• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د پېنګ پانګ د څوارلسم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د افغانې سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب په کابل کې د پېنګ پانګ د ۱۴م پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانې سرې میاشت ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو ترڅنګ د ځوانانو د سالمو فعالیتونو او ورزشي پروګرامونو ملاتړ د یادې ادارې مهم مسوولیت دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځوانانو ترمنځ دا ډول سیالۍ د ورورولۍ او سالم رقابت د پیاوړتیا ترڅنګ فزیکي او روحي روغتیا ته هم وده ورکوي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب سیالیو کې ۷۰ تنه ځوانانو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

د ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به افغانستان سبا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو د افغانستان لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) ویلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب پيل شوي. په لومړۍ سیالۍ کې د کوربه او افغان لوبډلې ترمنځ لوبه د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

دغه لوبلړۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام د چمتووالي په موخه تر سره کیږي.

د مرکزي اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې څلورم مقام ترلاسه کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۰

د مرکزي اسیا د ښځینه‌و والیبال سیالیو د درېیم مقام ترلاسه کولو لوبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په مالدیف کې ترسره شوه، چې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې د ۰-۳ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې دغه لوبه په داسې حال کې وبایلوده، چې د یادو سیالیو د ډله‌ییزو لوبو په پړاو کې یې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۳-۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړې وه. د مرکزي اسیا د ښځینه‌و والیبال سیالۍ (د لېندۍ په ۲۹مه) د افغانستان، بنګله‌دېش، قرغزستان او مالدیف لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​په ټولیزه توګه پنځه لوبې (درې لوبې په ډله‌ییز پړاو کې، یوه نیمه پای لوبه او یوه لوبه د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره) کړې دي، چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې او پاتې درېیو کې یې ماتې خوړلې ده. د بنګله‌دېش لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​په دغه سیالیو کې له درېیو روزونکو او لسو لوبغاړو سره ګډون وکړ.
د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​لوبغاړي او روزونکي:

عزیزه فیضي – د لوبډلې مدیره

محمد اسدالهي – مشر روزونکی
زهرا احمدي – مرستیال روزونکې

لوبغاړې:

زینب نېکزاد، رقیه محمدي، زهرا هانيه افغان، مریم حیدري، فاطمه باقري، نرګس موسوي، فاطمه حیدري، محدثه امیري، زهرا هاشمي او زهرا مرادي.

په کابل کې له ډزو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مدیر مړینه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تایید کړې، چې محمد حامد میوند د دې فدراسیون تخنیکي مدیر او د روزنیزو پروګرامونو مسوول په کابل کې مړ شوی دی. باوري سرچینې بیا وايي، میوند دوه ورځې مخکې د ډزو په یوه پېښه کې ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و، خو نن ماښام یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

فدراسیون د هغه د مړینې دقیق لامل نه‌دی څرګند کړی، خو په یوې اعلامیه کې یې ویلي، چې حامد میوند د افغانستان د فوټبال له «ځانګړو، صادقو او اغېزناکو څېرو» څخه و او د فوټبال د ودې او د روزونکو او داورانو په روزنه کې یې مهم رول درلود.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) پر اېکس پاڼه د میوند پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یي دي: «مرحوم محمد حامد میوند د هیواد د فوټبال له هڅاندو، زحمت کشو څېرو څخه و، کلونه ـ کلونه یې د فوټبال په برخه کې د هیواد بچیان او مربیان په صداقت سره روزلي دي او په دې برخه کې یې نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي».

وثیق پرته له دې چې د میوند د مړینې د لامل په اړه څه ووايي، د هغه مړینه یې د افغانستان د فوټبال او د هیواد د سپورټ لپاره ستره ضایعه بللی ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، میوند په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وېشتل شوی و. نوموړی تر دې مخکې په «کافا سیالیو» او د فدراسیون په ۲۳ ورځني لیګ کې د داورانو د کنټرول مسوول پاتې شوی و او کلونه یې په فدراسیون کې دنده ترسره کړې وه.

د سرچینو په وینا، د پېښې تر شا د کورنیو ناندریو موضوع یاده شوې، خو تر اوسه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ګډون هېڅ رسمي ادارې دا خبره نه‌ده تایید کړې.

د افغانستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د اورښت له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغانستان او زمبابوې ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ د اورښت له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده. افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په دویمه سیالۍ کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې ولوبیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) ویلي، چې د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالې د کوربه هېواد په پلازمېنه هرارې کې د شدید باران له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د کوربه زمبابوې لوبډلې د ۹۱ منډو د هدف په ځواب کې په ۹.۲ اور کې د خپل یوه لوبغاړي په سوځېدو ۶۸ مندې جوړې کړې او د بریا لپاره یوازې ۲۳ منډو ته اړتیا وه.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۳۰، خالد احمدزي ۱۴ او عثمان سادات ۱۱ منډې جوړې کړې وې.

په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ګډون لري.

تر پایلوبې وړاندې؛ د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډله د مرکزي اسیا زون له سیالیو بهر شوه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۲ GMT+۰

د ۲۰۲۵کال د مرکزي اسیا زون د ښځینه‌و د والیبال سیالیو پر دوام، د دغه سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډله ​​له قرغزستان سره مخ شوه چې د ۳-۱ امتیازونو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دغه لوبه د مالدیف په کوربه‌توب ترسره شوه. افغان لوبډلې لومړۍ، دویمه او څلورمه لوبه په ترتیب سره د ۲۵-۱۷، ۲۵-۱۴ او ۲۵-۱۵ د نمرو په توپیر وبایلودې؛ خو په درېیمه هغه کې ښه وځلېده او د شاوخوا ۲۸-۲۶ نمرو سره یې لوبه وګټله.
په دویمه نیمه پای لوبه کې بیا بېګاه شپه د مالدیف او بنګله‌دېش لوبډلې سره مخامخ شوې. د ډلبندۍ سیالۍ او پای لوبه به نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ کال (د مرغومي ۴مه نېټه) ترسره شي.

د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال سیالۍ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) د افغانستان، مالدیف، بنګله‌دېش او قرغزستان لوبډلو په ګډون په مالدیف کې پیل شوې، چې نن (د مرغومي ۴مه) به پای ته ورسېږي.

100%