• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: نن له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن له ایران او پاکستان څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغو کډوالو سره مالي مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د کډوالو کورنیو د غړو شمېر ۳۵۱۲ تنو ته رسېږي، چې په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې غړې یې ۲۷۱۲، د بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه، د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۶ تنه و، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۹ تنه و او د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۱ تنه وو، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ترکیه: په روان کال کې له ۴۲ زرو زیات افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۵۲ زرو څخه زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي، چې له ډلې یې ۴۲ زره او ۲۰۲ تنه افغانان دي.

د راپور له‌مخې، په نیول شویو پناه‌غوښتونکو کې د افغان وګړو شمېر تر ټولو لوړ دی. ورپسې د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع دي.

دغه شمېرې د هغو پناه‌غوښتونکو په اړه دي، چې په ترکیه کې یې د قانوني استوګنې اسناد نه درلودل او دا احصاییه د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر ۱۸مې پورې خپره شوې ده.

د کډوالۍ ادارې معلومات ښيي، چې په روان کال کې د نیول شویو پناه‌غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله کم دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۲۵ زرو څخه زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي وو. د تېر کال له نیول شویو کسانو څخه تر ۶۵ زرو زیات یې افغانان وو.

راپور زیاتوي، چې ترکیې په ټول هېواد کې د هغو کسانو د پېژندنې او نیولو عملیاتو چټک کړي دي، چې قانوني اسناد نه لري او د دې عملیاتو په ترڅ کې ډېر کله افغان پناه‌غوښتونکي نیول کېږي.

له بلې‌خوا، یو شمېر مستند راپورونه ښيي چې د ترکیې امنیتي ځواکونه داېستلو مرکزونو کې له افغان او سوري پناه‌غوښتونکو سره د بد چلند او تاوتریخوالي تورونو سره مخ دي. ځینو پناه‌غوښتونکو ویلي، چې وهل شوي او څو ساعته په سړو خونو کې ساتل شوي دي.

کرملین: روسيه غواړي د اوکراين د سولې په طرحه کې بنسټيز بدلونونه راولي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۰

کرملین کې یوې باخبره سرچینې ویلي، روسیه د امریکا او اوکراین له‌خوا پر چمتو شوې ۲۰ ماده‌ییزې د سولې طرحه کې د پراخو بدلونونو غوښتنه کوي؛ داسې بدلونونه چې پکې د اوکراین د پوځي ځواک محدودول، د ناټو د راتلونکې ختیځ‌لوري پراختیا مخنیوی او د روسي ژبې د وضعیت په اړه تضمینونه شامل دي.

کيیف بيا د خاورې له پرېښودو ډډه کوي.

د «بلومبرګ» خبري اژانس د دغې روسۍ باخبرې سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې مسکو هغه ۲۰ مادې لرونکې طرحه چې د امريکا او اوکراين له لوري ګډه چمتو شوې ده، د «راتلونکو خبرو اترو لپاره د پيل ټکی» بولي. سرچينه وايي، په دې طرحه کې هغه شرطونه نشته چې روسيه يې ضروري ګڼي او لاهم ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي. سرچينې زياته کړې، چې اوسنی سند ډېر د «اوکراين دوديزې طرحې» ته ورته دی، خو مسکو به يې «په منطقي توګه» وڅېړي.

د دې سرچينې په وينا، د روسیې غوښتنه دا ده چې ختيځ لور ته د «ناټو» د هر ډول راتلونکي پرمختګ بايد مخه ونيول شي او دا هم تضمين شي چې اوکراين به بې‌طرف پاتې شي، ان که اروپايي ټولنې ته ورګډ هم شي.

مسکو همدارنګه غواړي، چې له جګړې وروسته د اوکراین د پوځ پر اندازې او وسلو محدودیتونه ولګول شي او د روسي ژبې د وضعیت او حقوقو په اړه روښانه تضمینونه ورکړل شي.

پر ې سربېره، روسيه د لوېديځ له‌خوا د بنديزونو د لغوه کېدو او په لوېديځ کې د روسيې د سلګونو ميلياردو ډالرو کنګل شويو شتمنيو د برخليک په اړه وضاحت غواړي.

مسکو غواړي، چې اوکراين د دونيتسک ختيځې سيمې له ځمکې تېر شي، هغه غوښتنه چې کيیف يې د روسيې د بيا يرغل د خطر له امله ردوي.

سرچینې: د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو ۶ نورې جنازې افغانستان ته ولېږدول شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د مړو شویو کډوالو شپږ نورې جنازې پرون افغانستان ته انتقال شوې دي. تېره اوونۍ یو شمېر افغان کډوال د ایران پر لوري د تګ پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي وو.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ایران پر پوله د یخنۍ له امله د مړه شویو کډوالو له جملې ۶ جسدونه هرات ولایت ته انتقال شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د مړه شويو کډوالو جنازې د هرات څلورو ولسوالیو غوریان، ادرسکن، ګذره او د شینډنډ شپږو سیمو ته انتقال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ایران حکومت د مړه شویو کډوالو د انتقال په برخه کې په ورځني ډول له ۵ څخه تر ۶ جنازو د اېستلو اجازه ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د مړه شویو کډوالو د همدې ۶ جنازو د انتقال اجازه پاڼې هم لېږلې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې تېره اوونۍ ویلي و، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غېر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. د دغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

په داسې حال کې چې وړاندې د شاوخوا ۳۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی و، خو د سرحدي سیمو له څېړنو او د افغانستان او ایران ترمنځ د مړو د سړو خونو تر کتنې وروسته، د مړو شمېر له ۴۰ تنو اوښتی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د ایران په پوله کې د څو کډوالو د مړینې پېښه تایید کړې وه؛ خو د شمېر په اړه یې دغې ډلې تراوسه جزیات نه‌دي وړاندې کړي.

نن د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع وویل، چې د تېرې اوونۍ د واورو او سختې یخنۍ پرمهال د تایباد په پوله تر ۱۶۰۰ ډېر ناقانونه افغان کډوال ژغورل شوي؛ خو له دې ډلې لس کسان بیا د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، سره له دې چې د ناقانونه تګ‌راتګ په اړه په وار-وار خبرداری ورکړل شوی، خو د نه پاملرنې له امله ۱۰ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

ډېری روسان تمه لري چې د اوکراین جګړه به په ۲۰۲۶ کال کې پای ته ورسیږي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د روسیې یوې دولتي نظر پوښتنې د پایلو له مخې، ډېری روسان تمه لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.

د روسیې په یوه دولتي نظر پوښتنه کې چې ښايي کریملین یې د احتمالي سوله ییز حل په اړه د خلکو د غبرګون په توګه ازمويي، ویل شوي، چې اکثریت روسان تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي.

د نظر پوښتنې VTsIOM مرستیال میخایل مامونوف ویلي، چې له ۱۶۰۰ کډونوالو څخه ۷۰ سلنه یې ۲۰۲۶ کال د ۲۰۲۵ کال په پرتله د روسیې لپاره بریالی کال ګڼي او ۵۵ سلنه نور هیله لري، چې ښايي راتلونکي کال کې د اوکراین جګړه پای ته ورسیږی.

مانوف زیاته کړې:«د خوشبینۍ اصلي لامل د ځانګړو پوځي عملیاتو ممکنه بشپړیدل او د ولسمشر پوتین له خوا د ټاکل شویو ملي ګټو له مخې د اعلان شویو موخو ترلاسه کول دي.»

د یادې دولتي نظر پوښتنې راپور کې د پوتین او د هغه د پوځي اهدافو تر شا د ټولنیز یووالي یادونه شوې، خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هیله منو کسانو دقیق شمېر یې نه دی خپور کړی.

پر همدغه مهال د لیوادا په نوم د خپلواکي نظر پوښتونکې ادارې ویلي، چې شاخوا دوه پر دېیمه روسان د سولې خبرو ملاتړ کوي.

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.