د وزیر محمد اکبر خان په نوم د لومړۍ درجې ولایتي کرېکټ سیالۍ په خوست او ننګرهار کې کېږي

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د کلني پلان له‌مخې، د "وزیر محمد اکبر خان" په نوم د فرسټ کلاس ولایتي یو ورځنیو سیالیو اوولسم پړاو به د مرغومي په ۱۶مه پیل شي. دغه سیالۍ به د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام وکړي.