• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډبلیو اېچ او: نږدې ۹۰سلنه له وخت مخکې مړینې په کمو عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ۸۶ سلنه له وخت مخکې مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي چې ډېر کم او منځنی عاید لري. د راپور له مخې؛ د زړه او رګونو ناروغۍ، سرطان، شکرې او تنفسي ناروغۍ د نړۍ په کچه د مړینې، بې‌وسۍ او معلولیت اصلي لاملونه دي.

د یاد سازمان د هغه راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي په ۲مه) خپور شوی، تر یو مېلیارد زیات کسان په ټوله نړۍ کې له رواني او ذهني ستونزو سره مخ دي او ډېری یې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دغه سازمان همداراز د رواني روغتیا او لومړنیو روغتیايي پاملرنو په برخو کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په ۲۰۲۵کال کې یې د نړۍوالې روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې؛ خو له ژورو ننګونو سره هم مخ و. د بودجې د پام وړ کمښت د دغه سازمان له سترو ستونزو څخه بلل کېږي.

یاد سازمان د تېر کال په ترڅ کې د نري رنځ (توبرکلوز) له امله د ۱.۲ مېلیونه کسانو د مړینې په یادولو سره وایي، دغه شمېرې د هغو ګواښونکو لاملونو پر وړاندې د جدي اقداماتو اړتیا ښيي چې په‌کې د «اېچ‌ای‌وي»، شکرې ناروغۍ، د تمباکو کارول او خوارځواکي شامل دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د بودجې کمښت په ۲۰۲۵کال کې د مېندو ځانګړې پاملرنې، واکسیناسیون، د «اېچ‌ای‌وي» مخنیوي او د ناروغیو د څارنې په څېر خدمات سخت زیانمن کړي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، که د بودجې کمښت تر ۲۰۳۰کاله پورې دوام وکړي؛ نو له ۴ تر ۱۰ مېلیونه نور کسان به په «اېچ‌ای‌وي» ناروغۍ اخته شي او د یادې ناروغۍ له امله د شاوخوا ۳ مېلیونه کسانو د مړینې اټکل شوی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن‌پوسټ: د ټرمپ حکومت غواړي ۸۰زره پناه‌غوښتونکي په لویو ګودامونو کې وساتي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

واشنګټن‌پوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت په پام کې لري د نیول شویو پناه‌غوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره ۷ لوی مرکزونه جوړ کړي. د راپور له مخې؛ د کډوالۍ اداره غواړي صنعتي ګودامونه تر ۸۰زرو ډېرو نیول شويو پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره ورغوي.

د یادې طرحې له مخې؛ دغه کډوال به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د تشو ځایونو پر ځای، په ځانګړو ټاکل شویو ځایونو کې راغونډ شي او وروسته به له دغه هېواده واېستل شي.

دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) خپور شوی، ښيي هغه کډوال چې تازه نیول کېږي؛ د څو اوونیو لپاره د ثبت او قانوني پړاوونو په مرکزونو کې ساتل کېږي او وروسته به له اوو لویو ګودامونو څخه یوه ته ولېږدول شي. یاد ګودامونه هر یو له ۵زرو څخه تر ۱۰زره کسانو د ساتلو ظرفیت لري او د کډوالو د اېستلو د چمتووالي لپاره به ترې کار واخیستل شي.

دغه لوی ګودامونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو کې د مهمو لوژستیکي مرکزونو ته نږدې موقعیت ولري. سربېره پر دې، په دغه طرحه کې ۱۶ کوچني ګودامونه هم شامل دي چې هر یو تر ۱۵۰۰ کسانو پورې د ساتلو وړتیا لري.

د یوه کورني برېښنالیک له مخې چې واشنګټن‌پوسټ ترلاسه کړی، د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي دغه طرحه روانه اوونۍ له هغو خصوصي شرکتونو سره شریکه کړي چې د کډوالو د نیولو په چارو کې فعالیت کوي؛ څو د هغوی لېوالتیا وارزوي او طرحه وروستۍ کړي.

دا مهال د کډوالو تر ټولو لوی د ساتنې مرکز یو لنډمهاله پنډغالی دی، چې د روان کال په اوړي کې د ټېکساس ایالت د فورټ بلیس په پوځي اډه کې جوړ شوی. دغه پنډغالی چې اوس په‌کې شاوخوا ۳زره کسان ځای پر ځای شوي؛ تمه کېده چې د کال تر پایه یې ظرفیت ۵زرو ته ورسېږي.

د برېتانوۍ جوړې زوی: زما مور او پلار کرېسمس د ایران د زندانونو په وحشت کې تېروي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د برېتانوي سیلانیانو لینډسي او کریګ فورمن زوی جوبېنټ «میرور» ورځپاڼې ته ویلي: «زما مور او پلار د داسې جرم له امله چې دوی نه‌دی کړی، د ایران په زندان کې په وېره او وحشت کې کرېسمس تېروي.»

هغه زیاته کړې، چې مور یې د مناسبې هوا د نشتوالي له امله د پوستکي ناروغۍ سره مخ شوې او کریګ هم ډېر وزن له لاسه ورکړی او د غاښونو د شدید درد له امله د درملنې پرته رنځ وړي.

جو بېنټ همدارنګه ویلي، چې په اوین زندان کې د محدود ځای له امله چې حرکت په‌کې سخت دی ګڼ شمېر موږکان او نور زیان رسوونکي حشرات شته او د روغتیايي ساتنې امکانات نه‌شته.

د دې برېتانوۍ جوړې زوی ویلي، چې کورنۍ یې هېڅ تضمین نه لري چې د کرېسمس په ورځو کې به وکولی شي د لینډسي او کریګ فورمن سره ټلیفوني تماس ونیسي او د هغوی غږ واوري.

تر دې مخکې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د قضایي ادارې له‌خوا د دې برېتانوۍ جوړې پر وړاندې د جاسوسۍ د تورونو اعلان په غبرګون کې ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

یاد وزارت ویلي و، چې په مستقیمه توګه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي او د نیول شویو کسانو لپاره اړین کونسولي مرستې برابروي.

ترکیه: د «الحداد» الوتکې تور بکس به په يو بې‌طرفه هېواد کې وڅېړو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰

ترکي چارواکو ویلي دي، چې د لیبیا د پوځ د لوی درستیز محمد الحداد د الوتکې تور بکس به په یو بې‌طرفه هېواد کې وڅېړل شي، څو د سقوط اصلي لاملونه معلوم شي. دغه الوتکه د سې‌شنبې په ماښام د انقرې ترڅنګ لوېدلې وه او ټول سپرلۍ په‌کې وژل شوي دي.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر عبدالقادر اورالوغلو پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د الوتکې د غږ ثبتوونکې اله او تور بکس به د مسلکي څېړنو لپاره بهر ته ولېږل شي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي و، چې د لوېدلې الوتکې تور بکس موندل شوی او اړوندې ادارې یې څېړنه کوي. دا پېښه شاوخوا ۵۰ کیلومتره د انقرې له پلازمېنې لرې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې محمد الحداد، ورسره پوځي پلاوی، یو عکاس خبریال او د الوتکې درې تنه عمله وژل شوي دي. الوتکه د «فالکن ۵۰» ډوله وه او تر الوتنې لږ وخت وروسته راولوېده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې الوتکې شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته «برقي ستونزه» راپور کړې وه او اعلان یې کړی و، چې بېرته به ستنېږي خو شل دقیقې وروسته اړیکه ورسره پرې شوې. هغه ویلي، له هوايي شرایطو پرته کېدای شي نور عوامل هم د پېښې لامل وي.

چارواکي وایي، د تور بکس معلومات به روښانه کړي چې څه پېښ شوي دي؛ خو پایلې ته رسېدل څو میاشتې وخت نیولی شي. همدارنګه، د ترکیې عدلیې وزارت د پېښې په تړاو رسمي پلټنې پیل کړې دي.

محمد الحداد انقرې ته د رسمي سفر په بلنه تللی و او د لیدنو وروسته بېرته د لیبیا پر لور روان و، چې الوتکه یې راولوېده.

ډېموکراتانو له ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د سفیرانو د ډله‌ییزو رابللو پرېکړه بېرته واخلي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

ډېموکراټ سناتورانو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د نږدې ۳۰ مسلکي سفیرانو بېرته رابللو پرېکړه دې بېرته واخلي. دوی خبرداری ورکوي، چې دا کار به یو خطرناکه تشه رامنځته کړي او روسیې او چین ته به د نفوذ د پراخېدو فرصت ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې نږدې ۳۰ سفیران او نور لوړپوړي مسلکي ډیپلوماټان به له بهرنیو ماموریتونو څخه بېرته واشنګټن ته وغواړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا سفارتونه د «امریکا لومړی» له تګلارې سره سم فعالیت کوي.

د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه نه ده روښانه کړې، چې دغه سفیران به کله او څنګه ځایناستي شي.

خو منتقدان وایي، دا پرېکړه به په نړۍواله کچه د امریکا اعتبار کمزوری کړي.

هغو لسو ډېموکراټو سناتورانو چې ټرمپ ته لیک لیکلی، ټینګار کوي چې دا ناڅاپي ډله‌ییز رابلل “بې ساری اقدام” دی چې له یوې پېړۍ راهیسې د معاصرې بهرنیو خدمتونو له جوړېدو وروسته هېڅ بل حکومت نه دی کړی او هېڅ پلان هم نشته چې پر ځای یې مسلکي کسان وګومارل شي.

دوی وايي، له دې ګام سره د امریکا د سفیرانو تش پوسټونه تر ۱۰۰ ډېر شول چې نږدې نیمایي ټولو ماموریتونو ته رسېږي او تر دې مخکې ۸۰ څوکۍ لا له مخکې تشې وې.

ډېموکراتانو په خپل لیک کې لیکلي: «تر هغو چې له ۱۰۰ څخه ډېرې سفارتخونې د نوي سفیر په تمه وي، چین، روسیه او نور به له سیمه‌ییزو مشرانو سره اړیکې وساتي او موږ به په حقیقت کې له ډګر څخه ووځو. دا کار زموږ د سیالانو نفوذ پراخوي او د امریکا ګټې کمزورې کوي».

سپینې ماڼۍ پوښتنې بېرته بهرنیو چارو وزارت ته ور لېږلي. د وزارت ویاند د لیک منځپانګې ته په مستقیم ډول ځواب نه دی ورکړی، خو ډېموکراتان یې تورن کړل چې د سفیرانو د ټاکنو مخه نیسي.

ویاند وویل: «سناتور ډېموکراتانو د ولسمشر ټرمپ د نوماندانو په ځانګړي ډول سفیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتانو مخه په بې‌ساري ډول نیولې ده».

جمهوری‌پالان چې سنا کنټرولوي، تېر سپټمبر کې د مقرریو بهیر د ګړندي کولو لپاره د سنا قواعد بدل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت بیا ډېموکراتان تورن کړي، چې د سفیرانو د ټاکلو بهیر یې ځنډولی دی، خو ډېموکرات سناتوران ټینګار کوي، چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي، تر څو د امریکا نړۍوال اعتبار ته نور زیان ونه رسېږي.

راپورونه زیاتوي، چې ولسمشر ټرمپ غواړي په مهمو دولتي او ډیپلوماټیکو څوکيو کې خپل وفاداران وګوماري او په دې لړ کې لسګونه ډیپلوماتان هم له دندو لرې شوي دي.

طالبان: نن له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن له ایران او پاکستان څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغو کډوالو سره مالي مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د کډوالو کورنیو د غړو شمېر ۳۵۱۲ تنو ته رسېږي، چې په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې غړې یې ۲۷۱۲، د بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه، د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۶ تنه و، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۹ تنه و او د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۱ تنه وو، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.