د الجزیرې په راپور کې راغلي، چې د وژل شویو کسانو له ډلې ځینې هغه چینایان و، چې د تاجکستان په لرې پرتو سیمو کې په اقتصادي او کان کېندنو پروژو کې کار کاوه. ډېری دغه بریدونه پر چینايي کارکوونکو ترسره شوي دي.
الجزیرې لیکلي، چین چې د تاجکستان تر ټولو لوی پور ورکوونکی او له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی، د دې هېواد په سرحدي سیمو کې د بنسټیزو پروژو، سړک جوړونې او کان کېندنې په برخو کې پراخ حضور لري.
د الجزیرې په وینا، چین نور د افغانستان او تاجکستان پر پوله د خپلو وګړو پر امنیت بشپړ باور نهلري.
د لیندۍ میاشتې په پیل کې د سرو زرو د کان کېندنې د یوه چینايي شرکت پر کارکوونکو د بې پیلوټه الوتکې برید وشو او همدارنګه د چین د یوې دولتي کمپنۍ پر کارګرانو ډزې وشوې، چې له امله یې څو چینایي وګړي ووژل شول.
الجزیره وايي، له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت خپلو وګړو او چینایي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه، چې له سرحدي سیمو ووځي او له تاجکستانه یې غوښتي چې د چین د وګړو او پانګو د امنیت لپاره «ټول لازم اقدامات» ترسره کړي.
الجزیرې د شنونکو له قوله لیکلي، چې که څه هم د دغو بریدونو عاملان په رسمي ډول نهدي پېژندل شوي، خو د بریدونو بڼه او طریقه د داعش له فعالیتونو سره سمون لري. د شنونکو په وینا، دغه ډله هڅه کوي د بهرنیانو په نښه کولو سره طالبان د سیمې د امنیت د تامینونکي په توګه بدنام کړي او د هغوی اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
راپور زیاتوي، د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نښتو زیاتوالی کولی شي د سیمې امنیتي معادله لا پېچلې کړي او پر طالبانو او د افغانستان پر ګاونډیانو نوي امنیتي فشارونه راولي.
الجزیرې د تاجکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې دا بریدونه د طالبانو «بې مسوولیتي او نړۍوالو ژمنو ته د هغوی پرله پسې نهژمنتیا» ښيي. هغوی له طالبانو غوښتي چې بښنه وغواړي او د پولې امنیت تضمین کړي.
دوشنبه وايي، چې له دغو بریدونو ډېری یې د افغانستان له بدخشان ولایت څخه سرچینه اخلي؛ هغه سیمه چې الجزیرې له امنیتي پلوه «پیچلې» بللې ده.
د الجزیرې په وینا، د طالبانو لهخوا د کوکنار د کښت پر وړاندې مبارزه او د بزګرانو نارضایتي په سیمه کې د امنیت نازکوالی نور هم زیات کړی دی. د الجزیرې په تحلیلي راپور کې راغلي، چې د نښتو زیاتوالی کولی شي د تاجکستان او طالبانو اړیکې لا خرابې او په ورته وخت کې د چین او منځنۍ اسیا پر امنیتي معادلو نوی فشار واچوي.
طالبانو د دغو پېښو په اړه «خواشیني څرګنده کړې»، بریدونه یې یوې ناڅرګندې ډلې ته منسوب کړي او ویلي یې دي، چې د هغوی تر واک لاندې افغانستان د ګاونډیانو لپاره ګواښ نهدی او د دوحې تړون ته ژمن دي.