• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي څېړونکي: روسیه په بېلاروس کې اټومي هایپرسونیک توغندي ځای پر ځای کوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

دوو امریکایي څېړونکو د سپوږمکۍ انځورونو تر ارزونې وروسته ویلي، چې روسیه به په ډېر احتمال سره د بېلاروس د ختیځ په یوې پخوانۍ هوايي اډه کې داسې هایپرسونیک بالستیک توغندي ځای پرځای کړي، چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیاوې ولري.

رویټرز د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دا ارزونه د امریکا د استخباراتي ادارو له پایلو سره سمون لري، خو په رسمي ډول یې جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دا توغندي د «اورشنیک» له ډول څخه دي او داسې توغندیز سیستم لري چې تر ۵ زره او ۵۰۰ کیلومترو واټن وېشتلی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دې مخکې په ښکاره اعلان کړی و، چې غواړي دا سیستم په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.

د کارپوهانو په وینا، دا ډول ځای پرځای کول د اټومي ګواښ په اړه د کرملېن مخ په زیاتیدونکي تکیه څرګندوي؛ یوه داسي ستراتیژي چې موخه یې اوکراین ته د ناټو له‌خوا د لرې واټن ویشتونکو وسلو د لېږد مخنیوی دی.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت، سپینې ماڼۍ او د بېلاروس دفاع وزارت رویټرز ته په دې تړاو له ځواب ورکړې او همداراز د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې هم له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

عراقچي: څوک دې دا نه‌وایي چې عراقچي نه‌پوهېږي «بندیز» څه شی دی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د تهران پر ضد لګېدلي بندیزونه یوازې د ریښتینو، عادلانه او باعزته خبرو له لارې لرې کېدای شي، نه د زور، ګواښ او زیات غوښتنې په وسیله. هغه زیاته کړې: «څوک دې دا نه‌وایي چې عراقچي نه‌پوهېږي بندیز څه شی دی».

عراقچي اصفهان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، اصفهان تل د ایران د مهمو تولیدي، سوداګریزو او د کاري زمینې د برابروونکو یو له مرکزونو څخه پاتې شوی او د دې ولایت سوداګرۍ خونې د شپږ هدفمندو هېوادونو په ټاکلو سره هڅه پیل کړې چې د اصفهان سوداګریزې اړیکې منسجمې کړي او نوې فضا رامنځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، عراقچي همداراز ویلي، اقتصادي ډيپلوماسي د دوی لپاره یوازې یو تش عنوان نه‌دی، بلکې یو جدي او واقعي مسوولیت دی چې د خلکو له ورځني ژوند سره نېغ په نېغه تړاو لري.

عراقچي ټینګار کړی، چې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو بندیزونو د ایران پر اقتصاد سخت اغېز کړی او خلک هم دغه اغېز په خپل ژوند کې محسوسوي. خو په وینا یې، د دغو بندیزونو لرې کول یوازې هغه مهال شوني دي چې خبرې اترې، د متقابل درناوي او د دواړو لورو د ګټو پر بنسټ ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې ایران له څو کلونو راهیسې د اټومي پروګرام له امله د لویدیځوالو له بندیزونو سره مخ دی او د شنونکو په باور، دغو بندیزونو یې اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده.

جرمني د ښوونکو د کمښت د پوره کولو لپاره کډوال ښوونکي روزي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰

جرمني له څو کلونو راهیسې د ښوونکو له سخت کمښت سره مخ ده. دغه هېواد اوس غواړي کډوال ښوونکي چې په خپلو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې تجربه لري، وروزي.

اوس د جرمني په کولن او څلورو نورو ښارونو کې یو ځانګړی روزنیز بهیر روان دی چې موخه یې د جرمني له ښوونیز نظام سره مرسته کول او کډوالو ته د عادلانه کاري فرصتونو برابرول دي.

دا روزنیز بهیر هغو کسانو ته لاره هواروي چې له نورو هېوادونو ورغلي او غواړي یو ځل بیا د ښوونکي په توګه کار پیل کړي. په دې بهیر کې ګډونوال ښوونکي جرمني ژبه، د تدریس لارې چارې، د ښوونې او روزنې اصول زده کوي او له دې سره د ښوونځیو دننه عملي تجربه هم تر لاسه کوي.

د انفو اېمېګرېشن د راپور له‌مخې دغه طرحه په شمالي راین ویستفالن ایالت کې په څو پوهنتونونو کې عملي کېږي. چارواکي وايي، له دې سره به تر ډېره د ښوونکو تشه ډکه شي. د اټکل له‌مخې د جرمني ښوونیز نظام د لسګونه زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی او دا تشه ورځ تر بلې پراخیږي.

بل‌خوا بیا ډېر داسې کډوال شته چې د ښوونې او روزنې ډېره تجربه لري، خو د اداري خنډونو له امله اړ دي لنډمهاله او بې‌ثباته کارونه وکړي.

دغه طرحه په ۲۰۱۸ کال کې په کولن کې پیل شوه او لا هم عملي کېدونکې ده. د پروګرام همکاران وايي، لومړۍ ډله ښوونکي زیاتره له ترکيې او سورېې و، خو اوس دغه بهیر ته د اوکراین، برازیل او ان افریقایي هېوادونو ښوونکي هم ورمات شوي دي. دوی ټینګار کوي، چې په داسې حالت کې د استعدادونو له پامه غورځول، د جرمني په تاوان دي.

د پوټسډام پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې ګډونوال له دې بهیر وروسته ځانونه ډېر باوري احساسوي، جرمني ژبه یې پیاوړې شوې او غواړي په اوږد مهال ډول په جرمني کې د ښوونکو په توګه کار ته دوام ورکړي او نور هم ورته هڅوي.

سره له دې، چې د دغې طرحې تمویل یوازې د ۲۰۲۷ کال تر پای پورې تضمین شوی او ځینې ورته ملي پروژې لا دمخه پایته رسېدلې دي. مسوولین خبرداری ورکوي، چې د تکړه کسانو له لاسه ورکول د ښوونې پر راتلونکې بده اغېزه کولی شي.

ګډونوال او ښوونکي له جرمن چارواکو غواړي، چې د بهرنیو سندونو د منلو بهیر اسانه کړي او د دې ډول روزنو بهیر پراخ کړي، څو هم د ښوونکو کمښت راکم شي او هم د کډوالو مسلکي وړتیاوې ضایع نه‌شي.

ایران په حُمص کې د جومات پر لمونځ کوونکو برید وغانده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په سوریه کې د حُمص ولایت په «امام علي بن ابي‌طالب» جومات کې پر لمونځ کوونکو ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغانده. د راپورونو له‌مخې، په دغه برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

بقایي د ایران پر هغه بنسټیز دریځ ټینګار وکړ، چې هر ډول ترهګري او تاوتریخوالی غندي او زیاته یې کړه، هغه لوري چې د سوریې په خاوره کې ناقانونه مداخله کوي او د دې هېواد پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری کوي، د ترهګرۍ د پراختیا پر وړاندې هم مسوولیت لري.

د سوريې دولتي اژانس ویلي، چې د جمعې په ورځ د سوریې د حُمص ښار په جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې او له امله یې ۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د دغې چاودنې مسوولیت په سوریه کې «انصار السنه» په نوم یوې ډلې منلی دی.

روسیه او اوکراین یو بل د ټرمپ د سولې له طرحې سره پر مخالفت کولو تورنوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

روسیې او اوکراین یو ځل بیا د سولې د روانو هڅو په تړاو یو بل تورن کړي او دواړو لورو ویلي، چې مقابل لوری د جګړې د ختمېدو په اړه د امریکا د طرحې ملاتړ نه‌کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) اعلان وکړ، اوکراین هڅه کوي هغه مذاکرات ګډوډ کړي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن له طرحې سره تړاو لري. مسکو ویلي، نوی وړاندیز چې کېیف وړاندې کړی، په بنسټیز ډول له هغه سند سره توپیر لري، چې روسیې پرې له امریکايي لوري سره خبرې کړې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف وویل، چې د سولې تړون راتلونکی د دواړو لورو په سیاسي ارادې پورې تړلی دی. ده ټینګار وکړ، که د الاسکا په سرمشریزه کې ټاکل شوی چوکاټ رعایت نه‌شي، نو «هېڅ هوکړه به رامنځته نه‌شي».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي بیا ویلي، استخباراتي معلومات یې ښيي چې روسیه د ټرمپ له طرحې سره مخالفت لري. ده همدارنګه څرګنده کړه، که روسیه د ۶۰ ورځو اوربند ومني، نو کېېف چمتو دی د له لاسه ورکړو ځمکو د برخلیک په اړه ټولپوښتنه وکړي.

زېلېنسکي وویل، چې د ۲۰ مادو لرونکې طرحې شاوخوا ۹۰ سلنه مواد د امریکا او اوکراین تر منځ همغږي شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې له ډونالډ ټرمپ سره به په راتلونکې لیدنه کې د دونباس سیمې، د زاپوریژیا هستوي برېښناکوټ او امنیتي تضمینونو په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه لیدنه ښايي د ډسمبر په ۲۸ د ټرمپ په استوګنځي مارالاګو کې ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېپلوماټیکې هڅې په وروستیو اونیو کې چټکې شوې دي.

اسراییل د صومالي‌لند جمهوریت په رسمیت وپېژانده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د صومالي‌لند جمهوریت ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله ایرو د اسراییل له‌خوا د دوی د حکومت له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له اسراییل سره به په ډيپلوماټيکو اړیکو او نورو سکتورونو کې همکارۍ پراخې کړي. هغه له ابرهیمي تړونونو سره هم د یو ځای کېدو هیله ښودلې ده.

د صومالي‌لند جمهوریت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) په یوې اعلامیه کې د اسراییل له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې دوی یې په رسمیت پېژندلي دي.

ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله ایرو د رسمیت پېژندنې دا پرېکړه د خپل حکومت لپاره د نړۍوال مشروعیت د اوږد مهاله هڅو یو مهم پړاو یاد کړی او زیاته کړې یې ده: «د صومالي‌لند جمهوریت په رسمي توګه خپله اراده څرګندوي چې له ابراهیمي تړونونو سره یو ځای شي».

نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت یې د همکارۍ او خبرو اترو په ملاتړ د خپل رغنده اړیکو جوړولو، متقابلې سوکالۍ د ودې او په منځنۍ ختیځ او افریقا کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

ولسمشر محمد عبدالله ایرو ویلي، چې له اسراییل سره به د متقابل درناوي، ملګرتیا او ګډو ارزښتونو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پياوړي کړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله اېکس پاڼه بیا په همدې تړاو لیکلي:«نن ما د صومالي‌لند جمهوریت د یو خپلواک او حاکم دولت په توګه د رسمیت پېژندنه اعلان کړه».

نوموړي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ساعر او د صومالي‌لند جمهوریت له ولسمشر سره د ګډې اعلامیې تر لاسلیک وروسته یې ټینګار کړی: «ما د صومالي‌لند ولسمشر ته مبارکي وویله او د ثبات او سولې د پراختیا په برخه کې مې د هغه د مشرتابه او ژمنتیا ستاینه وکړه. ما ولسمشر ته بلنه ورکړه چې اسراییل ته رسمي سفر وکړي».