونو ګرځي څو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې مو برابرې کړي.»
د هغې په خبره، څو څو ځله طالبانو د دوی د خیرات ټولولو مخه نیولې ده، خو نوموړې وايي چې دوی د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو بله لار نهلري، ځکه خاوند یې مړ شوی او خپله نالوستې ده او هېڅ ډول کاربار کولی نهشي.
د متین په نوم یو ماشوم چې د عینو مېنې په شاوخوا کې خیرات راټولوي، وایي چې په ورځ کې په سختۍ سره له سلو څخه تر یو نیم سل افغانیو مرسته ترلاسه کوي، ځکه اوس د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او خلک په اسانۍ مرسته نهشي کولای. هغه زیاتوي، چې ډېری وخت د خلکو لهخوا ځورول کېږي او سپک چلند ورسره کېږي او طالبان هم ډېری وخت هڅه کوي، چې د دوی د سوال کولو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولولو او سوال د مخنیوي لپاره یو کمېسیون هم جوړ کړی، چې د هېواد له ښارونو او ولایتونو سوالګر راټولوي او ویل کېږي چې یاد کمېسیون مستحقو کسانو ته میاشتنۍ مرسته هم ورکوي.
د راپورونو لهمخې، له هغه وخته چې د طالبانو د سوالګرو کمېسیون په کندهار ښار کې خپل فعالیت پیل کړی، ګڼ شمېر سوالګر یې راټول کړي او څه موده مخکې یې ویلي و چې مستحقو کسانو ته میاشتنۍ مرسته ورکوي، خو اوس یو شمېر سوالګر بیا وايي چې مرستې پرې بندې شوې او اړ دي سوال کولو ته دوام ورکړي.
اخوا، د یو شمېر نورو سوالګرو په خبره، له طالبانو څخه ترلاسه کېدونکې مرستې ډېرې محدودې دي او د کور د کرایې، خوراک، درملنې او نورو لومړنیو لګښتونو د پوره کولو توان نهلري.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو د خیرات غوښتنه یوازې د امنیتي او اداري محدودیتونو په وسیله لهمنځه نهشي تللی، بلکې دوامدارو اقتصادي حللارو، کاري فرصتونو او معیاري ټولنیزو ملاتړ پروګرامونو ته اړتیا ده.
دوی ټینګار کوي، تر هغه چې بېوزلي، بېکاري او د کورنیو اقتصادي ستونزې حل نهشي، په ښارونو کې به ماشومان او ښځې د مجبورۍ له مخې پر سړکونو د خیرات غوښتنې ته همداراز دوام ورکړي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له یادې ډلې سره په بېلابېلو نومونو مرستې دوام لري او دغه ډله ادعا هم کوي چې له کورنیو سرچینو، په ځانګړي ډول له کانونو او مالیاتو د عوایدو کچه لوړه شوې، خو ښاریان وايي چې له دې ټولو سره سره یې په ژوند کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې بېکاري ورځ تر بلې زیاتېږي.