• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انګلستان د کرېکټ لوبغاړو د الکولو د زیات مصرف په تړاو راپورونه څېړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د انګلستان کرېکټ بورډ ویلي، چې دوی به د اسټرالیا پر وړاندې د دویمې او درېیمې ټېسټ لوبې ترمنځ د وقفې پر مهال د ملي لوبډلې د لوبغاړو د زیات الکولو څښلو راپورونه وڅېړي. ځینو رسنیو د انګلستان د ماتې یو له اصلي لاملونو د لوبغاړو د الکولو زیات مصرف بللی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، اسټرالیا د یکشنبې په ورځ په اډلایډ کې د انګلستان پر وړاندې درېیمه ټېسټ لوبه د ۸۲ منډو په توپیر وګټله او په دې لړۍ کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې له پیل وړاندې، د انګلستان لوبډله د پرټ او بریزبن کې د اسټرالیا پر وړاندې د سختو ماتو له امله د تفریح او ارام لپاره نوسا ښار ته تللې وه. برېتانوي او اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی، چې د رخصتیو پر مهال د انګلستان لوبغاړو زیات الکول څښلي دي.

د انګلستان د ملي لوبډلې مدیر راب کي بي‌بي‌سي ته وویل: «ځینې وختونه سرلیکونه مغشوش کوونکي وي. که دا خبره رښتیا وي چې لوبغاړو شپږ ورځې پرله‌پسې الکول څښلي، نو دا هېڅ ډول د منلو وړ نه‌ده.»

هغه زیاته کړه، چې فدراسیون د حقایقو د معلومولو په لټه کې دی او باید د انځورونو یا مبالغې ډک راپورونو پر بنسټ قضاوت ونه شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ملي لوبډلې په کلتور کې د الکولو څښل د منلو وړ نه دي.

د انګلستان د ملي لوبډلې مدیر همداراز وویل، که دا ثابته شي چې یاده وقفه د بې‌باکه تفریح او دوامدار الکول څښلو لپاره کارول شوې، نو دا ډول چلند هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.

له دې مخکې د دې لوبلړۍ په پيل کې راب کي د انګلستان له لوبغاړو غوښتنه کړې وه، چې له «بې‌مسوولیت چلند» ډډه وکړي. د دې لړۍ څلورم ټېسټ لوبه به د جمعې په ورځ په ملبورن کې تر سره شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د کوېټ پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبه مساوي اعلان شوه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۷ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د کوېټ پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه ۳–۳ مساوي پای ته ورسېده. د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان ملي لوبډله له ۲-۱ امتیازونو سره مخکښه وه.

په لومړۍ لوبه کې هم د دواړه لوبډلو ترمنځ لوبه د ۴-۴ امتیازونو سره مساوي پای ته رسېدلې وه.

په بېګانۍ لوبه کې فرزاد محمودي (لوبډلمشر)، امید قنبري او حامد رضا حسیني د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لپاره ګولونه ووهل. کوېټ لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې لوبه بدله کړه او ۳-۲ امتیازونو سره مخکښه شوه؛ خو حمید رضا حسیني د افغان لوبډلې لپاره درېیم ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه.

د اندونیزیا په کوربه‌توب په ۲۰۲۶کال اسیا فوټبال جام سیالیو کې دواړه د افغانستان او کوېټ لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فیفا په وروستۍ ډلبندۍ کې پنځه درجې مخکې راغلې او ۲۸م مقام یې ترلاسه کړی؛ په‌داسې حال کې چې د کوېټ لوبډله په ۴۰م ځای کې ده.

په اسیایي ډلبندۍ کې هم افغانستان په اووم او کوېټ په نهم ځای کې دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د ویتنام ملي لوبډلې سره هم مخ شي.

د یاد پروګرام د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې مرغومي میاشتې په ۲۹مه او د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.

دارنګه د فوټبال فدراسیون په وینا؛ ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د مرغومې له ۶مې تر ۲۶مې پورې د ایران په مشهد ښار کې تمرینات وکړي. یاد فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې ۵مه اندونیزیا ته د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړه شي.

د دغه سیالۍ وروستی پړاو به په اندونیزیا کې د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) ترسره شي، چې ۱۶ لوبډلې به په‌کې ګډون وکړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغه سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره همډلې ده.
د سیالیو بشپړه ډلبندي:
لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.
دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.
درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا.

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا.

د وزلوبې اووم پړاو سیالۍ د سرپل په اتلولي پای ته ورسېدې

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سرپل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې. په پایلوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان ټیم ته د صفر پر وړاندې په ۷ امتیازونو ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د ډلبندۍ په لوبه کې بیا د بغلان ټیم د کندز پر وړاندې په ۶-۴ بریالی شو او درېیم ځای یې وموند.

د پایلوبې ستوری عمر بیک و، چې په دې لوبه کې یې پنځه وزې ترلاسه کړې او د خپل ټیم په بري کې یې ټاکونکی رول ولوباوه.

نوموړی په نیمه پایلوبه کې هم وځلېد و او پنځه امتیازونه یې ترلاسه کړي وو.

دغه سیالۍ د لیندي پر ۲۱مه د ۱۱ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې او له لسو ورځو پرله‌پسې سیالیو وروسته د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

100%

د اسیا جام چمتووالي سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د کوېټ پر وړاندې لوبه کوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (د مرغومي لومړۍ نېټه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د کوېټ پر وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پیلېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خپلې لومړۍ دوستانه لوبه کې د شنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه) د کوېټ لوبډلې پر وړاندې د ۴-۴ امتیازونو سره لوبه مساوي کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د ویتنام ملي لوبډلې سره هم مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په ویتنام کې یو روزنیز کمپ کې برخه واخلي؛ ترڅو د ۲۰۲۶کال په اسیا جام کې پیاوړی حضور ولري. د یاد پروګرام د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې مرغومي میاشتې په ۲۹مه او د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.

دارنګه د فوټبال فدراسیون په وینا؛ ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د مرغومې له ۶مې تر ۲۶مې پورې د ایران په مشهد ښار کې تمرینات وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي کارکوونکو ۱۷ لوبغاړي دغه روزنیز کمپ ته بللي دي، چې په‌کې مهران غلامي، علي رضا جعفري، فرزاد محمودي او محمد رضا کریمي شامل دي.

بلل شوي لوبغاړي:

ګول ساتونکي:
محمدجواد صفري، علي‌رضا جعفري، علي‌احمد محسني.

د میدان لوبغاړي:
مهدي نوروزي (لوبډلمشر)، حمیدرضا حسیني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، سید مرتضی حسیني، سید مجتبی حسیني، سید مرتضی حسیني، سید حسین موسوي، محمدرضا کریمي او عباس حیدري.
ورته مهال د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مهدي نوروزي د ایران غوره لیګ سیالیو پرمهال ټپي شو. د هغه ټپ جدي دی او ښایي په راتلونکو تمریناتو او سیالیو کې ګډون ونه کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون هم اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې ۵مه د ۲۰۲۶کال اسیا جام کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته ولاړه شي.
د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷مې څخه د فبرورۍ تر ۷مې نېټې پورې) په اندونیزیا کې ترسره شي، چې ۱۶ لوبډلې به په‌کې ګډون وکړي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغه سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره هم‌ډلې ده.
د سیالیو بشپړه ډلبندي:
لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.
دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.
درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا.

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا.

سردار احمد شکیب د اسلام‌اباد ډیپلوماټیک لیګ کې د طالبانو سفارت د فوټبال لوبډلې بریا ستایلې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وايي، د اسلام‌اباد د ډیپلوماټیک لیګ په نهم پړاو کې د طالبانو سفارت د فوټبال لوبډلې لوبه او پرله‌پسې بریاوې د ویاړ وړ دي. په دغه لیک د سفارت لوبډلې څلور سیالۍ سر په سر ګټلي دي.

د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د اسلام‌اباد د ډیپلوماټیک لیګ (نهم پړاو) په سیالیو کې د سفارت د فوټبال لوبډلې غوره فعالیت د ستاینې وړ دی.

هغه ویلي، چې یادې لوبډلې څلور لوبې ترسره کړې او په ټولو کې بریالۍ شوې ده، چې پکې په وروستۍ لوبه کې د ۱۵–۲ په لوی توپیر بریا هم شامله ده.

سردار احمد شکیب همدارنګه د دې ډیپلوماټیک ورزشي لیګ له تنظیموونکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دې ډول ورزشي او ډیپلوماټیکو پروګرامونو تنظیم او مدیریت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د افغانستان د وزلوبې غوره‌لیګ د اووم پړاو نیمه‌پای لوبه نن یکه‌توت لوبغالي کې ترسره کېږي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې غوره‌لیګ د اووم پړاو نیمه‌پای لوبه به نن د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د کابل په یکه‌توت لوبغالي کې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې به د بدخشان د وزلوبې لوبډله د بغلان له لوبډلې سره مخامخ شي او په دویمه لوبه کې به د کندوز او سرپل لوبډلې سره مخ شي.

دا سیالۍ چې په دې وروستیو ورځو کې د بدخشان لوبډلې له‌‌خوا د لوبغاړو د ګومارنې په وړاندې د کندوز لوبډلې د اعتراض له امله له لانجو او جنجالونو سره مل وې، له نن څخه تر ټولو حساسو پړاوونو ته داخلېږي.

د بدخشان لوبډله چې د سیالیو د دویم پړاو د لومړۍ ډلې په سر کې ده، د بغلان له لوبډلې سره سیالي کوي؛ بغلان لوبډله د دویم ګروپ په دویم ځای کې قرار لري او نیمه‌پایلوبې ته یې لاره پيدا کړې.

په بله سیالۍ کې د سرپل ټیم چې د دویم پړاو د دویم ګروپ په سر کې دی، د کندوز له لوبډلې سره مخ دی. په دې پړاو کې د کندوز یوازینۍ ماتې هغه سیالي وه، چې د تنظیموونکو د پرېکړې له مخې د لوبې له ترسره کېدو پرته د بدخشان لوبډلې په ګټه اعلان شوې وه.