• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سترې محکمې د رحمان الله لکڼوال قضیه ایالتي محکمې ته ولېږدوله

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

امریکایي رسنۍ «فاکس نیوز» راپور ورکړی، چې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزې کوونکي رحمان الله لکڼوال قضیه د امریکا له سترې محکمې څخه ایالتي محکمې ته لېږدول شوې ده.

په راپور کې راغلي، پر نوموړي د فدرالي تورونو زیاتېدل او د محکمې د صلاحیت بدلون ښايي دې ته لاره هواره کړي، چې پر نوموړي د اعدام سزا د تطبیق امکان وڅېړل شي. امریکایي رسنۍ وایي، دا بدلون حقوقي بهیر ته نوی پړاو ورکوي او د قضیې ارزونه به لا جدي کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت څارنوالې جینین پیرو ویلي: «ایالتي محکمې ته د دې قضیې لېږد موږ ته دا زمینه برابروي چې د اعدام د سزا د مناسب‌والي په اړه ژوره، سنجول شوې او دقیقه ارزونه ترسره کړو.»

رحمان‌الله لکڼوال د روان کال د لیندي په شپږمه نېټه د واشنګټن ډي‌سي په څنډه کې، سپینې ماڼۍ ته نږدې، د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې دواړه سرتېري ټپیان شوي او لکڼوال هم ټپي شوی و، چې وروسته یوې ټپي شوې سرتېرې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړه.

د یادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا برید «ترهګریز عمل» وباله او په کلکه یې وغنده. نوموړي له دې پېښې وروسته د افغان وګړو لپاره د امریکا د پناه غوښتنې پروګرامونه ودرول او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې امریکایي کونسلګریو ته لارښوونه وکړه، چې افغان وګړو ته د ویزو ورکول وځنډوي.

د ټرمپ دا پرېکړه د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو او د امریکا د افغان کډوالو د فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. یاد بنسټونه دا اقدام «ډله‌ییزه سزا» بولي او له امریکایي حکومت غواړي، چې دا پرېکړې ژر تر ژره لغوه کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د برېښنا ۵ پروژې پرانېستې او څلور نورې یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي، چې د یادو پروژو له لارې به د هرات ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا ور کړل شي او د پرانېستل شویو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات د اوسېدونکو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

طالبانو نن د پنجشبې په ورځ، د مرغومي څلورمه، په هرات ولایت کې د ۳،۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د څلورو پروژو چارې پیل او پنځه نورې یې ګټنې اخیستنې ته وسپارلې.

په یادو پروژو کې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون اوبې او چشت شریف ولسوالی کې د څلورو سب سټېشنونو جوړول شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته پرېښنا رسول کېږي او همدارنګه په نویو پیل شویو پروژو کې د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.

د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمري ویلي:«د هرات کرخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسواليو لپاره د برېښنا څلورو سبسټېشنونو چارې سل سلنه بشپړې شوې دي. دلته زرګونو کورونو ته د لومړي ځل لپاره برېښنا برابرېږي. موږ د هرات ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به ستاسو د برېښنا پارچاوۍ له منځه ځي.»

پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د برېښنا یادې پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې بللې دي او وايي، چې په دې سره به د هرات ولایت د صعنتي پارکونو لپاره د ۲۴ ساعته برېښنا برابرېدو ترڅنګ سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه هم له برېښنا څخه برخمن او د باثباته برېښنا خاوندان شي.

عبدالغني برادر زیاته کړې چې « برېښنا د ننني عصر د هر اړخیر پرمختګ لویه اړتیا ده، دې اړتیا ته اسلامي امارت له ستراتیژیک لوري کتلي او ځکه خو په کم خت کې د ډېرو پروژو د پرانیستې شاهدان شوو.»

نوموړي ویلي، چې د سړکونو جوړوونکو پانګوالو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت او دوامداره برېښنا ورکول کېږي.

چینايي کمپنۍ له طالبانو سره د مس عینک د لرغونو اثارو د خوندي کولو پلان شریک کړی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

چینايي ام سي سي کمپنۍ د لوګر ولایت د عینک مسو ستر کان د استخراج پرمهال په یاده سیمه کې د تاریخي سیمو او اثارو د خوندیتابه لپاره خپل چمتو شوی پلان د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک کړی دی.

یاد وزارت د ام سي سي کمپنۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ درې اړخیز ګډ کاري هوکړه لیک د دې پروژې د عملي کیدو لپاره اړین بللی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معیین ټینګار کړی، چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه باید د تخنیکي اصولو له مخې ترسره شي.

بل خوا، د چینايي ام سي سي کمپنۍ مسوولینو ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنیکي ټیم سره به په بشپړه همغږي او نږدې همکارۍ خپلې چارې پر مخ وړي.

کرزي او اشرف غني د جمهوریت د پخواني جنرال پر وژل کېدو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۰

پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني تر دې دمه په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او یو بل پخوانی افغان سرتېري محمد امین الماس پر وژنه، چې د هغوی تر قوماندې او ملي بیرغ لاندې یې دندې ترسره کړې وې، غبرګون نه دی ښودلی.

جنرال اکرام الدین سریع او د هغه ملګری امین الماس د چارشنبې په ماښام، د مرغومي پر درېیمه ، په تهران کې د ولي‌عصر ښارګوټي په مرکز کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شول.

جنرال سریع د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته پناه وړې وه.

هغه د پخواني حکومت له امنیتي ځواکونو سره په ایران کې نږدې اړیکې درلودې او د طالبانو مخالف و.

دا په تهران کې دویمه پېښه ده چې پخواني افغان جنرالان او سرتېري پکې په نښه کیږي.

له دې وړاندې معروف غلامي، چې له اسماعیل خان سره یې نږدې اړیکې درلودې، په مشهد کې په خپل دفتر کې ووژل شو. تر دې دمه د ایران پولیسو په دې اړه رسمي تحقیقات یا د پلټنو پایلې نه دي خپرې کړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې دا برید «غیرانساني، جنایتکارانه او ترهګریز» ګڼلی او طالبان یې د دې پېښې مسوول ګڼلي دي.

جبهې له ایران غوښتنه کړې چې له نړیوالو قوانینو سره سم د پخوانیو افغان نظاميانو د خونديتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي، عاملان یې پیدا او محاکمه کړي.

محمد محقق جنرال سریع نېک نومه جنرال یاد کړی او د هغه وژنه یې ناځوانمردانه عمل بللی.

د جمعیت اسلامي لوړ پوړی غړي نورالرحمن اخلاقي او د افغان اردو پخواني جنرال سمیع سادات د هغه د وژنې تور پر طالبانو پورې کړی او پر ایران یې غږ کړی، چې د پخوانیو نظامیانو امنیت خوندي کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ ملي مقاوت جبهې هم له ایران وغوښتل چې د جنرال اکرام‌الدین سریع ترور په بشپړه شفافه، جدي او خپلواکه توګه وڅېړي.

خو منتقدان وايي، چې تر اوسه د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني، چې وژل شویو قوماندانانو یې په مشرۍ او د ملي بیرغ تر سیوري لاندې د جګړې او امنیت لیکې رهبري کولې، غبرګون نه دی ښودلی.

دواړه ولسمشران وخت ناوخته د افغانستان اړوند مسایلو، مړینو او پېښو په اړه اعلامیې ور کوي، خو تر دې دمه د دواړو پخوانیو ولسمشرانو پر ټولنیزو شبکو په دې اړه څه غبرګون نه دی خپور شوی.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۳۸ کسانو ته د بند او دُرو وهلو سزاوې ور کړې دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر ۳۸کسانو د حبس او درو وهلو سزاوې پلې کړې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه سزاوې د روانې اونۍ په بېلابېلو ورځو کې په کاپیسا، کونړ، کابل او فاریاب ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې پنځو کسانو ته، د یکشنبې په ورځ په کونړ کې ۱۷ کسانو ته، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل کې ۱۵ کسانو ته او د چارشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې یوه کس ته سزا ورکړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یادو کسانو ته له درې میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند او له لسو څخه تر ۳۰ د درو وهلو سزاوې ټاکل شوې دي. د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د جرمونو د نوعیت په اړه ویلي چې یاد کسان د «منکراتو، غلا، زنا» او نورو جرمونو په تور تورن شوي وو.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې په درو د وهلو او نورو بدني سزاوو تطبیق زیات کړی او دا هغه څه دي چې د بشري حقونو د کورنیو او نړیوالو بنسټونو او مدافعانو له پراخو نیوکو سره مخ دي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، چې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او د خلکو کرامت ته زیان رسوي.

طالبان ټینګار کوي چې د دوی قضایي پرېکړې د شریعت پر بنسټ عملي کېږي.

تاجکستان طالبان د ګډې پولې په خوندي کولو کې په بې مسوولیتۍ تورن کړل

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د تاجکستان سرحدي ځواکونو له افغانستان څخه د اوښتو وسله والو په برید کې د دوو تاجکستاني سرتیرو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دې د تاجکستان له ولس نه بښنه وغواړي او د پولې د امنیت خوندیتوب لپاره دې اغېزناګ ګامونه واخلي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په برید کې د دوو تاجکستاني سرتیرو وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او وايي، چې طالبانو له تاجکستان سره پر پوله د امنیت په خوندیتوب کې اغیزناک اقدامات نه دي کړي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، یاده کمېټه وايي، چې طالبانو په خپلو نړیوالو ژمنو کې او له تاجکستان سره پر پوله د امنیت او ثبات ټینګښت په اړه په پرله پسې توګه جدي او تکراري بې مسوولیتي ښودلې ده او د ترهګرو ډلو د غړو پر ضد د مبارزې ژمنې یې نه دي پوره کړې.

پر همدغه مهال د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو ویلي، هیله لري چې طالبان د تاجکستان له ولس نه بښنه وغواړي او د پولې خوندي کولو لپاره به اضافي اغیزناک اقدامات وکړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ درې تنه وسله وال له افغانستان نه تاجکستان ته په غیر قانوني ډول اوښتي دي او په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې یې پر تاجکستاني ځواکونو برید کړی او دوه تنه تاجکستاني سرتیري یې وژلي او وروسته یاد وسله وال هم د تاجکستاني ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د افغانستان له خاوري په تاجکستان کې پر چینايي وګړو دوه ځله بریدونه وشول، چې له امله یې پنځه چینايان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

طالبانو له یادو بریدونو وروسته اعلان وکړ، چې د افغانستان په شمالي سرحدي ولایتونو کې د امنیت ټینګښت په موخه ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړوي.