• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د روان کال په ناامنیو کې ۳۳۵۹ وسله‌وال، امنیتي ځواکونه او ملکيان وژل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۰

په پاکستان کې د روانو ناامنیو پر دوام د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې له شخړو سره تړلې مړینې ۷۳ سلنه زیاتې شوې دي. د راپور له‌مخې، په دې موده کې ۲۱۱۵ وسله‌وال، ۶۶۴ امنیتي ځواکونه او ۵۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې روان کال له ۲۰۱۵م راهیسې د وسله‌والو لپاره تر ټولو خونړی، له ۲۰۱۱م کال راهیسې د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکی او په وروستۍ لسیزه کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو خراب کال ګڼل شوی دی.
دغه انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې په یاده موده کې د دولت‌پلوه د سولې د کمېټو ۲۸ غړي هم په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي. د دې ادارې په تېر کال راپور کې له ترهګرۍ سره تړلي ۱۹۵۰ مړینې ثبت شوې وې.
د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي، دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د تاوتریخوالي له "بې‌ساري زیاتوالي" سره مخ و، هم د شدت او هم د پېښو له اړخه چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي: «له ۲۰۱۴م کال وروسته په روان کال کې وسله‌والو تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه کړي او د ځانمرګو بریدونو او کوچنيو ډرونونو کارول هم د زیاتوالي په حال کې دي.»
د راپور له‌مخې، سږ کال د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه زیات شوی او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هم د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۴ سلنه لوړه شوې ده.
د یاد انسټیټیوټ په راپور کې زیاته شوې، چې په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲۲۶۳ تنه ټپیان شوي، چې په‌کې ۱۰۲۵ امنیتي ځواکونه، ۹۸۲ ملکي وګړي، ۲۲۸ وسله‌وال او ۲۸ د سولې له دولتي کمېټو سره تړلي غړي شامل دي.
په اسلام‌اباد کې د مېشتې دې ادارې د راپور له‌مخې، په روان میلادي کال کې په پاکستان کې له ترهګرۍ سره تړلي نیونې ۸۳ سلنه زیاتې شوې دي او په دې موده کې ۴۹۷ مشکوک کسان نیول شوي دي.
دې انسټیټیوټ ویلي، چې په روان کال کې په ټول پاکستان کې ۱۰۶۳ ترهګریز بریدونه شوي دي او همداراز د ځانمرګو بریدونو شمېر ۵۳ سلنه زیات شوی دی.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې پاکستاني چارواکي د دې هېواد د ناامنۍ پړه پر افغانستان اچوي. هغوی تر دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې، چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې او دا ډلې له هغه ځایه د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې بیا-بیا رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

فضل الرحمان د پاکستان د دیني عالمانو له اعلامیې د طالبانو د دوو وزیرانو هرکلی ستایلی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراج‌الدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا ښه پرمختګ دی.

مولانا فضل الرحمان د ده په وینا ددغه مثبت ځواب، هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.

هغه د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه پر اېکس ولیکل، چې د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

فضل الرحمان ټینګار کړی چې د دې هڅو د دوام په صورت کې پاکستان او سیمه کولی شي د سولې او ثبات یو مرکز شي.

تېره ورځ له دوه نيم زرو زیات کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول‌ ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د دغه کمېسیون د(مرغومي ۶مې) راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند دبهرامچې او د نیمروز د ورېښمو له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۵۶کورنۍ چې ۳۱۲۴تنه دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۷کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۴تنه کیږي، د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې غړي یې ۱۰۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵ کورنۍ چې شمیر یې ۲۵تنه وه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو اقدامت سخت شوي، تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې درې زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وه.

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان ایالت کې یې د ایران پولې ته نږدې څلور وسله‌وال وژلي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰
100%

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ اړوند ایران پولې ته نږدې یې په استخباراتي عملیاتو کې څلور وسله‌وال وژلي دي. پوځ دغه وژل شوي وسله‌وال د ټي‌ټي‌پي غړي بللي، په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ، ټي‌ټي‌پي تر ډېره په پښتونخوا کې فعاله ده.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې استخباراتي عملیاتو کې د یادو وسله‌والو پټنځای له‌منځه وړل شوی او دغه عملیات همداراز دوام لري.

خبرپاڼه زیاتوي، دغو کسانو په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او په یادو عملیاتو کې یو شمېر وسلې، مهمات او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو لوی، خو تر ټولو لږ نفوس لرونکی ولایت دی له کلونو راهیسې د بېلتون‌پالو ډلو لکه د بلوچستان د ازادۍ (BLA) د وسله‌والو مرکز پاتې شوی، خو د راپورونو پر بنسټ په دغه ولایت کې د ټي‌ټي‌پي د غړو فعالیت پیکه دی.

پرون له ایران او افغانستان نه څه باندې دوه نیم زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومې ۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۰۱ کورنۍ چې ټول‌ ۲۷۳۰ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د وریښمو لار،د هرات د اسلام‌کلا او د هلمند د بهرامچې له لارې جبري ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۱۵۶ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۲۶ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۱ تنه، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ تنه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبري ستنول هڅې چټکې شوي، د پاکستان په ټولو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو لټون روان دی.

په اسلام اباد کې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړي چې شک کېده چې افغان کډوال به پکې اوسیږي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

پاکستان کې د ډرون حملو د زیاتېدا اندېښنې؛ ټي‌ټي‌پي د هوايي ځواک له جوړېدو خبر ورکړی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰
100%

تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی، چې د نوي کال د عملیاتو لپاره یې د هوايي ځواک څانګه جوړه کړې ده. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ډرون او کواډکوپټر بریدونه زیات شوي.

ټي‌ټي‌پي د دغه خبر له ورکړې سربېره ویلي، چې مولوي سلیم حقاني د نوې جوړې شوې هوایي څانګې مشر ټاکل شوی او قاري حمزه ته د الکترونیکي چارو او ورکشاپ مسوولیت سپارل شوی دی.

امنیتي شنونکي دا ګام د وسله‌والو له‌خوا د هوايي تکتیکونو د پراخېدونکي کارونې مستقیم غبرګون بولي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴ ډرون بریدونه ثبت شوي، چې ډېری یې په شمالي وزیرستان او بنو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرېدونکي ویډیوګانې ښيي چې وسله‌وال د کواډکوپټرونو له لارې پر امنیتي پوستو چاودېدونکي توکي غورځوي.

د ټي‌ټي‌پي په داخلي اسنادو کې چې یو شمېر پاکستاني رسنیو ته رسېدلي، ویل شوي چې د هوایي ځواک څانګه به د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې د بریدونو وړتیا رسمي او منسجمه کړي.

همدا راز د ټي‌ټي‌پي په نوي جوړښت کې د کشمیر د یوې جلا ټاکلې سیمې شاملول هم اندېښنې زیاتې کړې او شنونکي وایي، دا چاره کېدای شي سیمه‌ییزې سیاسي اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د روان کال په پیل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې پاکستاني طالبانو ډرون الوتکو ته لاسرسی موندلی او په خپلو عملیاتو کې ترې استفاده کوي.

همدا راز د یوه بل خبر له‌مخې، د ډرون څرخکو ضد وسلې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند اتحادالمجاهدین وسله‌والو لاسته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې څه وخت مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د ډرون څرخکو ضد وسلې بنو کې پولیسو ته په واک کې ورکړې وې.