• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان نه د اوښتو وسله‌والو سره په نښته کې د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، له هغو وسله‌والو سره یې نښته کړې چې له افغانستان نه د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو. د یادې کمېټې په وینا؛ په دغه نښته کې د یوې وسله‌والې ډلې درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې په حواله راپور ورکړی، چې د یوې وسله‌والې ډلې درې غړي د افغانستان له پولې اوښتي او د تاجکستان خاورې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ ته داخل شوي وو.

د راپور له مخې؛ د تاجکستان سرحدي سرتېري (د مرغومي په ۳مه) د سهار په ۱۱:۱۵ د یادو وسله‌والو ځای تثبیت کړ او پر وړاندې یې عملیات پیل کړل. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې وسله‌والو د دغه هېواد د سرحدي سرتېري د تسلیمېدو امر ونه مانه او مقاومت یې وکړ.

په راپور کې راغلي، چې هغوی غوښتل د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې پر یوې سرحدي پوستې وسله‌وال برید وکړي؛ خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول. تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او دا چې دغه درې کسان د کومې وسله‌والې ډلې غړي وو؛ نه‌دي څرګند شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې زیاته کړې، چې له یادو وسله‌والو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د راپور له مخې؛ په دغه عملیاتو کې د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري نوروزبیکوف زره‌بان ناګزیبکوویچ او قربانوف عصمت‌الله غلاموویچ وژل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په وینا؛ دا په تېره یوه میاشت کې درېیمه وسله‌واله پېښه ده.

د طالبانو د بښنې غوښتنه

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، د تېرې یوې میاشتې پرله‌پسې بریدونه ښيي چې د طالبانو اداره د نړۍوالو او خپلو پرله‌پسې ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي؛ هغه ژمنې چې د تاجکستان له جمهوریت سره د دولتي پولې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې شوې دي.
د تاجکستان سرحدي سرتېرو هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو مشرتابه به د دغه هېواد له خلکو بښنه وغواړي او د دواړو هېوادونو د ګډو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره به اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې سرحدي ځواکونه وایي، چې د دولتي پولو د خوندي کولو لپاره له بشپړو فزیکي او جنګي وړتیاوو برخمن دي. د بیان له مخې؛ تاجک سرحدي سرتېرو به په راتلونکي کې هم په بشپړ ځواک د خپلو پولو ساتنې ته دوام ورکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د بیان له مخې؛ دا مهال د تاجکستان او افغانستان پر پوله وضعیت ارام دی او د یادې نښتې په اړه څېړنې روانې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

سراج‌الدین حقاني: افغانستان خوندي دی او له خاورې یې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه‌شته

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وایي، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او سیمو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌شته. هغه ویلي:« افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړۍوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.»

حقاني دغه څرګندونې د یادې ډلې د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي. هغه زیاته کړه، د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې چې له مخې یې د افغانستان له خاورې څخه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي؛ په بشپړ ډول عملي شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وار، وار ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د دوی مخالفو وسله‌والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا؛ دغه وسله‌وال په پاکستان کې کېدونکي بریدونه په افغان خاوره کې پلانوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

حقاني په یاده غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي؛ د دغه هېواد اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او سیمو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌شته.

هغه ویلي، چې ډله یې د دوحې د ژمنو له مخې د افغانستان شته ستونزې د خبرو له لارې حل کوي. هغه ټینګار کړی، چې ډله یې لا هم هڅه کوي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو او دارنګه د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ننګونې له معقولو او دوامداره لارو حل کړي.

تېره میاشت؛ له ایران، ترکیې او پاکستان نه تر ۲۴۱زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

همدا تېره ورځ هم له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم تر دې وړاندې ویلي و، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

له بل پلوه د ترکیې د کډوالۍ ادارې تېره ورځ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې له ۱۵۲زرو زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي، چې له دې ډلې ۴۲زره او ۲۰۲ یې افغانان دي.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰ افغانان خوشې شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

پرون تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دې ډلې ګڼې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۳ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: ګاونډي هېوادونو دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د یاد سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه د غچ‌اخیستنې، ناقانونه وژنو، خپل‌سرو نیونو، شکنجو او جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۵کال د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې پورې، له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران نه اېستل شوي دي. ویل کېږي، چې یو شمېر یې سره له قانوني اسنادو نیول شوي، وهل شوي او د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د پخوانیو پوځیانو ستنول د هغوی لپاره د مرګ معنا لري.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ راپورونو ته په اشارې ویلي، چې طالبان لا هم په سرحدي لارو کې د پخواني حکومت اړوند کسان نیسي.

یادې ادارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتي، چې د بېړنیو ثبت او ساتنې ډلې وګوماري؛ څو پخواني افغان امنیتي ځواکونه د «لوړ ګواښ» ډلې په توګه ثبت کړي او د هغوی لپاره د خوندي استوګنې او درېیمو هېوادونو ته د لېږد لارې برابرې کړي.

همدا راز له ایران او پاکستان نه غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې ودروي. دغه ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ډیپلوماټیک فشار او بشري مرستو په زیاتولو سره، د دغه بشري ناورین د لا پراخېدو مخه ونیسي.