• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۱۴ کلن هندي لوبغاړي په ویجي هزاره ټرافي کې تاریخي ریکارډ ثبت کړ

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

د هند ۱۴ کلن کرېکټر ویبهاو سوریاونشي د «ویجی هزاره ټرافي» ۲۰۲۵ سیالیو کې په ځانګړې لوبې سره خپل نوم د کرېکټ په تاریخ کې ثبت کړ. نوموړی په ۱۴ کلنۍ او ۲۷۲ ورځو کې تر ټولو کم‌عمره لوبغاړی شو، چې د نارینه‌وو د لسټ A کرېکټ په تاریخ کې یې ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

سوریاونشي د بیهار لوبډلې لپاره د اروناچل پردېش پر وړاندې ولوبېده. نوموړي خپل لومړی سنچري په یوازې ۳۶ توپونو بشپړه کړه، چې تر ټولو چټک ۱۵۰ رنزونه یې په ۵۹ توپونو جوړ کړل او په پای کې یې په ۸۴ توپونو ۱۹۰ رنزونه وکړل. هغه په دې لوبه کې ۱۶ څلوریزې او ۱۵ شپږیزې ووهلې.

دا یوازې د سوریاونشي اوومه لېسټ اې لوبه وه. نوموړی لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې دې کچې ته ارتقا کړې وه. تمه ده، چې هغه به د ۱۹ کلنو نړۍوال جام لپاره چې راتلونکی کال په زمبابوې او نامیبیا کې ترسره کېږي، د هند د لوبډلې برخه وي.

سوریاونشي تر دې وړاندې هم په اماراتو کې د ۱۹ کلنو شل اوریزو سیالیو کې ۱۷۱ رنزونه کړي وو، چې یوازې شپږ رنزونه یې له تاریخي ریکارډ څخه لرې پاتې شول.

تمه کېږي، چې سوریاونشي به څو نورې لوبې هم د ویجي هزاره ټرافي کې وکړي او وروسته به د ۱۹ کلنو ملي ټیم تمریني کمپ ته ورګډ شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د ګیروګرومن پهلوانۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش اداره وایي، چې په کابل کې د شپږو ولایتونو په ګډون د «ګیروګرومن» غېږ نیونې سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د څلورو ورځو لپاره دوام کوي او پکې به د هېواد له شپږو ولایتونو څخه شاوخوا پنځه سوه ورزشکاران ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به غېږباسي د لويانو په عمري کچه کې، د لسو بېلابېلو وزني کټګوریو په چوکاټ کې یو له بل سره سیالي وکړي.

د طالب مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د غوره استعدادونو پېژندنه او د ملي لوبډلې پیاوړتیا ده. د سیالیو په پای کې به د ګډونوالو له ډلې څخه څلوېښت تنه غوره ورزشکاران د هېواد د ګیروګرومن پهلوانۍ لوبډلې ته د غړیتوب لپاره وټاکل شي.

افغانستان او ازبکستان د کرېکټ په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا هوکړه کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د ازبکستان کرېکټ فدراسیون له مشر عزیز مهیلیوف سره په کابل کې کتلي او د دواړه هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په تخنیکي او مسلکي ډګرونو کې د بشپړې همکارۍ پر دوام یې ټینګار کړی.

د کرېکټ بورډ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون مشر عزیز مهیلیوف د یوه پلاوي او ځینو لوبغاړو سره کابل ته راغلی؛ ترڅو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د لوبڅارۍ دوه ورځني روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، میرویس اشرف په دغه لیدنه کې ویلي: «موږ د ازبکستان کرېکټ فدراسیون سره د مسلکي او تخنیکي ډګرونو په پراختیا کې بشپړې همکاري ته ژمن یو او په ګډه هڅه کوو، چې زموږ لوبغاړي، لوبڅاران او داوران د نړۍوالو معیارونو سره برابره روزنه ترلاسه کړي.»

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې لیدنې په ترڅ کې د ازبکستان پلاوی او د افغانستان کرېکټ بورډ ځینې مسوولین د بابر بڼ په ګډون د کابل ښار له تاریخي سیمو لیدنه وکړه. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په برخه کې همکاري د هوکړه لیک پر بنسټ پرمخ ځي او موخه یې د لوبغاړو ظرفیت لوړول، د لوبڅارانو او داورانو روزنه، د کرېکټ پراختیا او د مسلکي کسانو مهارتونو لوړول دي.

په خبرياڼه کې د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون مشر عزیز مهیلیوف په حواله راغلي: «موږ له افغانستان سره په ګډه د کرېکټ په پراختیا او د مسلکي ډګرونو په پیاوړتیا کې اوږدمهاله همکارۍ ته ژمن یو.»

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرته له کوم بدلون څخه د نړۍ په ۱۶۲م مقام کې پاتې شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د نړۍوال فوټبال فدراسیون (فیفا) له‌خوا په تازه نړۍواله درجه بندۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پرته له کوم بدلون څخه د نړۍ په ۱۶۲م او په اسیا کې په ۳۱ مقام کې پاتې شوې ده. په دې درجه بندۍ کې اسپانیا، ارجنټاین او فرانسه لوبډلې په ترتیب له لومړي څخه تر درېیم مقام پورې دي.

په اسیا کې بیا جاپان، ایران او جنوبي کوريا لوبډلې په ترتیب له لومړي تر درېیم ځایونه خپل کړي دي.

د دې درجه‌ بندۍ له‌مخې، د ویټنام لوبډله درې درجې پورته شوې او تر ټولو زیات پرمختګ یې ثبت کړی او د فلسطین لوبډله د ۱۴.۱۸ امتیاز په ترلاسه کولو سره تر ټولو د زیات امتیاز ي پرمختګ کړی دی.

بل‌خوا بیا د مالیزیا لوبډله پنځه درجې ښکته شوې، چې تر ټولو زیات کمښت یې تجربه کړی او د ۲۲.۵۲ منفي امتیاز سره تر ټولو ډېر امتیازي کمښت لري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ځای په دې درجه‌ بندۍ کې د تېر ځل په پرتله هېڅ بدلون نه‌دی کړی.

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د کرېکټ لوبڅاروانو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۰

په کابل کې د کرېکټ سیالیو د لوبڅارانو لپاره تازه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو. د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، دا پروګرام د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځ ترسره شو چې پکې د افغانستان او ازبکستان ۱۸ لوبڅارانو ګډون کړی و.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې‌شنبې (مرغومي ۲مه) په ورځ ویلي، چې دا دوه ورځنی روزنیز پروګرام د کرېکټ نړۍوالې شورا د لوبڅار کریم فریډریک لوبرای له‌خوا تدریس شوی و.

د بورډ د معلوماتو له‌مخې، د دې روزنیز پروګرام څخه یې موخه د لوبڅارۍ په برخه کې د مسلکي کسانو روزنه، د هغوی د ظرفیت لوړول او د نویو استعدادونو ته فرصت برابرول دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې مخکې یې د ازبکستان کرېکټ ادارې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی تر څو د هغه هېواد تخنیکي مسوولین وکولای شي د افغانستان کرېکټ بورډ له ظرفیتونو څخه زده‌کړه وکړي.

د دوی په خبره، د لوبڅارۍ په ډګر کې د مسلکي روزنې په موخه د ازبکستان دوو تنو مسلکي کسانو هم په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د افغان لوبڅارانو د روزنې لومړنی نړۍوال پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې په هندوستان کې تر سره شو، چې په‌کې درېیو افغان لوبڅارانو برخه لرله.

انګلستان د کرېکټ لوبغاړو د الکولو د زیات مصرف په تړاو راپورونه څېړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د انګلستان کرېکټ بورډ ویلي، چې دوی به د اسټرالیا پر وړاندې د دویمې او درېیمې ټېسټ لوبې ترمنځ د وقفې پر مهال د ملي لوبډلې د لوبغاړو د زیات الکولو څښلو راپورونه وڅېړي. ځینو رسنیو د انګلستان د ماتې یو له اصلي لاملونو د لوبغاړو د الکولو زیات مصرف بللی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، اسټرالیا د یکشنبې په ورځ په اډلایډ کې د انګلستان پر وړاندې درېیمه ټېسټ لوبه د ۸۲ منډو په توپیر وګټله او په دې لړۍ کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې له پیل وړاندې، د انګلستان لوبډله د پرټ او بریزبن کې د اسټرالیا پر وړاندې د سختو ماتو له امله د تفریح او ارام لپاره نوسا ښار ته تللې وه. برېتانوي او اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی، چې د رخصتیو پر مهال د انګلستان لوبغاړو زیات الکول څښلي دي.

د انګلستان د ملي لوبډلې مدیر راب کي بي‌بي‌سي ته وویل: «ځینې وختونه سرلیکونه مغشوش کوونکي وي. که دا خبره رښتیا وي چې لوبغاړو شپږ ورځې پرله‌پسې الکول څښلي، نو دا هېڅ ډول د منلو وړ نه‌ده.»

هغه زیاته کړه، چې فدراسیون د حقایقو د معلومولو په لټه کې دی او باید د انځورونو یا مبالغې ډک راپورونو پر بنسټ قضاوت ونه شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ملي لوبډلې په کلتور کې د الکولو څښل د منلو وړ نه دي.

د انګلستان د ملي لوبډلې مدیر همداراز وویل، که دا ثابته شي چې یاده وقفه د بې‌باکه تفریح او دوامدار الکول څښلو لپاره کارول شوې، نو دا ډول چلند هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.

له دې مخکې د دې لوبلړۍ په پيل کې راب کي د انګلستان له لوبغاړو غوښتنه کړې وه، چې له «بې‌مسوولیت چلند» ډډه وکړي. د دې لړۍ څلورم ټېسټ لوبه به د جمعې په ورځ په ملبورن کې تر سره شي.