دوستم: وخت مه ضایع کوئ ځکه طالبان نه خبرې اترې او نه هم ډېپلوماسي پېژني

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي، چې د طالبانو حکومت د سقوط په حال کې دی. هغه زیاته کړې، چې له طالبانو سره کوم هېوادونه تعامل لري ددې ډلې د ترهګرۍ له ماهیت څخه خبر دي.

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وایي، چې د طالبانو حکومت د سقوط په حال کې دی. هغه زیاته کړې، چې له طالبانو سره کوم هېوادونه تعامل لري ددې ډلې د ترهګرۍ له ماهیت څخه خبر دي.
د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷ نېټه په انلاین ډول د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع فاتحه وکړه.
دې انلاین ناستې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وویل، د هغه هدف د طالبانو نسکورول دي، نه د واک لاسته راوړل.
نوموړي ټینکار وکړ، چې له دې ډلې سره مقابله یوازې د زور او فشار له لارې ممکنه ده.
دوستم زیاته کړه، چې دوی د داسې شرایطو راوستلو په لټه کې دي، چې ځوانان واک ته ورسیږي.
هغه وویل، چې «وخت مه ضایع کوئ، طالبان نه خبرې اترې او نه هم ډېپلوماسي پېژني».
په دې انلاین ناسته کې د طالبانو مخالفو ډلو مشرانو له ایران څخه وغوښتل، چې تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په اړه شفافې څېړنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرامالدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي.
جنرال اکرامالدین سریع د چارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسلهوالو لهخوا ترور شو.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په غبرګون کې پر ایران غږ کړی، چې له تهران نه د «ترهګرو» لاسونه لنډ کړي. هغه ویلي، چې د طالبانو خلاف مبارزه به د هیلو د سپېدو تر را ختلو جاري وي.
د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو نن په انلاین ډول د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع فاتحه وکړه.
پر همدغه مهال د طالبانو د مخالفې مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې ایران دې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور مساله جدې وڅېړي.
احمد مسعود زیاته کړې:« د ایران مسوولینو ته مې پیغام دادی، چې که دا لومړی ځل وای، موږ به یوه پېښه ګڼلې وای او ترې تېر شوي به وای. خو دا څویم ځل دی چې د ایران په خاوره کې دا ډول پېښه ترسره کېږي. زموږ، د افغانانو او د افغانانو د رهبرانو تمه دا ده، چې ایران دې د سریع د ترور موضوع جدي وګڼي، ودې یې څیړي.»
همدارنګه نوموړي پر ایران غږ وکړ، چې له تهران نه د «ترهګرو» لاسونه لندي کړي.
احمد مسعود زیاته کړې:« زه په دې کې شک نه لرم، لکه څنګه چې د مخکینیو پېښو او ترورونو د پلټنو پایلو ته رسیدلي، دې مسالې ته به هم ورسیږی، خو دا ځل زموږ غوښتنه ده، چې جدي اقدام وکړئ او پریکنده تصمیم ونیسئ. کله چې د ترهګر لاس تر دې ځایه «تهران» رسیږي، داسې مانا لري، لکه څنګه چې نتنیاهو په ایران کې د اسماعیل هنیه په ترور کې لاس درلود. نو دا لاسونه باید لنډ شي.»
د تېر جمهوري نظام پرمهال د تخار پخوانی امینه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د مرغومي پر درېیمه د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراجالدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا ښه پرمختګ دی.
مولانا فضل الرحمان د ده په وینا ددغه مثبت ځواب، هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.
هغه د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه پر اېکس ولیکل، چې د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.
فضل الرحمان ټینګار کړی چې د دې هڅو د دوام په صورت کې پاکستان او سیمه کولی شي د سولې او ثبات یو مرکز شي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته، دمګړۍ ښه امنیت تجربه کوي. د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی.
د طالبانو د ډلې ویاند مرستیال حمد الله فطرت نن یکشنه، د مرغومي پر ۷مه نېټه د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ وروستی راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حاکمیت وروسته افغانستان بشپړ امن دی.
فطرت وویل، چې افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته ښه امنیت تجربه کوي او دا د ستاینې وړ دی او د یوه نا امن هېواد په توګه نوملړ کې یې شاملول له حقیقت لرې خبره ده.
د یاد راپور شمېرې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) خپرې شوې او ښيي، چې افغانستان د سوېلي اسیا تر ټولو ناامنه هېواد دی.
د دغه بنسټ له نظره، افغانستان له دې امله د سولهییزو هېوادونو په نوملړ کې په ټیټه درجه کې ځای لري، چې وسلو ته د نامسوولو ډلو او اشخاصو لاسرسی، د تاوتریخوالي جرمونه، سیاسي بېثباتي او د کورني او بهرني کډوالۍ څپې پکې ډېرې دي.
په راپور کې ناامني یوازې د وسلهوالو جګړو په معنا نه ده اخیستل شوې، بلکې سوله د ټولنیز امنیت او مصوونیت، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچې او د یوه دولت د پوځي کېدو درجې له مخې ارزول شوې ده.
خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم د ټولنیزې سولې له مهمو معیارونو څخه دی. د بېلګې په توګه د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیايي بنسټ له سخت ناورین سره مخ دی. د روغتیا نړیوال سازمان سږکال اعلان کړی، چې د بودجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات کم کړي دي.
یاد راپور د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې د سولې بهیرونه، اقتصادي ارزښت او د سولهییزو ټولنو د پراختیا څرنګوالی پکې څېړل شوي دي.
د نړۍوالې سولې د شاخص د کلني راپور لهمخې، ایسلنډ، اېرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د سولې او امنیت له پلوه له لومړي تر پنځم مقامه پورې دي.
د طالبانو اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور له حقیقت نه لرې بللی، چې وايي، د افغانستان ۱۷ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معیین عبداللطیف نظري د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور چې ۱۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، رد کړی دی.
عبداللطیف نظري ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او په افغانستان کې له لوږې سره مخ کسانو په اړه د نړیوالو سازمانونو راپورونه له ځمکنیو واقعیتونو لرې دي.
نظري د خوړو نړیوال پروګرام وروستي راپور ته په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته ویلي:«د نړیوال بانک په څېر د نړیوالو معتبرو ادارو راپورونه ښيي، چې د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د افغانستان اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی. ځینې راپورونه چې د ځینو ادارو له خوا خپریږي، نو هغه مبالغه ده او له ځمکنيو واقعیتونو سره سمون نه لري.»
نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د کارموندنې او زیربنا پروژې ډیرې کړې، څو افغانستان د ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت پرداسې مهال په افغانستان کې د لوږې د کچې لوړوالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام راپور رد کړی، چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه په ډېر شمېر کې د راستنېدونکو کډوالو له امله په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې او لا هم ګڼ ځوانان د کار په لټه پر غیرقانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي.
د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمیسیون ویلي، چې د دې ډلې مشر پر راستنو شویو کډوالو د خوراکي توکو، غنمو او نغدي پیسو د وېش سپارښتنه کړې ده.
د طالبانو یاد کمېسیون نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه د دې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ناسته کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د هغو لارښوونو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې شوې چې د یاد کمېسیون له غړو سره یې په لېدنه کې کړې وې.
طالبانو ویلي، چې هبت الله ورته سپارښتنه کړې، چې نویو راغلیو کډوالو ته خوارکي توکي، غنم او نغدي مرستې ووېشي او همدارنګه کډوالو ته د نمرو د وېش بهیر چټک کړي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون ویلي، چې په ناسته کې د نویو پانګوالو لپاره د پانګونې او کارخونو جوړولو په برخه کې د مالیې د معافیت په اړه هم خبرې شوې او د کډوالو لپاره د کار د زمینې برابرولو لپاره د ډېرو فابریکو او کارخونو د جوړېدو د میکانیزم په اړه یې هم پرېکړه کړې ده.