• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې له ډزو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مدیر مړینه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تایید کړې، چې محمد حامد میوند د دې فدراسیون تخنیکي مدیر او د روزنیزو پروګرامونو مسوول په کابل کې مړ شوی دی. باوري سرچینې بیا وايي، میوند دوه ورځې مخکې د ډزو په یوه پېښه کې ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و، خو نن ماښام یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

فدراسیون د هغه د مړینې دقیق لامل نه‌دی څرګند کړی، خو په یوې اعلامیه کې یې ویلي، چې حامد میوند د افغانستان د فوټبال له «ځانګړو، صادقو او اغېزناکو څېرو» څخه و او د فوټبال د ودې او د روزونکو او داورانو په روزنه کې یې مهم رول درلود.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) پر اېکس پاڼه د میوند پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یي دي: «مرحوم محمد حامد میوند د هیواد د فوټبال له هڅاندو، زحمت کشو څېرو څخه و، کلونه ـ کلونه یې د فوټبال په برخه کې د هیواد بچیان او مربیان په صداقت سره روزلي دي او په دې برخه کې یې نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي».

وثیق پرته له دې چې د میوند د مړینې د لامل په اړه څه ووايي، د هغه مړینه یې د افغانستان د فوټبال او د هیواد د سپورټ لپاره ستره ضایعه بللی ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، میوند په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وېشتل شوی و. نوموړی تر دې مخکې په «کافا سیالیو» او د فدراسیون په ۲۳ ورځني لیګ کې د داورانو د کنټرول مسوول پاتې شوی و او کلونه یې په فدراسیون کې دنده ترسره کړې وه.

د سرچینو په وینا، د پېښې تر شا د کورنیو ناندریو موضوع یاده شوې، خو تر اوسه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ګډون هېڅ رسمي ادارې دا خبره نه‌ده تایید کړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د اورښت له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغانستان او زمبابوې ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ د اورښت له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده. افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په دویمه سیالۍ کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې ولوبیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) ویلي، چې د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالې د کوربه هېواد په پلازمېنه هرارې کې د شدید باران له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د کوربه زمبابوې لوبډلې د ۹۱ منډو د هدف په ځواب کې په ۹.۲ اور کې د خپل یوه لوبغاړي په سوځېدو ۶۸ مندې جوړې کړې او د بریا لپاره یوازې ۲۳ منډو ته اړتیا وه.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۳۰، خالد احمدزي ۱۴ او عثمان سادات ۱۱ منډې جوړې کړې وې.

په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ګډون لري.

تر پایلوبې وړاندې؛ د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډله د مرکزي اسیا زون له سیالیو بهر شوه

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۲ GMT+۰

د ۲۰۲۵کال د مرکزي اسیا زون د ښځینه‌و د والیبال سیالیو پر دوام، د دغه سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډله ​​له قرغزستان سره مخ شوه چې د ۳-۱ امتیازونو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دغه لوبه د مالدیف په کوربه‌توب ترسره شوه. افغان لوبډلې لومړۍ، دویمه او څلورمه لوبه په ترتیب سره د ۲۵-۱۷، ۲۵-۱۴ او ۲۵-۱۵ د نمرو په توپیر وبایلودې؛ خو په درېیمه هغه کې ښه وځلېده او د شاوخوا ۲۸-۲۶ نمرو سره یې لوبه وګټله.
په دویمه نیمه پای لوبه کې بیا بېګاه شپه د مالدیف او بنګله‌دېش لوبډلې سره مخامخ شوې. د ډلبندۍ سیالۍ او پای لوبه به نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ کال (د مرغومي ۴مه نېټه) ترسره شي.

د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال سیالۍ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹مه) د افغانستان، مالدیف، بنګله‌دېش او قرغزستان لوبډلو په ګډون په مالدیف کې پیل شوې، چې نن (د مرغومي ۴مه) به پای ته ورسېږي.

100%

۱۴ کلن هندي لوبغاړي په ویجي هزاره ټرافي کې تاریخي ریکارډ ثبت کړ

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

د هند ۱۴ کلن کرېکټر ویبهاو سوریاونشي د «ویجی هزاره ټرافي» ۲۰۲۵ سیالیو کې په ځانګړې لوبې سره خپل نوم د کرېکټ په تاریخ کې ثبت کړ. نوموړی په ۱۴ کلنۍ او ۲۷۲ ورځو کې تر ټولو کم‌عمره لوبغاړی شو، چې د نارینه‌وو د لسټ A کرېکټ په تاریخ کې یې ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

سوریاونشي د بیهار لوبډلې لپاره د اروناچل پردېش پر وړاندې ولوبېده. نوموړي خپل لومړی سنچري په یوازې ۳۶ توپونو بشپړه کړه، چې تر ټولو چټک ۱۵۰ رنزونه یې په ۵۹ توپونو جوړ کړل او په پای کې یې په ۸۴ توپونو ۱۹۰ رنزونه وکړل. هغه په دې لوبه کې ۱۶ څلوریزې او ۱۵ شپږیزې ووهلې.

دا یوازې د سوریاونشي اوومه لېسټ اې لوبه وه. نوموړی لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې دې کچې ته ارتقا کړې وه. تمه ده، چې هغه به د ۱۹ کلنو نړۍوال جام لپاره چې راتلونکی کال په زمبابوې او نامیبیا کې ترسره کېږي، د هند د لوبډلې برخه وي.

سوریاونشي تر دې وړاندې هم په اماراتو کې د ۱۹ کلنو شل اوریزو سیالیو کې ۱۷۱ رنزونه کړي وو، چې یوازې شپږ رنزونه یې له تاریخي ریکارډ څخه لرې پاتې شول.

تمه کېږي، چې سوریاونشي به څو نورې لوبې هم د ویجي هزاره ټرافي کې وکړي او وروسته به د ۱۹ کلنو ملي ټیم تمریني کمپ ته ورګډ شي.

په کابل کې د ګیروګرومن پهلوانۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش اداره وایي، چې په کابل کې د شپږو ولایتونو په ګډون د «ګیروګرومن» غېږ نیونې سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د څلورو ورځو لپاره دوام کوي او پکې به د هېواد له شپږو ولایتونو څخه شاوخوا پنځه سوه ورزشکاران ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به غېږباسي د لويانو په عمري کچه کې، د لسو بېلابېلو وزني کټګوریو په چوکاټ کې یو له بل سره سیالي وکړي.

د طالب مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د غوره استعدادونو پېژندنه او د ملي لوبډلې پیاوړتیا ده. د سیالیو په پای کې به د ګډونوالو له ډلې څخه څلوېښت تنه غوره ورزشکاران د هېواد د ګیروګرومن پهلوانۍ لوبډلې ته د غړیتوب لپاره وټاکل شي.

افغانستان او ازبکستان د کرېکټ په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا هوکړه کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د ازبکستان کرېکټ فدراسیون له مشر عزیز مهیلیوف سره په کابل کې کتلي او د دواړه هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په تخنیکي او مسلکي ډګرونو کې د بشپړې همکارۍ پر دوام یې ټینګار کړی.

د کرېکټ بورډ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون مشر عزیز مهیلیوف د یوه پلاوي او ځینو لوبغاړو سره کابل ته راغلی؛ ترڅو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د لوبڅارۍ دوه ورځني روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، میرویس اشرف په دغه لیدنه کې ویلي: «موږ د ازبکستان کرېکټ فدراسیون سره د مسلکي او تخنیکي ډګرونو په پراختیا کې بشپړې همکاري ته ژمن یو او په ګډه هڅه کوو، چې زموږ لوبغاړي، لوبڅاران او داوران د نړۍوالو معیارونو سره برابره روزنه ترلاسه کړي.»

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې لیدنې په ترڅ کې د ازبکستان پلاوی او د افغانستان کرېکټ بورډ ځینې مسوولین د بابر بڼ په ګډون د کابل ښار له تاریخي سیمو لیدنه وکړه. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په برخه کې همکاري د هوکړه لیک پر بنسټ پرمخ ځي او موخه یې د لوبغاړو ظرفیت لوړول، د لوبڅارانو او داورانو روزنه، د کرېکټ پراختیا او د مسلکي کسانو مهارتونو لوړول دي.

په خبرياڼه کې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون مشر عزیز مهیلیوف په حواله راغلي: «موږ له افغانستان سره په ګډه د کرېکټ په پراختیا او د مسلکي ډګرونو په پیاوړتیا کې اوږدمهاله همکارۍ ته ژمن یو.»