• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چینايي کمپنۍ له طالبانو سره د مس عینک د لرغونو اثارو د خوندي کولو پلان شریک کړی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

چینايي ام سي سي کمپنۍ د لوګر ولایت د عینک مسو ستر کان د استخراج پرمهال په یاده سیمه کې د تاریخي سیمو او اثارو د خوندیتابه لپاره خپل چمتو شوی پلان د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک کړی دی.

یاد وزارت د ام سي سي کمپنۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ درې اړخیز ګډ کاري هوکړه لیک د دې پروژې د عملي کیدو لپاره اړین بللی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معیین ټینګار کړی، چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه باید د تخنیکي اصولو له مخې ترسره شي.

بل خوا، د چینايي ام سي سي کمپنۍ مسوولینو ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنیکي ټیم سره به په بشپړه همغږي او نږدې همکارۍ خپلې چارې پر مخ وړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

کرزي او اشرف غني د جمهوریت د پخواني جنرال پر وژل کېدو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۰

پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني تر دې دمه په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او یو بل پخوانی افغان سرتېري محمد امین الماس پر وژنه، چې د هغوی تر قوماندې او ملي بیرغ لاندې یې دندې ترسره کړې وې، غبرګون نه دی ښودلی.

جنرال اکرام الدین سریع او د هغه ملګری امین الماس د چارشنبې په ماښام، د مرغومي پر درېیمه ، په تهران کې د ولي‌عصر ښارګوټي په مرکز کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شول.

جنرال سریع د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته پناه وړې وه.

هغه د پخواني حکومت له امنیتي ځواکونو سره په ایران کې نږدې اړیکې درلودې او د طالبانو مخالف و.

دا په تهران کې دویمه پېښه ده چې پخواني افغان جنرالان او سرتېري پکې په نښه کیږي.

له دې وړاندې معروف غلامي، چې له اسماعیل خان سره یې نږدې اړیکې درلودې، په مشهد کې په خپل دفتر کې ووژل شو. تر دې دمه د ایران پولیسو په دې اړه رسمي تحقیقات یا د پلټنو پایلې نه دي خپرې کړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې دا برید «غیرانساني، جنایتکارانه او ترهګریز» ګڼلی او طالبان یې د دې پېښې مسوول ګڼلي دي.

جبهې له ایران غوښتنه کړې چې له نړیوالو قوانینو سره سم د پخوانیو افغان نظاميانو د خونديتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي، عاملان یې پیدا او محاکمه کړي.

محمد محقق جنرال سریع نېک نومه جنرال یاد کړی او د هغه وژنه یې ناځوانمردانه عمل بللی.

د جمعیت اسلامي لوړ پوړی غړي نورالرحمن اخلاقي او د افغان اردو پخواني جنرال سمیع سادات د هغه د وژنې تور پر طالبانو پورې کړی او پر ایران یې غږ کړی، چې د پخوانیو نظامیانو امنیت خوندي کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ ملي مقاوت جبهې هم له ایران وغوښتل چې د جنرال اکرام‌الدین سریع ترور په بشپړه شفافه، جدي او خپلواکه توګه وڅېړي.

خو منتقدان وايي، چې تر اوسه د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني، چې وژل شویو قوماندانانو یې په مشرۍ او د ملي بیرغ تر سیوري لاندې د جګړې او امنیت لیکې رهبري کولې، غبرګون نه دی ښودلی.

دواړه ولسمشران وخت ناوخته د افغانستان اړوند مسایلو، مړینو او پېښو په اړه اعلامیې ور کوي، خو تر دې دمه د دواړو پخوانیو ولسمشرانو پر ټولنیزو شبکو په دې اړه څه غبرګون نه دی خپور شوی.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۳۸ کسانو ته د بند او دُرو وهلو سزاوې ور کړې دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر ۳۸کسانو د حبس او درو وهلو سزاوې پلې کړې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه سزاوې د روانې اونۍ په بېلابېلو ورځو کې په کاپیسا، کونړ، کابل او فاریاب ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې پنځو کسانو ته، د یکشنبې په ورځ په کونړ کې ۱۷ کسانو ته، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل کې ۱۵ کسانو ته او د چارشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې یوه کس ته سزا ورکړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یادو کسانو ته له درې میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند او له لسو څخه تر ۳۰ د درو وهلو سزاوې ټاکل شوې دي. د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د جرمونو د نوعیت په اړه ویلي چې یاد کسان د «منکراتو، غلا، زنا» او نورو جرمونو په تور تورن شوي وو.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې په درو د وهلو او نورو بدني سزاوو تطبیق زیات کړی او دا هغه څه دي چې د بشري حقونو د کورنیو او نړیوالو بنسټونو او مدافعانو له پراخو نیوکو سره مخ دي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، چې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او د خلکو کرامت ته زیان رسوي.

طالبان ټینګار کوي چې د دوی قضایي پرېکړې د شریعت پر بنسټ عملي کېږي.

تاجکستان طالبان د ګډې پولې په خوندي کولو کې په بې مسوولیتۍ تورن کړل

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د تاجکستان سرحدي ځواکونو له افغانستان څخه د اوښتو وسله والو په برید کې د دوو تاجکستاني سرتیرو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دې د تاجکستان له ولس نه بښنه وغواړي او د پولې د امنیت خوندیتوب لپاره دې اغېزناګ ګامونه واخلي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په برید کې د دوو تاجکستاني سرتیرو وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او وايي، چې طالبانو له تاجکستان سره پر پوله د امنیت په خوندیتوب کې اغیزناک اقدامات نه دي کړي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، یاده کمېټه وايي، چې طالبانو په خپلو نړیوالو ژمنو کې او له تاجکستان سره پر پوله د امنیت او ثبات ټینګښت په اړه په پرله پسې توګه جدي او تکراري بې مسوولیتي ښودلې ده او د ترهګرو ډلو د غړو پر ضد د مبارزې ژمنې یې نه دي پوره کړې.

پر همدغه مهال د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو ویلي، هیله لري چې طالبان د تاجکستان له ولس نه بښنه وغواړي او د پولې خوندي کولو لپاره به اضافي اغیزناک اقدامات وکړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ درې تنه وسله وال له افغانستان نه تاجکستان ته په غیر قانوني ډول اوښتي دي او په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې یې پر تاجکستاني ځواکونو برید کړی او دوه تنه تاجکستاني سرتیري یې وژلي او وروسته یاد وسله وال هم د تاجکستاني ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د افغانستان له خاوري په تاجکستان کې پر چینايي وګړو دوه ځله بریدونه وشول، چې له امله یې پنځه چینايان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

طالبانو له یادو بریدونو وروسته اعلان وکړ، چې د افغانستان په شمالي سرحدي ولایتونو کې د امنیت ټینګښت په موخه ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړوي.

امام‌علي رحمان د تاجکستان او افغانستان پر پوله نوي پوځي تاسیسات پرانیستل

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د افغانستان سره د خپل هېواد پر پوله د ټانکونو د تمرین یو میدان او څلور نوې سرحدي پوستې پرانیستې. امام‌علي رحمان د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) د تاجکستان په دفاع وزارت کې دغه نوي تاسیسات په انلاین بڼه پرانیستل.

100%

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د ټانکونو د تمرین په دغه میدان کې د لوړې مسلکي کچې متخصصینو د روزنې لپاره ګڼ شمېر روزنیز تاسیسات جوړ شوي دي. امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت او نورو امنیتي بنسټونو ته امر کړی، چې د نويو تاسیساتو له اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تخنیکي متخصصین په لوړه کچه وروزي.

100%

د تېرو دوو تر درېیو کلونو په موده کې د تاجکستان د سرحدونو امنیت په څرګند ډول پیاوړی شوی او په همدې موده کې ۸۰ نوې سرحدي پوستې جوړې شوې دي، چې په پوځي وسایطو او تجهیزاتو سمبالې دي.
د دغه پوځي تاسیساتو پرانیسته د افغانستان له خاورې د وسله‌والو بریدونو سره هم‌مهاله شوې ده. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د هغو وسله‌والو پر ضد له وسله‌والې نښتې خبر ورکړی، چې له افغانستان نه تاجکستان ته اوښتي وو. د یادې ادارې په وینا؛ په یاده نښته کې د یوې وسله‌والې ډلې درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

تاجکستان د طالبانو له واک ته رسېدو په لومړیو کې د طالبانو د ادارې له سختو نیوکه کوونکو و؛ خو په وروستیو کې یې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د تعامل لور ته تللی دی.

له افغانستان نه د اوښتو وسله‌والو سره په نښته کې د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، له هغو وسله‌والو سره یې نښته کړې چې له افغانستان نه د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو. د یادې کمېټې په وینا؛ په دغه نښته کې د یوې وسله‌والې ډلې درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې په حواله راپور ورکړی، چې د یوې وسله‌والې ډلې درې غړي د افغانستان له پولې اوښتي او د تاجکستان خاورې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ ته داخل شوي وو.

د راپور له مخې؛ د تاجکستان سرحدي سرتېري (د مرغومي په ۳مه) د سهار په ۱۱:۱۵ د یادو وسله‌والو ځای تثبیت کړ او پر وړاندې یې عملیات پیل کړل. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې وسله‌والو د دغه هېواد د سرحدي سرتېري د تسلیمېدو امر ونه مانه او مقاومت یې وکړ.

په راپور کې راغلي، چې هغوی غوښتل د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې پر یوې سرحدي پوستې وسله‌وال برید وکړي؛ خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول. تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او دا چې دغه درې کسان د کومې وسله‌والې ډلې غړي وو؛ نه‌دي څرګند شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې زیاته کړې، چې له یادو وسله‌والو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د راپور له مخې؛ په دغه عملیاتو کې د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري نوروزبیکوف زره‌بان ناګزیبکوویچ او قربانوف عصمت‌الله غلاموویچ وژل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په وینا؛ دا په تېره یوه میاشت کې درېیمه وسله‌واله پېښه ده.

د طالبانو د بښنې غوښتنه

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، د تېرې یوې میاشتې پرله‌پسې بریدونه ښيي چې د طالبانو اداره د نړۍوالو او خپلو پرله‌پسې ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي؛ هغه ژمنې چې د تاجکستان له جمهوریت سره د دولتي پولې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې شوې دي.
د تاجکستان سرحدي سرتېرو هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو مشرتابه به د دغه هېواد له خلکو بښنه وغواړي او د دواړو هېوادونو د ګډو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره به اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې سرحدي ځواکونه وایي، چې د دولتي پولو د خوندي کولو لپاره له بشپړو فزیکي او جنګي وړتیاوو برخمن دي. د بیان له مخې؛ تاجک سرحدي سرتېرو به په راتلونکي کې هم په بشپړ ځواک د خپلو پولو ساتنې ته دوام ورکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د بیان له مخې؛ دا مهال د تاجکستان او افغانستان پر پوله وضعیت ارام دی او د یادې نښتې په اړه څېړنې روانې دي.