تر پایلوبې وړاندې؛ د افغانستان د ښځینهو والیبال لوبډله د مرکزي اسیا زون له سیالیو بهر شوه

د ۲۰۲۵کال د مرکزي اسیا زون د ښځینهو د والیبال سیالیو پر دوام، د دغه سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې د افغانستان د ښځینهو والیبال لوبډله له قرغزستان سره مخ شوه چې د ۳-۱ امتیازونو په توپیر یې ماتې وخوړه.






