• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر کییف د روسیې پراخو بریدونو یو کس وژلی او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وایي، پر کییف د روسیې د هوايي بریدونو له امله یو کس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي. د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له قوله راپور ورکړی، چې روسیې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې او ۴۰ توغندي کارولي دي.

د راپور له مخې، په کییف کې د خطر زنګونه وغږول شول او د پلازمېنې په اوو سیمو کې یو شمېر استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې.
همداراز، یوه پوځي ټېلګرامي چینل خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې له کروز او بالېستیک توغندیو څخه کار اخیستل شوی دی.
د اوکراین دولتي شرکت «اوکراینرګو» اعلان کړی، چې په کییف او شاوخوا سیمو کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي او د څه باندې ۳۲۰ زرو کورنیو برېښنا پرې شوې ده.
همدارنګه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کییف ښار د نږدې یو پر درېیمه برخه له تودوخې بې‌برخې پاتې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۴

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۵

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د شنوخونو ګازونه ۳۰ سلنه مهار شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې د چاپېریالي اغېزو او د شنو خونو ګازونوپه کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د «Greening the Blue» کلني راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د شنوخونو ګازونو په خپریدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په راپور کې د چاپېریال ساتنې او د دوامداره مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال شنه کول، هغه نوښت او کلنی راپور دی چې د دغه سازمان د چاپېریالي اغېزو د کمولو هڅې ارزوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شنوخونو ګازونو خپریدل، د انرژۍ مصرف، د اوبو کارونه، فاضله مواد او د دوامداره پرمختګ نورې برخې څېړل کېږي، تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د سازمان د پرمختګ کچه وښيي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

روسیې یو افغان د ښځو د ځورولو په تور په درې کاله بند محکوم کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

په روسیه کې یوې محکمې یوه افغان ته د اومسک ښار په مرکزي برخه کې د ښځو په ځورولو او پر یو کس د چړې د برید په تور درې کاله بند او شاوخوا ۸۹۰۰ډالره جریمې پر ورکړه محکوم کړ.

د دې افغان هویت لا تر دې مهاله نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې یاد ځوان په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تورن کس د روان کال د جولای په ۲۴مه هڅه وکړه چې ښځو ته نژدې شي، چې د یوه تېرېدونکي کس د غبرګون سره مخ شو او پر هغه یې د چړې برید وکړ. یادکس یې ټپي کړ چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د اومسک ښار د څارنوالۍ په وینا، بریدګر د چړې له برید وروسته د تښتېدو هڅه وکړه، خو د پولیسو له خو ونیول شو.

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰
100%

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.