• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله په یوه مهمه لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې سیالي کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله سبا د غرمې ۱۲ بجې د زېمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې یوه مهمه سیالي ترسره کوي. دا لوبه د زېمبابوې د درې‌اړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې ده او د افغانستان لپاره چې دا مهال د جدول په پای کې دی، له امتیازي پلوه خورا مهمه بلل کېږي.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په دې سیالیو کې تر اوسه یوازې یو امتیاز ترلاسه کړی، هغه هم له زېمبابوې سره د لومړۍ لوبې له امله چې د باران له کبله نیمه پاتې شوه. په دویمه لوبه کې بیا افغان لوبډله د پاکستان ۱۹ کلنو پر وړاندې په یوه نږدې او ساه‌اخیستونکي سیالۍ کې یوازې د یو وېکټ په توپیر ماته وخوړه.
د پاکستان لوبډله اوس مهال د جدول په سر کې ده، چې له دوو لوبو یې درې امتیازونه ترلاسه کړي؛ یو یې د افغانستان پر وړاندې بریا او بل له زېمبابوې سره مساوي لوبه ده. زېمبابوې بیا له دوو مساوي لوبو دوه امتیازونه لري او دویم ځای لري، خو افغانستان یوازې یو امتیاز لري او د جدول په درېیم مقام کې ځای لري.
افغانستان چې لا هم دوه نورې لوبې د زېمبابوې او پاکستان پر وړاندې لري، د دې لپاره چې د اتلولۍ هیله‌ یې ژوندۍ پاتې شي، سبا باید له زېمبابوې لوبه وګټي. افغان لوبډله که‌ چېرې دا لوبه وبایلي یا مساوي شي، نو د دې سیالیو د اتلولۍ چانس به له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۹ کلنو لوبډلو درې‌اړخیزې د کرېکټ سیالۍ د افغانستان، زېمبابوې او پاکستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د نړۍوالو سیالیو د چمتووالي د پروګرام په چوکاټ کې په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

د «دیار سنايي» غره ختونکي د غزني ولایت د خوګیاڼو څوکو ته وختل

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰
100%

د «دیار سنايي» غره ختونکو ۱۳ کسیزه ډله د غزني ولایت د خوګیاڼو په واورو پوښل شویو غرونو ته په ختلو بریالۍ شوه. د یاد غره څوکو ته د دغه غره ختونکو مزل یوه ورځ دوام وکړ او دوی وتوانېدل، چې د ۳۱۰۰ مترو لوړو څوکو ته وخېژي.

د افغانستان د غرنیو سیمو او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د غره ختلو د مناسبو شرایطو شته‌والي ته په پام، په وروستیو کلونو کې د ورزشکارانو او مینه‌والو له‌خوا د غره ختلو له ورزش څخه په پراخه کچه هرکلی شوی دی. په دې برخه کې په ډېرو ولایتونو کې د غره ختلو لوبډلې جوړې شوې، چې منظم ورزشي فعالیتونه څاري.

په افغانستان کې مسلکي روزنه او د غره ختلو تجهیزاتو ته لاسرسی هم ښه شوی او په دې برخه کې لوبغاړي د پخوا پرتله په خوندي حالت کې دي، چې دا د غره ختلو ورزش په ودې او پراختیا کې مهم رول لوبوي.

100%

افغان لوبغاړی ظفر محسن په جرمني کې د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبه کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۹ GMT+۰
100%

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی ظفر محسن د اوکټاګون سازمان په لومړۍ لوبه کې د سویډن سامویل بارک پر وړاندې لوبه کوي. دغه لوبه به د مرغومي میاشتې په ۲۷مه د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اوکټاګون سازمان د ۸۲مې سیالۍ د یوې برخې په توګه د جرمني د دوسلدورف ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

۳۰ کلن ظفر محسن تر دې دمه په ۱۷ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۳ یې ګټلې او ۴ نورې یې بایللې دي. د هغه وروستۍ لوبه په PFL سازمان کې د ۲۰۲۴کال (د اکتوبر په ۱۹مه) وه.

دغه افغان لوبغاړي په خپلو ټولو بریاوو کې ۶ ځلې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي، چې د هغه د بریاوو ۴۶ سلنه برخه جوړوي. دارنګه د «سبمېشن» تخنیک د محسن دویمه ځانګړنه ده، چې پر مټ یې تر دې دمه پنځه بریاوې ترلاسه کړې دي.

له بلې خوا د سویډن سامویل بارک په ۱۵ مسلکي لوبو کې ۱۳ بریاوې او ۲ ماتې لري. دغه سویډني لوبغاړي د خپلو ټولو بریاوو له ډلې ۶ ځله یې خپل سیالان ناک اوټ کړي او د قاضیانو د پرېکړې له مخې یې ۶ نورې بریاوې هم ترلاسه کړې دي. د هغه ۴۶سلنه بریاوې د ناک اوټ او قاضیانو د پرېکړې په کټګوریو کې دي.

100%

د ۱۹ کلنو افغان کرېکټ لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر له پاکستان څخه ماتې وخوړه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په زمبابوې کې د درې اړخیزو نړۍوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې ویکټې په توپير د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې‌پایلې اعلان شوې وه.

د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې عثمان سادات ۷۵، محبوب‌خان ۴۹ او فیصل‌خان شینوزاده ۳۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې په توپ‌اچوونکو کې سلام‌خان احمدزي۴، زیات‌الله شاهین ۲، واحدالله ځدراڼ، عزیزالله خان نیازي او نصرت‌الله نورستاني یو - یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان، زمبامبوې او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو دغه لوبلړۍ د زمبامبوې په کوربتوب تر سره کېږي.

دغه سیالۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام ته د تیاريو لپاره دي.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د خپل درېیمې لوبې لپاره د کوربه هېواد زمبابوې پر وړاندې د سیالیو ډګر ته کښته کېږي.

په کابل کې د پېنګ پانګ د څوارلسم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د افغانې سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب په کابل کې د پېنګ پانګ د ۱۴م پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانې سرې میاشت ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو ترڅنګ د ځوانانو د سالمو فعالیتونو او ورزشي پروګرامونو ملاتړ د یادې ادارې مهم مسوولیت دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځوانانو ترمنځ دا ډول سیالۍ د ورورولۍ او سالم رقابت د پیاوړتیا ترڅنګ فزیکي او روحي روغتیا ته هم وده ورکوي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب سیالیو کې ۷۰ تنه ځوانانو ګډون کړی و.

د ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به افغانستان سبا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو د افغانستان لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) ویلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب پيل شوي. په لومړۍ سیالۍ کې د کوربه او افغان لوبډلې ترمنځ لوبه د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

دغه لوبلړۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام د چمتووالي په موخه تر سره کیږي.