• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګڼو هېوادونو او سازمانونو د اسراییل له‌خوا د صومالي‌لند رسمیت پېژندلو ته غبرګون ښودلی دی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۰

د اسراییل د لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو له‌خوا د صومالي‌لند جمهوریت د رسمیت پېژندنې تر اعلان وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان، د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو او ټولنو، د خلیج د همکارۍ شورا او ګڼو نورو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د اسراییل له‌خوا د دغه هېواد رسمیت پېژندنه غندلې او دا یې د صومالي‌لند جمهوریت د حاکمیت، ملي یووالي او خاورې ښکاره سرغړونه بللې ده.

اسراییل د صومالي‌لند جمهوریت په رسمیت وپېژانده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه سازمان له صومالي‌لند حکومت سره خپل ملاتړ ښودلی او ټینګار یې کړی، چې د افریقا په څنډه کې د امنیت، سولې او ثبات ساتنه اړینه ده او هر ډول داسې اقدامات یې رد کړي چې د سیمه‌‌ییز ثبات د کمزورۍ لامل ګرځي.

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي د اسراییل له‌خوا د صومالي‌لند جمهوریت په رسمیت پېژندل له نړۍوالو اصولو سرغړونه یاده کړې او دا پرېکړه یې د دغه هېواد د حاکمیت او د هغې خاورې د یووالي ښکاره نقض ګڼلی دی.

نوموړي دغې رسمیت پېژندنې ته په اشارې لیکلي: «دا ډول رسمیت پېژندنه یوه خطرناکه سابقه لري، چې کولی شي د افریقا په سیمه کې د ثبات بنسټونه کمزوري کړي او د لا زیاتو کړکېچونو او شخړو لپاره لاره هواره کړي».

نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د اسراییل دا اقدام رد کړي.

د عربي ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغيط زیاته کړې: «دا ډول ګام، د هغه اشغالګر ځواک چې هره ورځ د فلسطین ولس او شاوخوا فلسطیني سیمو پر وړاندې جدي سرغړونې کوي او د نړۍوال مشروعیت پرېکړو ته سپکاوی کوي په اصل کې د یوه عربي او افریقایي دولت پر حاکمیت د اسراییل برید بلل کېږي».

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د صومالي‌لند جمهوریت له حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ښودلی، خو د اسراییل له لوري یې دغه رسمیت پېژندنه رد کړې ده.

د معلوماتو له‌مخې، چې صومالي‌لند جمهوریت په افریقایي سیمه ده او د افریقا د منځني ختیځ په هورن کې موقعیت لري. دا سیمه په رسمي توګه دسومالیا د یوې برخې په توګه ګڼل کېږي، خو له ۱۹۹۱ کال راهیسې په بشپړه توګه خپلواکه اداره اعلان شوې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په یمن کې روان کړکېچ؛ امارات، سعودي او امریکا په یمن کې له شخړې پرته د ثبات غوښتنه وکړه

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د یمن په جګړه‌ځپلي هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو یو شمېر سیمه‌ییزو او نړۍوالو لورو اندېښنې څرګندې کړي او له جګړې پرته د خبرو له لارې یې د سولې، زغم او ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په سویلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

متحده عربي امارات د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سعودي عربستان له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې په یمن کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او همداراز د یمنیانو د مشروع هیلو د پوره کېدو لپاره ترسره کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې متحده عربي امارات د سعودي عربستان هڅې د دې لپاره ستایي چې موخه یې یمن کې د امنیت، ثبات او سیاسي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ملاتړ دی. امارات ټینګار کړی چې دغه هڅې د یمني ولس د ګټو د خوندي کولو او د هغوی د ثبات او هوساینې د هیلو په تحقق کې مهم رول لري.

بل‌خوا ترکیې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه کړکېچ پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

ترکیې د روانو شخړو او تاوتریخوالو پر مهال د سعودي عربستان «محتاط او متوازن» دریځ ستایلی دی. ترکیې د سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه هڅې ستایلي چې د یمن د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې ترسره کوي.

همدا راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د یمن په سوېل ختیځ کې وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي او ټینګار یې وکړ، چې ښکېل اړخونه باید له زغم څخه کار واخلي او شخړه د خبرو له لارې حل کړي.

روبیو په خپلو څرګندونو کې څرګنده کړه، چې متحده ایالات د تاوتریخوالي د زیاتېدو پلوی نه‌دی او غواړي چې د دوامدارې سیاسي حل لارې لپاره ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه د سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ډیپلوماټیکې رهبرۍ ستاینه هم وکړه او ویې ویل، چې واشنګټن د خپلو سیمه‌ییزو شریکانو له هڅو ملاتړ کوي، څو ګډې امنیتي ګټې خوندي او سیمه ثابته پاتې شي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي و: «د یمن خلک د سولې مستحق دي او سوله غواړي.» نوموړي پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی و، چې د تاوتریخوالي پر ځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

د راپورونو له‌مخې، په سویلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ سعودي عربستان د خبرداري په ډول هوايي بریدونه کړي دي.

دا ادعا هغه وخت راپورته شوه، چې د متحده عربي امارات له ملاتړه برخمنې «سویلي انتقالي شورا» (STC) پورې اړوندو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې د حدرموت ولایت د «وادي نهب» سیمې ته نږدې هوايي بریدونه ښکاري. دا معلومات تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي.

که دغه بریدونه رښتیا وي، نو دا به له هغې وروسته چې سعودي له سویلي انتقالي شورا وغوښتل، تازه نیول شوي حدرموت او المهره دې پرېږدي او خبرو ته دې ستانه شي د ریاض لومړنی پوځي اقدام وي.

نږدې دوې اوونۍ مخکې، سویلي انتقالي شورا پرته له جدي مقاومت څخه حدرموت او المهره چې دواړه د تېلو بډایه ولایتونه دي تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو له‌خوا منل شوی حکومت او د سعودي ملاتړي سیاسي لوري هڅه کوي د شورا دغه «یو اړخیز ګام» له سیاسي او ډيپلوماټيکو لارو راکابو کړي. هغوی وايي، په سویلي یمن کې له بېلتون غوښتونکو دومره ډېر خلک ملاتړ نه‌کوي.

سویلي انتقالي شورا وایي، د ملګرو ملتونو له‌خوا منل شوي حکومت د حوثیانو پر ضد جدي اقدام نه‌دی کړی او ادعا کوي چې یو خپلواک او منسجم سویل به د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو پر وړاندې قوي خنډ وي او د سویلي ساحل بندرونه به هم خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوریې په یوه جومات کې چاودنه وغندله

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوریې په حُمص ښار کې د امام علي بن ابي‌طالب په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه په کلکه غندلې ده. نوموړي ویلي، پر ملکیانو او عبادت ځایونو بریدونه د منلو وړ نه‌دي. په دې پېښه کې ۸ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

انتونیو ګوترېش د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا ډول بریدونه له بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د سوريې دولتي اژانس ویلي، چې د جمعې په ورځ د سوریې د حُمص ښار په جومات کې د چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی او ځايي امنیتي مسوولینو د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د دغې چاودنې مسوولیت په سوریه کې «انصار السنه» په نوم یوې ډلې منلی دی. دغې ډلې تر دې مخکې (په جون میاشت کې) هم په دمشق کې په یوې کلیسا کې د ځانمرګي برید مسوولیت چې له امله یې ۲۰ کسان وژل شوي و، هم منلی و.

امریکایي څېړونکي: روسیه په بېلاروس کې اټومي هایپرسونیک توغندي ځای پر ځای کوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰

دوو امریکایي څېړونکو د سپوږمکۍ انځورونو تر ارزونې وروسته ویلي، چې روسیه به په ډېر احتمال سره د بېلاروس د ختیځ په یوې پخوانۍ هوايي اډه کې داسې هایپرسونیک بالستیک توغندي ځای پرځای کړي، چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیاوې ولري.

رویټرز د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دا ارزونه د امریکا د استخباراتي ادارو له پایلو سره سمون لري، خو په رسمي ډول یې جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دا توغندي د «اورشنیک» له ډول څخه دي او داسې توغندیز سیستم لري چې تر ۵ زره او ۵۰۰ کیلومترو واټن وېشتلی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دې مخکې په ښکاره اعلان کړی و، چې غواړي دا سیستم په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.

د کارپوهانو په وینا، دا ډول ځای پرځای کول د اټومي ګواښ په اړه د کرملېن مخ په زیاتیدونکي تکیه څرګندوي؛ یوه داسي ستراتیژي چې موخه یې اوکراین ته د ناټو له‌خوا د لرې واټن ویشتونکو وسلو د لېږد مخنیوی دی.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت، سپینې ماڼۍ او د بېلاروس دفاع وزارت رویټرز ته په دې تړاو له ځواب ورکړې او همداراز د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې هم له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

عراقچي: څوک دې دا نه‌وایي چې عراقچي نه‌پوهېږي «بندیز» څه شی دی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د تهران پر ضد لګېدلي بندیزونه یوازې د ریښتینو، عادلانه او باعزته خبرو له لارې لرې کېدای شي، نه د زور، ګواښ او زیات غوښتنې په وسیله. هغه زیاته کړې: «څوک دې دا نه‌وایي چې عراقچي نه‌پوهېږي بندیز څه شی دی».

عراقچي اصفهان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، اصفهان تل د ایران د مهمو تولیدي، سوداګریزو او د کاري زمینې د برابروونکو یو له مرکزونو څخه پاتې شوی او د دې ولایت سوداګرۍ خونې د شپږ هدفمندو هېوادونو په ټاکلو سره هڅه پیل کړې چې د اصفهان سوداګریزې اړیکې منسجمې کړي او نوې فضا رامنځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، عراقچي همداراز ویلي، اقتصادي ډيپلوماسي د دوی لپاره یوازې یو تش عنوان نه‌دی، بلکې یو جدي او واقعي مسوولیت دی چې د خلکو له ورځني ژوند سره نېغ په نېغه تړاو لري.

عراقچي ټینګار کړی، چې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو بندیزونو د ایران پر اقتصاد سخت اغېز کړی او خلک هم دغه اغېز په خپل ژوند کې محسوسوي. خو په وینا یې، د دغو بندیزونو لرې کول یوازې هغه مهال شوني دي چې خبرې اترې، د متقابل درناوي او د دواړو لورو د ګټو پر بنسټ ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې ایران له څو کلونو راهیسې د اټومي پروګرام له امله د لویدیځوالو له بندیزونو سره مخ دی او د شنونکو په باور، دغو بندیزونو یې اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده.

جرمني د ښوونکو د کمښت د پوره کولو لپاره کډوال ښوونکي روزي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰

جرمني له څو کلونو راهیسې د ښوونکو له سخت کمښت سره مخ ده. دغه هېواد اوس غواړي کډوال ښوونکي چې په خپلو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې تجربه لري، وروزي.

اوس د جرمني په کولن او څلورو نورو ښارونو کې یو ځانګړی روزنیز بهیر روان دی چې موخه یې د جرمني له ښوونیز نظام سره مرسته کول او کډوالو ته د عادلانه کاري فرصتونو برابرول دي.

دا روزنیز بهیر هغو کسانو ته لاره هواروي چې له نورو هېوادونو ورغلي او غواړي یو ځل بیا د ښوونکي په توګه کار پیل کړي. په دې بهیر کې ګډونوال ښوونکي جرمني ژبه، د تدریس لارې چارې، د ښوونې او روزنې اصول زده کوي او له دې سره د ښوونځیو دننه عملي تجربه هم تر لاسه کوي.

د انفو اېمېګرېشن د راپور له‌مخې دغه طرحه په شمالي راین ویستفالن ایالت کې په څو پوهنتونونو کې عملي کېږي. چارواکي وايي، له دې سره به تر ډېره د ښوونکو تشه ډکه شي. د اټکل له‌مخې د جرمني ښوونیز نظام د لسګونه زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی او دا تشه ورځ تر بلې پراخیږي.

بل‌خوا بیا ډېر داسې کډوال شته چې د ښوونې او روزنې ډېره تجربه لري، خو د اداري خنډونو له امله اړ دي لنډمهاله او بې‌ثباته کارونه وکړي.

دغه طرحه په ۲۰۱۸ کال کې په کولن کې پیل شوه او لا هم عملي کېدونکې ده. د پروګرام همکاران وايي، لومړۍ ډله ښوونکي زیاتره له ترکيې او سورېې و، خو اوس دغه بهیر ته د اوکراین، برازیل او ان افریقایي هېوادونو ښوونکي هم ورمات شوي دي. دوی ټینګار کوي، چې په داسې حالت کې د استعدادونو له پامه غورځول، د جرمني په تاوان دي.

د پوټسډام پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې ګډونوال له دې بهیر وروسته ځانونه ډېر باوري احساسوي، جرمني ژبه یې پیاوړې شوې او غواړي په اوږد مهال ډول په جرمني کې د ښوونکو په توګه کار ته دوام ورکړي او نور هم ورته هڅوي.

سره له دې، چې د دغې طرحې تمویل یوازې د ۲۰۲۷ کال تر پای پورې تضمین شوی او ځینې ورته ملي پروژې لا دمخه پایته رسېدلې دي. مسوولین خبرداری ورکوي، چې د تکړه کسانو له لاسه ورکول د ښوونې پر راتلونکې بده اغېزه کولی شي.

ګډونوال او ښوونکي له جرمن چارواکو غواړي، چې د بهرنیو سندونو د منلو بهیر اسانه کړي او د دې ډول روزنو بهیر پراخ کړي، څو هم د ښوونکو کمښت راکم شي او هم د کډوالو مسلکي وړتیاوې ضایع نه‌شي.